صفحه اصلی | hiwad | پیغامونه | د هند د پخواني ولسمشر عبدالله كلام د مړينې له امله د ولسمشر غني د خواشنۍ او ډاډګيرنې پيغام

د هند د پخواني ولسمشر عبدالله كلام د مړينې له امله د ولسمشر غني د خواشنۍ او ډاډګيرنې پيغام

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني د هند د پخواني جمهور رييس عبدالکلام د مړينې له امله د هند د صدراعظم ښاغلي ناريندرا مودي په نامه په دې شرحه نوي ډهلي ته د خواخوږۍ او ډاډ ګيرنې پيغام استولى دى:

(( په ډېرې خواشينۍ سره مې د هند د پخوانى جمهور رييس او نامتو ساينس پوه ښاغلي عبدالکلام د وفات خبر ترلاسه کړ. ارواښاد عبدالکلام د هند د يوولسم جمهور رييس او د نړۍ د يوه مخکښ ساينس پوه په توګه هند ته ستر خدمتونه ترسره کړي دي. بشپړ باور لرم چې د هند ستر ولس به د خپل دغه لوى خدمتګار لاس ته راوړنې او خدمتونه تل په ياد وساتي.زه د هند د دغې سترې ضايعې په وير کې ځان شريک بولم، په دې وسيله د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب تاسو جلالتمآب، د هند دوست ولس او د ارواښاد درنې کورنۍ ته وړاندې کوم.)) په دغه پيغام کې جمهور رييس غني د هند صدراعظم ښاغلي ناريندرا مودي ته د ښې روغتيا او د هند دوست ولس ته د لا پرمختګ او سوکالۍ هيله کړې ده .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha