صفحه اصلی | hiwad | پیغامونه | د اجرائىه رىاست د لومړي مرستيال انجنىر محمد خان د تسلىت پيغام

د اجرائىه رىاست د لومړي مرستيال انجنىر محمد خان د تسلىت پيغام

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د اجرائىه رىاست د لومړي مرستيال انجنىر محمد خان د تسلىت پيغام

په ډېرې خواشىنۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د حزب اسلامي د رهبرۍ غړي او د جمهوررييس سلاکار خالد فاروقي د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.

خداى بښلى خالد فاروقي د سره پوځ د ىرغل پر مهال د سپېڅلي جهاد ىو له مخکښو څېرو څخه و، چې د سره پوځ  د ىرغل پر وړاندې يې نه ستړې کېدونکې مبارزه وکړه. نوموړي د ولس د ىووالي، پرمختګ او په هېواد کې د ىوې سراسري سولې لپاره ډېرې هڅې وکړې.خالد فاروقي ىو هېواد پال، خىرخوا، سوله خوښى او د خلکو خدمتګار شخصىت و چې مړىنه به ىې بې له شکه د هېواد، د جهاد سترې کورنۍ، د ملي ىووالي حکومت او د افغانستان وىاړلي ملت ته لوىه ضاىعه وي. مرحوم فاروقي ته د الله تعالى (ج) له دربار څخه د فردوس جنت، د مرحوم کورنۍ، دوستانو، د حزب اسلامي ټولو غړو او د افغانستان ټول ملت په ځانګړې توګه د پکتىکا ولس ته د تسلىت مراتب وړاندې کوم.ديوبل خبر له مخې :   د ملي شورا دمشرانو جرګې ريىس،اداري هىئت،غړواو د يادې جرګې دارالانشا په ژورېخواشينۍ سره خبر ترلاسه کړ چې د جمهوررييس سلاکار، د ولسي جرګې په پنځلسمه  دوره کې د پکتىکا ولاىت دخلکواستازى،قومي مخور او جهادي شخصىت خالد فاروقي د هغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه،وفات شوى دى.د ملي شورا مشرانو جرګه د ده مړينه يوه ضايعه بولي، او د لوى خداى(ج) له دربار څخه ارواښاد ته فردوس جنت،دکورنۍغړو، دوستانو اود پکتىکا ولاىت مجاهد اومتدىن ولس ته د جميل صبر هيله کوي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha