صفحه اصلی | hiwad | پیغامونه | په ايران او عراق كې د وروستۍ زلزلې پر زيانونو خواشيني يوو

په ايران او عراق كې د وروستۍ زلزلې پر زيانونو خواشيني يوو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په ايران او عراق كې د وروستۍ زلزلې پر زيانونو خواشيني يوو

په ايران او عراق کې د زلزلې په اړوند د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله دخواخوږۍ پيغام

 په ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د عراق په شمال ختيځ او د ايران په لويديځ کې د زلزلې د رامنځته کېدو له امله څه ناڅه ١٤٠ تنه ووژل شول او په سلګونو تنه نور ټپيان شول .  د دغې طبيعي او غمجنې پېښې له امله خواشيني شوي يو. د افغانستان د خلکو او حکومت په استازيتوب؛ د قربانيانو کورنيو او د ايران د اسلامي جمهوريت او د عراق د اسلامي جمهوريت دوستو دولتونو او خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږي او غمشريکي مراتب څرګندوو او ټپيانو ته د سملاسي روغتيا هيله کوو . د تېرې شپې زلزلې د ايران د لويديځو ښارونو او د عراق د بېلابېلو ښارونو برسېره، د ترکيې، ارمنستان، کوېټ، سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو د هېوادونو ځينې سيمې هم لړځولې دي .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha