صفحه اصلی | hiwad | پیغامونه | د ډاډ ګيرنې پيغام

د ډاډ ګيرنې پيغام

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ډاډ ګيرنې پيغام

دافغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني د ډاډ ګيرنې اوخواخوږۍ پيغام په ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې پخوانى رييس تورنجنرال ارکانحرب محمد يوسف فيض د هغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه د اتيا کلنۍ په عمر په حق رسيدلى دى .

 ارواښاد يو وتلى  او  د اکاډميکو  لوړو زده کړو خاوند افسر و ، چې زيات کلونه يې په حربي پوهنتون کې  د هېواد د پوځيانو د ښوونې او روزنې  په لاره کې  تېر کړل.  ارواښاد  د هېواد په کچه  دپېژندل شوي  پوځي  استاد او ښوونکي په توګه  ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي دي . دخپلې ژورې خواشينۍ او ډاډ ګيرنې مراتب  دارواښاد کورنۍ، دوستانو او دافغانستان خلکو ته څرګندوم . او دالله ( ج ) له دربار څخه  ارواښاد ته دفردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل  صبر هيله کوم . 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha