صفحه اصلی | hiwad | پیغامونه | د جمهور رييس د ډاډګيرنې پيغام

د جمهور رييس د ډاډګيرنې پيغام

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د جمهور رييس د ډاډګيرنې پيغام

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني د ډاډګيرنې او همدردۍ پيغام!

 په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د هېواد يو فرهنګي او د پوهنې خدمتګار عبدالکريم کيهان وفات شو. ارواښاد کيهان کلونه کلونه د هېواد په پوهنه کې خدمت کړى او دغه راز مطرح ټولنيز فعال او فرهنګي شخصيت و او د ده زياتې مقالې د افغانستان په ورځپاڼوکې چاپ شوې دي. د ده مړينه يوه ضايعه ده.   د عبدالکريم کيهان د مړينې په خاطر د خپلې ډاډګيرنې او همدردۍ مراتب د ارواښاد د کورنۍ غړو، دوستانو او د هېواد فرهنګي ټولنې ته څرګندوم او د لوى خداى ( ج ) له دربارڅخه ده ته د فردوس جنت هيله کوم. 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha