صفحه اصلی | hiwad | پیغامونه | د بريد جنرال پوهاند عبدالعزيز عازم د مړينې له امله د ډاډ ګـيـرنې پــيـغام

د بريد جنرال پوهاند عبدالعزيز عازم د مړينې له امله د ډاډ ګـيـرنې پــيـغام

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د بريد جنرال پوهاند عبدالعزيز عازم د مړينې له امله د ډاډ ګـيـرنې پــيـغام

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني د ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ پيغام : په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ،چې د هېواد يو تکړه بريد جنرال پوهاند عبدالعزيز عازم دهغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه په حق ورسېد.

انا لله وانا اليه راجعون

 ارواښاد د ملي دفاع وزارت له تګړه او مسلکي جنرالانو څخه و ، چې ددغه وزارت په بېلابېلو پستونوکې ښه خدمتونه ترسره کړل.  د وسله وال پوځ په چوکاټ کې يې د خپل ماموريت په بهير کې زيات نښانونه او مډالونه ترلاسه کړل. بريدجنرال عازم دکابل ، بدخشان او دلغمان د ولايتونو د والي په توګه هم دنده ترسره کړې وه.دده مړينه يوه ضايعه ده.د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګيرنې مراتب  دارواښاد کورنۍ ، دوستانو دکابل پتمنو خلکو اود هېواد ټولو وسله والو قواو ته څرګندوم او د الله ( ج ) له دربار څخه ارواښاد ته د مغفرت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله كوم.  

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha