صفحه اصلی | hiwad | پیغامونه | د ببرك شينواري د مړينې له امله د ولسمشر د ډاډګيرنې پيغام

د ببرك شينواري د مړينې له امله د ولسمشر د ډاډګيرنې پيغام

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ببرك شينواري د مړينې له امله د ولسمشر د ډاډګيرنې پيغام

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جلالتماب جمهور رييس محمد اشرف غني د ډاډګيرنې پيغام

په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره کې د ننګرهار د خلکو استازي، ببرک شينواري د ورپېښې ناروغۍ له کبله وفات شو. ارواښاد ببرک شينواري د يوه اجتماعي او سياسي فعال په حيث په بېلابېلو وختونو کې د وزارت او وکالت مقامونو ته ورسېد او د هېواد په بحراني وختونوکې يې د ملت د ژغورنې لپاره هلې ځلې وکړې. د ده وفات د افغانستان لپاره يوه ضايعه ده. د ببرک شينواري د وفات په مناسبت د هغه کورنۍ، دوستانو، په ملي شورا کې د هغه همکارانو او د ننګرهار خلکو ته تسليت وايم. الله تعالى دې يې وبخښي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha