صفحه اصلی | hiwad | پیغامونه | د جمهور رييس د ډاډګيرنې او همدردۍ پيغام

د جمهور رييس د ډاډګيرنې او همدردۍ پيغام

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د جمهور رييس د ډاډګيرنې او همدردۍ پيغام

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني د ډاډګيرنې او همدردۍ پيغام په لاندې متن را رسېدلى دى :

 په ژورې خواشينۍ او خپګان سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد يو سابقه لرونکى ښوونکى سرور پويا د هغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه، د آلمان په هامبورګ ښارکې وفات شوى دى . ارواښاد سرور پويا څلويښت کاله د هېواد په بېلابېلو ښوونځيوکې د ښوونکي په توګه د هېواد د بچيانو په ښوونه او روزنه کې هڅه او خدمت وکړ او دغه راز د پوهنې په وزارت کې يې د سلاکار په توګه هم کار کړى دى .  د ده زحمتونه او هلې ځلې د قدر وړ دي او مړينه يې يوه ضايعه ده.  د خپلې ډاډګيرنې او همدردۍ مراتب د ده کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کوم او د لوى خداى ( ج ) له دربارڅخه ارواښاد ته د فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله کوم .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha