صفحه اصلی | hiwad | پیغامونه | د جمهور رييس د ډاډګيرنې پيغام

د جمهور رييس د ډاډګيرنې پيغام

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د جمهور رييس د ډاډګيرنې پيغام

دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني دډاډګيرنې او همدردۍ پيغام په لاندې متن را رسېدلى دى: په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې دهېواد يو مطرح هنرمند اوسندرغاړى يونس عزيز وفات شوى دى.

ارواښاد يونس عزيز دافغانستان  دآماتورو هنرمندانو ترمنځ  ځانګړى ځاى درلود او يوه زياته  موده يې په  ملي راډيو ټلويزيون کې خدمت وکړ.دده مړينه يوه ضايعه ده .ديونس عزيز دمړينې په مناسبت دخپلې ډاډګيرنې او همدردۍ مراتب دارواښاد دکورنۍ غړو ، دوستانو  او دهېواد  هنري اوفرهنګي ټولنې ته څرګندوم   او  متوفى ته دلوى خداى ج له دربار څخه  دفردوس جنت هيله کوم

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha