صفحه اصلی | hiwad | پیغامونه | د ولسمشر غني د ډاډ ګيرنې او همدردۍ پيغام

د ولسمشر غني د ډاډ ګيرنې او همدردۍ پيغام

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ولسمشر غني د ډاډ ګيرنې او همدردۍ پيغام

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني د ډاډ ګيرنې او همدردۍ پيغام :

  په ژورې خواشينۍ سره  مو خبر ترلاسه کړ چې دملي راډيو تلوېزيون دګرځنده  کمرو لوى مدير انجنير شهاب الدين احمدي وفات شو . ارواښاد شهاب الدين  احمدي  کلونه کلونه  دملي راډيوتلوېزيون د تخنيک رياست په بېلابېلو  څانګو کې دندې ترسره کړې  او يوتګړه انجنير و چې د تخنيکي وسايلو په ترميمولو  کې يې لوى لاس درلود، دده مړينه يوه ضايعه ده .  دانجينير شهاب الدين احمدي دمړينې په خاطر دخپلې ډاډ ګيرنې  او همدردۍ  مراتب دارواښاد  دکورنۍ غړو او دوستانو او دملي راډيو تلوېزيون کارکوونکوته څرګندوم او دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت هيله کوم .

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha