صفحه اصلی | hiwad | پیغامونه | د كب ۹مه د افغان امنيتي او دفاعي ځواكونو د ملي ورځې په مناسبت د انجنيرمحمد خان پيغام

د كب ۹مه د افغان امنيتي او دفاعي ځواكونو د ملي ورځې په مناسبت د انجنيرمحمد خان پيغام

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د كب ۹مه د افغان امنيتي او دفاعي ځواكونو د ملي ورځې  په مناسبت د انجنيرمحمد خان پيغام

د کب نهمه د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ ده، د دې وياړمنې ورځې د رارسېدو په مناسبت د هېواد په ګوټ ګوټ کې د هېواد د خپلواکۍ او امنيت په خاطر په مېړانه دفاع کوونکو امنيتي ځواکونو ته د زړه له تله مبارکي وايم.

زمونږ زړور امنيتي او دفاعي ځواکونه دي چې هېواد مو د مختلفو يرغلګرو د شومو موخو لومو ته نه دی لوېدلی، همدوی دي چې د دې قهرمان ملت له هر وګړي او د هېواد له لوېشت لوېشت خاورې څخه په دفاع کې هره ورځ خپل سرونه او تنکۍ ځوانۍ قربانوي.دوی په دې خاوره او د دې هېواد پر ولس حق لري چې سرښندنې يې ونمانځل شي او مېړانې يې د تاريخ په پاڼو کې په زرينو کرښو کې ثبت کړي.افغان قهرمان ولس د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې ويني، په همدې اساس تل د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو په څنګ کې درېدلي او تل به  يې د خپل قاطع ملاتړ څخه برخمن ساتي.افغان مېړنی ولس په خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو وياړي او د ملي يووالي حکومت به د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکنو د لاځواکمنتيا په خاطر د امنيتي ځواکونو په تمويل او تجهيز کې له هېڅ ډول هڅو دريغ ونه کړي.د يو موټي، ځواکمن او آرامه افغانستان په هيله.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha