صفحه اصلی | hiwad | پیغامونه | د بلوڅي فرهنګ د نړيوالې ورځې په اړه د ولسمشر پيغام

د بلوڅي فرهنګ د نړيوالې ورځې په اړه د ولسمشر پيغام

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د بلوڅي فرهنګ د نړيوالې ورځې په اړه د ولسمشر  پيغام

دبلوڅي فرهنګ دنړيوالې ورځې په مناسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني پيغام :

  خوشحاله يم چې په کابل کې دبلوڅي فرهنګ نړيواله ورځ نمانځل کېږي. بلوڅي فرهنګ دافغانستان او ټولې سيمې يوستر او لرغونى معنوي ميراث  دى چې بايد وپالل شي، ملاتړ يې وشي او معرفي شي .   له نېکه مرغه  دافغانستان اساسي قانون بلوڅي دهېواد ديوې درېـيمې رسمي ژبې په توګه پېژني  او دنورو رسمي ژبو په څېر دهغې دپياوړتيا  او پراختيا  غوښتنه کوي. دغه راز دولت مکلف ګڼل کېږي چې په مورنيو ژبو دزده کړې  زمينه برابره کړي .هيله ده چې دبلوڅي  فرهنګ دنړيوالې ورځې نمانځغونډه  به پلوڅي ژبې او فرهنګ ته توجه لازياته کړي او اړوندې ادارې به خپلو مکلفيتونو ته ور وبولي .  له ټولو هغو کسانو مننه کوم چې ددې  نمانځغونډې بندوبست يې کړى او په دې غونډه کې يې برخه اخستې ده . 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha