صفحه اصلی | hiwad | پیغامونه | د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال انجنير محمد خان د خواشينۍ پېغام

د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال انجنير محمد خان د خواشينۍ پېغام

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال انجنير محمد خان د خواشينۍ پېغام

په ډېرې خواشينۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د خلکو دښمنانو د کابل ښار د درېمې حوزې د کارېز په سيمه کې د کانونو وزارت د مامورينو د سپرلۍ په موټر بمي چاودنه کړې چې ګڼ شمېر هېوادوالو ته يې مرګ ژوبله اړولې.

د کابل ښار پرونى بريد دا په ډاګه کوي چې قسم خوړلي دښمن د اسلامي، افغاني او بشري ازرښتونو خلاف د خلکو په ګڼه ګوڼه کې بريدونه تر سره کوي او د هغو اهدافو د لاسته راوړو لپاره چې بهرنيو بادار يې ورته ټاکلی هر ډول وحشت تر سره کولای شي.که څه هم اوسني بريد د خپل ډول لومړني بريد نه ګڼل کېږي او تر دې وړاندې په لسګونو دا ډول بريدونه تر سره شوي، خو له وژنو، اوښکو او خرابيو پرته يې بل هېڅ اغېز نه درلود او د دا ډول بريدونو ادامه به د افغانستان د پرمختګ او ترقۍ مخه ډب نه کړي بلکې زموږ ارادې به نورې هم غښتلې کړي.د دولت په ټولو هغو وسله والو مخالفينو چې ځانونه افغانان ګڼي غږ کوم چې له دا ډول وحشتونو او وژنو لاس واخلي او د خپل ولس او دولت سره يو ځای د ګډ دښمن پر وړاندې ودرېږي.په ياده پېښه کې د شهيدانو کورنيو ته د ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوم، شهيدانو ته د فردوس جنت او ټپيانو ته د عاجلې او بېړنۍ روغتيا هيله کوم.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha