صفحه اصلی | hiwad | پیغامونه | د يتيمو، بې سرپرستو او ناخوندي ماشومانو د حمايت د ورځې په مناسبت د جمهور رييس پيغام

د يتيمو، بې سرپرستو او ناخوندي ماشومانو د حمايت د ورځې په مناسبت د جمهور رييس پيغام

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د يتيمو، بې سرپرستو او ناخوندي ماشومانو د حمايت د ورځې په مناسبت د جمهور رييس پيغام

د خوشحالي ځاي دي چې د کابينې د ۱۳۹۵ کال د چنګاش د ۲۶ نېټې له فيصلې سره سم د افغانستان په رسمي تقويم کې په اول ځل، د يتيمو، بې سرپرستو او ناخوندي ماشومانو د حمايت ورځ مشخصه او د روژې د مبارکې مياشتې پنځلسمه نېټه په همدې نوم ونومول شوه.

په افغاني ټولنه کې چې له اوږدې مودې راهيسې له تحميلي جګړې سره لاس و ګريوانده، د يتيمو او بې سرپرستو ماشومانو شمېر کم نه دي او دا د دولت، خيريه ادارو،او خيرمنو کسانو مشترکه دنده ده چې د ټولنې دغه خورا محروم او اسيب پذير قشر ته لازمه توجه وکړيد يوې ټولنې راتلونکې نېمکرغي له دې سره رابطه لري چې نن له خپلو ماشومانو سره څنګه چلند کوي. هغه ماشومان چې د کور د مشرانو د حمايت او محبت له سيوري محروم دي، د ښوونې او روزنې او سالمې ودې لاره يې اغزنه ده او د دوي د ښې آيندې د تضمين لپاره پکار ده چې ټوله ټولنه خپل اسلامي، انساني او وجداني مسوليت  ادا کړي

له نېکه مرغه د اسلام په مقدس دين کې د يتيمانو په حقونو باندې ډېر زيات تاکيد شوي دي. موږ بايد د اسلام د مبارک دين له ارشاداتو سره سم، د يتيمانو حقونو ته پوره پوره توجه ولرو او بې کسه او بې سرپرسته ماشومانو ته د ډوډۍ له برابرولو رانيولې د ذهني سکون تر ورکولو پورې، د هغوي
 د اړتياوو په پوره کولوکې برخه واخلو. د افغانستان د اسلامي جمهوريت حکومت ځان ژمن ګڼي چې د اسلامي
ارشاداتو په رڼا کې او د افغانستان
 د قوانينو او بين المللي ميثاقونو مطابق، د ماشومانو د وضعيت د ښه کولو او په تېره بيا د بې سرپرسته، يتيمو او ناخوندي ماشومانو د حالت د بهتري لپاره خپلې هلې ځلې لا زياتې
 او چټکې کړي.  توقع ده چې د يتيمو،
بې سرپرستو او ناخوندي ماشومانو
 د حمايت ورځ به زموږ په ټولنه کې د بې کسه ماشومانو د حمايت احساس لا عام او پياوړي کړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha