صفحه اصلی | hiwad | پیغامونه | د جمهور رييس د خواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام

د جمهور رييس د خواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د جمهور رييس د خواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام

د بادغيس دپخواني والي او مدني فعال ډاکتر جمال الدين اسحق د مړينې له امله د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس د خواخوږۍ پيغام په لاندې شرحه رارسېدلى دى:

په خواشينۍ سره مې دا خبر واورېد چې د کونړ ځوان مدني فعال او د بادغيس پخوانى والي ډاکتر جمال الدين اسحق د ورپېښې اوږدې ناروغۍ له امله په حق ورسېد.

انا لله و انااليه راجعون

زه د ډاکتر جمال الدين اسحق مړينه  د ځوانو مدني فعالانو په کتار کې يوه  لويه تشه ګڼم. کورنۍ او دوستانو ته يې تسليت وايم.ډاکتر جمال الدين اسحق خپلو خلکو، ملي ګټو او وطن ته يو ژمن ځوان او مدني فعال و. د ده هڅې د قدردانۍ وړ دي، څښتن تعالى دې پر ده ورحمېږي. کورنۍ او دوستانو ته يې له الله ( ج) نه د زړه صبر غواړم.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha