صفحه اصلی | hiwad | پیغامونه | د جمهور رييس غني د ډاډګيرنې پيغام

د جمهور رييس غني د ډاډګيرنې پيغام

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د جمهور رييس غني د ډاډګيرنې پيغام

په ډېرې خواشينۍ سره خبر شوم چې د افغانستان د اسلامي جمعيت د مشرتابه د شورا غړى او د هېواد يو وتلى ليكوال استاد محمد نسيم فقيري په حق رسېدلى دى

 ارواښاد استاد فقيري له يوې نيمې لسيزې څخه په زياتې موده كې د يو وتلي ليكوال او د افغانستان د خلكو د جهاد د لارې د يو مبارز په توګه په فرهنګي او سياسي ډګرونو كې زيات خدمتونه كړي دي او د هغه مړينه هېواد ته يوه ستره ضايعه ده او د ده د مړينې له امله د اسلامي جمعيت مشرتابه، د ده كورنۍ، د لغمان خلكو او د هېواد فرهنګيانو ته د خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې كوم او ارواښاد استاد فقيري ته د خداى جل جلاله له لورې د فردوس جنت غوښتنه كوم.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha