صفحه اصلی | hiwad | پیغامونه | د ولسمشر غني د ډاډګيرنې پيغام

د ولسمشر غني د ډاډګيرنې پيغام

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ولسمشر غني د ډاډګيرنې پيغام

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني په ننګرهار کې د هغې پېښې په اړه خواشيني څرګنده کړه، چې له امله يې پرون سهار يو پلار له خپلو دوو زامنو سره شهيد شو.

د ننګرهار ولايت د شينوارو ولسوالۍ اړوند شېرګړ سيمه کې دغه پېښه د غوڅ ملاتړ ماموريت په ځواکونو د ماين له چاودنې وروسته رامنځته شوه. د ننګرهار والي د پېښې څرنګوالي د معلومولو په موخه يادې سيمې ته پلاوى استولى دى. جمهور رييس غني مسوولينو ته د يادې پېښې د دقيقې څېړنې ترڅنګ هغوى ته لارښوونه کړې، چې د شهيدانو د تکفين او تدفين په موخه د هغوى له کورنۍ سره عاجلې مرستې وکړي.د هېواد جمهور رييس د دغې پېښې د قربانيانو کورنيو ته د تسليت او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او شهيدانو ته د خداى تعالي په دربار کې د فردوس جنت دعا کوي. 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha