صفحه اصلی | hiwad | پیغامونه | د پروان د ديني عالمانو د مشر د شهادت له امله د خواشينۍ پېغام

د پروان د ديني عالمانو د مشر د شهادت له امله د خواشينۍ پېغام

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د پروان د ديني عالمانو د مشر د شهادت له امله د خواشينۍ پېغام

د پروان د ديني عالمانو د مشر مولوي عبدالرحيم حنفي د شهادت په اړه د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال انجنير محمد خاند د خواشينۍ پېغام

په ژورې خواشينۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د اسلام، هېواد او بشريت دښمنانو د پروان ولايت د عالمانو په مشر او د هغه په شاګردانو بريد کړى او په شهادت يې رسولي دي. د هېواد، خاورې او خلکو دښمنانو يو ځل بيا وښوده چې هدف يې زموږ په هېواد کې شر، فساد او وېره خپرول دي او همدارنګه د خپلو بادارانو په اشاره زموږ قومي مشران، ديني عالمان، استادان، محصلان او سياستوال، ځکه وژني چې زموږ ولس له سالم قيادت نه محروم کړي او عام ولس ته د غلامۍ لارې چارې ولټوي همدا وجه ده چې دوى په دې لاره کې هېڅ ډول ديني، فرهنګي او بشري ارزښتونو ته پاملرنه نه کوي. ديني عالمان د ټولنې د يو بې طرفه قشر په توګه خلکو ته له اسلامي ارزښتونو سره سم د ژوندانه لارې چارې ښيي او د ټولنې د هر وګړي لپاره د احترام او درناوي وړ دي. په ياده پېښه کې د مولوي عبدالرحيم او د قربانيانو کورنيو ته د تسليت مراتب وړاندې کوم او شهيدانو ته د فردوس جنت هيله کوم.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha