صفحه اصلی | hiwad | پیغامونه | د ولسمشر محمد اشرف غني د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام

د ولسمشر محمد اشرف غني د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ولسمشر محمد اشرف غني د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني د کندهار ولايت د معروف ولسوالۍ پر ودانۍ ترورېستي بريد چې له امله يې زموږ د هېواد يو شمېر زړور امنيتي او د فاعي ځواکونه شهيدان شول، په سختو ټکو وغانده.

 جمهور رييس غني د دې ترورېستي بريد د غندلو پرمهال وويل : ترورېستان چې د هېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره دمخامخ مقابلې توان نه لري،دخپلو ماتو د پټولوپه خاطر پر دولتي تاسيساتو بريدونه کوي. د هېواد جمهور رييس يو ځل بيا وويل، هغوى چې زموږ د خلکو وينې تويوي او ټولګټو ځايونو ته زيان رسوي، زموږ زړور امنيتي او دفاعي ځواکونه به په ټول قوت سره د دوى پر وړاندې وجنګېږي. ولسمشر غني د امنيت د ټينګښت او د هېواد دساتنې په برخه کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو مېړانه او سرښندنې وستايلې او د خپلې ډاډګيرنې او ژورې خواخوږۍ مراتب د دې غمجنې پېښې د شهيدانو کورنيو ته وړاندې کوي، شهيدانو ته  د لوى خداى (ج)په دربار کې د فردوس جنت او ټپيانو ته د بشپړې روغتيا هيله کوي. 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha