صفحه اصلی | hiwad | پیغامونه | د ډاکټرې پروين نورستانۍ پر مړينې د ولسمشر د خواشينۍ پيغام

د ډاکټرې پروين نورستانۍ پر مړينې د ولسمشر د خواشينۍ پيغام

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ډاکټرې پروين نورستانۍ پر مړينې د ولسمشر د خواشينۍ پيغام

په ډيرې خواشينۍ سره خبر شوم چې په ولسي جرګه کې د نورستان د خلکو استازې ډاکټرې پروين نورستانۍ په ترافيکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. انا لله وانااليه راجعون

مېرمن نورستانۍ د ولسي جرګې د غړې په حيث خپل وطن او ملت ته خدمت وکړ. دا د افغانستان د ملي شوار فعاله غړې، د ولسواکۍ صادقه ملاتړې او د نظام واقعي خدمتګاره وه. د دې مړينه د افغانستان لپاره لويه ضايعه ده. د ارواښادې ډاکټرې پروين نورستانۍ د ناڅاپي مړينې په مناسبت د هغې کورنۍ، دوستانو، په ملي شورا کې د هغې همکارانو او د نورستان خلکو ته غمشريكي وايم.    الله تعالى دې يې دې وبښې او جنتونه دې ورته په نصيب شي.         آمين يارب العالمين

                د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس، محمد اشرف غني

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha