صفحه اصلی | hiwad | مرکه | د كار د درې ورځني كنفرانس پايله د وزګارتيا د له منځه وړلو لپاره په زړه پورې وه

د كار د درې ورځني كنفرانس پايله د وزګارتيا د له منځه وړلو لپاره په زړه پورې وه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د كار د درې ورځني كنفرانس پايله د وزګارتيا د له منځه وړلو لپاره په زړه پورې وه

حكومت ځوانانو اونورو هېوادوالو ته دكارموندنې او د زده كړې دامكاناتو دبرابرولو په اړه هرډول هلې ځلې كوي ، څو بياهم گورو چې يوشمېر ځوانان دوزګارتيا له ستونزې سره مخ دي. په دې تړاو دافغانستان دولت ، دكارنړيوال سازمان اوهمدارنګه دافغانستان دكارګرانو او كارمندانو ملي ټولنې په ارګ كې دكار كنفرانس جوړ كړ. هېواد ورځپاڼې په همدې باب دافغانستان دكارګرانو دملي ټولنې له مرستيال ښاغلي غلام علي (( بريال)) سره مركه كړې چې خپرېږي.

 پوښتنه: دكار كنفرانس په ارګ كې جوړشو، دوزګارتيا اودكارګرانو دستونزو دراكمولو لپاره څه پروګرام لرئ؟

ځواب:  د وزګارتيا  ستونزې دلرې كولو لپاره دجمهور رييس دپلان له مخې بايد لويې پروژې پلي شي. اوس د وزګارتيا ستونزه لېدل كېږي .له ۲۰۱۵ زېږديز كال راهيسې تر ننه پورې دافغانستان كارګران او نور ځوانان له ځينو ستونزو سره مخ دي. لومړى داچې وزګارتياو او بېوزلي په بشپړه توګه نه ده لري شوې دافغانستان د كارګرانو ټولنه له دغه ناورينه اندېښمنه ده ، خوموږ په بېلابېلو وختونو كې خپل نظرونه وړاندې كړي دي. د روان لمريز كال دغويي مياشتې له ۹ مې تر ۱۱ مې دكاركنفرانس په ارګ كې جوړ شوه  دكنفرانس موخه داوه چې دافغان ځوانانو ، خويندو اوكارګرانو لپاره څه وكړو چې دكارزمينه ورته برابره شي؟ همداسې دښه اومناسب كار لپاره به دكار له خاوندانو سره خبرې وشي. له دې وړاندې هم دكاركنفرانس  جوړ شوى و، چې پريكړو يې بايد عملي بڼه غوره كړې واى په دغه كنفرانس كې داساسي ستونزو د حل كولو په تړاو خبرې وشوې دكارخاوندانو و، دكارګرانو ملي ټولنې ، دافغانستان دولت اوپه ځانګړې توګه كارپوهانو، اړوندو ادارو او دسكتوري وزارتونو استازو دكار په كنفرانس كې ګډون وكړ او دكار او وزګارتيا په ستونزو بحثونه وشول. په پايله كې دجمهوررييس دپلان په رڼا كې ديوې ښې كړنلارې دپيدا كولو لپاره زيار واېستل شو، دكارموندنې اوپه تېره بيا دځوانانو دبوختيا او د  وزګارتيا دكچې  درا ټيټولو لپاره ښه وړانديزونه وشول او كنفرانس يوې ښې پايلې  ته دافغانستان دكارګرانو ملي ټولنه هيله لري، چې په وروستيو كې دسولې د راوستولپاره چې كومې هلې ځلې شوي دي ،موږ دغه هلې ځلې ستايو او وايو، چې كاراوسوله دواړه سره تړلي دي.

 همدا اوس په افغانستان كې ځوانان ، ښځې، سپين ږيري اوماشومان په مخدرو موادو روږدي دي. ډېر ماشومان چې دكار توان نه لري په سختو او شاقه كارونو بوخت دي ، يوازې په كابل ښار كې شپېته زره ماشومان شاقه كارونه كوي او دموټرو په پريمينځلو او دپلاستيكونو په ټولولو بوخت دي. دغه راز ډېرماشومان دخښتوپه بټيو كې كاركوي آن تردې چې كورنۍ يې دكارله څښتنانو سره ګرو ګانې ناستې دي. دا ډېر دخواشينۍ ځاى دى ، چې زموږ ماشومان سخت كارونه كوي .موږ هيله من يو چې دټولو ناخوالو دله منځه وړلو او راكمولو لپاره په عملي چارو لاس پورې كړو.هيله ده دياد شوى كنفرانس پريكړه دشعارپه بڼه نه وي ، بلكې عملي بڼه ولري .همداشان دبېوزلو او وزګاروځوانانو، خويندو اوميندو لپاره دكار زمينه هم بايد برابره شي.موږ دكار،ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو له وزارت څخه هيله لرو، چې د وزګارتيا دستونزې دلرې كولو لپاره خپلې هلې ځلې زياتې كړي ، ترڅو دهېوادوالو اقتصادي حالت ښه شي.

                     محبوب _ هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha