صفحه اصلی | hiwad | پیغامونه | د مېرمن نانسي دوپري د مړينې له امله د جمهور رييس د ډاډګيرنې پيغام

د مېرمن نانسي دوپري د مړينې له امله د جمهور رييس د ډاډګيرنې پيغام

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د  مېرمن نانسي دوپري د مړينې له امله د جمهور رييس د ډاډګيرنې پيغام

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني د ډاډګيرنې پيغام لاندې متن را رسېدلى دى :

په تاسف سره مې اطلاع حاصله کړه چې د افغانستان د کلتور او تاريخ لويې خدمتګارې مېرمن نانسي دوپري د ورپېښې ناروغۍ له کبله ساه ورکړه او له فاني دنيا يې رخصت واخيست.مېرمن دوپرې د خپل نوي کلن ژوند ډېره لويه برخه د افغانستان د خلکو ، فرهنګ او تاريخ په خدمت کې تېره کړه.دې نړيوالو ته د افغانستان د ورپېژندلو لپاره کتابونه وليکل. له خپل مېړه پروفېسر لويي دوپرې سره يې د ګران هېواد ګوټ ګوټ ته سفرونه وکړل او د افغانستان د لرغونو ځايونو په تثبيت او معرفي  كولو کې يې برخه واخيسته.په افغانستان کې د ناکراريو له پيل او د ميليونونو افغانانو له مهاجر کېدو وروسته هم مېرمن دوپرې افغانستان هېر نه کړ.دا له خپل مېړه سره پېښور ته لاړه چې د افغانستان خلکو او فرهنګ ته خدمت وکړي.دې په پېښورکې د افغانستان د معلوماتو مرکز تاسيس کړ چې د ګران هېواد په اړه  اسناد په کې خوندي كړي ، چې له ضايع کېدو  وساتل شي.اوس په دغه مرکز کې چې په کابل پوهنتون کې خپله ودانۍ لري، د افغانستان په اړه په لسګونو زره  اسناد ساتل کېږي او په ټوله دنيا کې د افغانستان پېژندونکو لپاره يوه مهمه سرچينه ده    دغه راز مېرمن دوپرې د افغانستان د لوټ شويو لرغونو اثارو په بيا را ستنولو کې د قدر وړ کوښښونه وکړل.

مېرمن دوپرې به افغانستان خپل اصلي کور باله او وصيت يې کړى و چې د خپل مېړه د قبر په خوا کې دې په کابل کې خاورو ته وسپارل شي. دې د ناروغۍ په وختونو کې هم  ښه وبلله چې په کابل کې پاتې شي او همدلته يې ساه ورکړه.

د مېرمن دوپرې مړينه يوه ضايعه ده .

د هغې د مړينې په مناسبت د دې  کورنۍ، همکارانو او د افغانستان د تاريخ او فرهنګ ټولو مينه والو ته تسليت وايم

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha