صفحه اصلی | hiwad | پیغامونه | د افغانستان د جمهور رييس د ډاډ ګيرنې او همدردۍ پيغامونه

د افغانستان د جمهور رييس د ډاډ ګيرنې او همدردۍ پيغامونه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان د جمهور رييس د ډاډ ګيرنې او همدردۍ پيغامونه

په ژورې خواشينۍ سره مې خبرترلاسه کړ چې دهېواد يوسترعالم الحاج مولوي قاضي نظام الدين واعظ وفات شوى دى . ارواښاد مولوي قاضي نظام الدين واعظ دخپل عمر اغيزمن دوران خپلو خلکو او هېواد ته دخدمت په لاره کې تْېر کړ.

دى دمهاجرت او جهاد په دوران کې  ، تل دخپلو خلکو  په خدمت کې و، هېوادته  له راستنيدو وروسته يې هم دديني علومو دلوست په ورکولو لاس پورې کړ او دقضا په  برخه کې يې ستر خدمتونه ترسره کړل . ارواښاد قاضي  صاحب واعظ  دهرات ولايت دعالمانو  شورا درييس ، دهرات دستر جامع جومات دواعظ  او ددغه وزارت د شهيدانو اومعلولينو درييس په توګه ، په خالصانه ډول خپلې دندې ترسره کړې .  دده مړينه

دهېوادروحاني او علمي ټولنې ته يوه ستره ضايعه بلل کيږي .  زه دخپلې ډاډ ګيرنې او همدردى  مراتب ددغه رباني  عالم کورنۍ او دوستانو او هم دهېواد روحاني ټولنې ، په تيره بيا دهرات ولايت عالمانو ته څرګندوم او دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت هيله کوم .

 د يو بل خبرله مخې:

په خواشىنۍ سره خبر شوم چې قومي مشر او په ولسي جرګه کې د کوچىانو پخوانى استازى حاجې پړې د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.  ارواښاد حاجي پړې د کوچىانو د مشر او استازي په توګه د خپلې پوهې او د هغه د محبوبىت له برکته چې په ولسونوکې ىې درلود، ډېرې معضلې او مساىل په سوله ىىزه توګه حل کړل، د دغه خىرخواه او مصلح شخصىت  مړىنه ىوه ضاىعه ده.  زه د خپلې خواخوږۍ او ډاډګىرنې مراتب د ده کورنۍ ، دوستانو او د کوچىانو ولسونو ته وړاندې کوم.
 الله تعالى دې ىې وبخښي .

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha