صفحه اصلی | hiwad | پیغامونه | د خواشينۍ او غندنې پېغام

د خواشينۍ او غندنې پېغام

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د خواشينۍ او غندنې پېغام

په هلمند کې د ملکي وګړو پر موټر د بم د چاودنې له امله د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال انجنير محمد خان د خواشينۍ او غندنې پېغام په لاندې شرحه رارسيدلى دى:

په ژورې خواشينۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د هلمند په ولايت کې د ملکي وګړو پر موټر د بم د چاودنې له امله يو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په هلمندکې د ملکي وګړو پر موټر دغه بريد يو ځل بيا دا وښوده چې ترهګرې ډلې او د دوى نړيوال او سيمه ييز ملاتړي هيڅ ډول بشري، انساني، اسلامي او افغاني ارزښتونو ته پاملرنه نه کوي او له هرې لارې غواړي د خلکو ترمنځ ويره او ډار رامنځته کړي.

ترهګرې ډلې چې اوسمهال يې له افغان امنيتي ځواکونو سره د مقابلې توان له لاسه ورکړى؛ هڅه کوي چې د خپل قوت دروغجنه ننداره وړاندې کړي او د دغې موخې لپاره يې تل ملکي وګړي د وسيلې او سپر په توګه کارولي دي.د ملکي وګړو وژنه تر هر نامه او عنوان لاندې د زغملووړ نه ده او هڅه بايد وشي چې په هر ډول حالاتوکې د ملکي وګړو ژوندانه ته پاملرنه وشي.ددې زړه بوږنوونکې پېښې  شهيدانو ته د فردوس جنت او کورنيو او خپلوانو ته يې د جميل صبر غوښتونکى يم.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha