صفحه اصلی | hiwad | پیغامونه | د جمهوررييس د غم شريكۍ پيغامونه

د جمهوررييس د غم شريكۍ پيغامونه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د جمهوررييس د غم شريكۍ پيغامونه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني د تېليفوني تماس له لارې د زابل ولايت د شاه جوى ولسوالۍ د قومي مشر او د سولې په برخه کې د فعال شخصيت شهيد حبيب اخندزاده د شهادت له امله د هغه له کورنۍ سره غمشريکي او همدردي څرګنده کړه.

د هېواد جمهوررييس د زابل د خلکو ترمنځ د وحدت او ورورولۍ په راوستو او د ستونزو په حل کې د شهيد اسماعيل حبيب‌اخندزاده کارنامې وستايلې او د خداى تعالي (ج) په دربار کې يې هغه ته د فردوس جنت او پاتې کورنۍ ته يې د جميل صبر دعا وکړه.د يو بل خبر له مخې جمهوررييس محمداشرف غني د ټېليفوني تماس له لارې د کورنيو چارو له وزير ستر جنرال تاج محمد جاهد سره د هغه د مور په وفات غمشريکي وکړه او د  تسليت ترڅنګ يې د مرحومې روح ته دعا وکړه. د کورنيو چارو وزير د هېواد د جمهوررييس له غمشريکۍ او تسليت مننه وکړه او د ټولو مرحومانو روح ته يې دعا وکړه.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha