صفحه اصلی | hiwad | مرکه | منظور پښتىن: پښتانه نور له جګړې ستړي شوي

منظور پښتىن: پښتانه نور له جګړې ستړي شوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
منظور پښتىن: پښتانه نور له جګړې ستړي شوي

منظور پښتىن واىي: پښتانه وروڼه د پاکستاني پوځ له خوا ځورول کېږي، ځکه چې هغه د پښتو د غىر قانوني وژنو پر ضد غږ پورته کړى او د خپل قوم د ژوند خراب وضعىت ىې په ىوه ملي موضوع بدل کړى دى. (( د پښتون ژغورنې غورځنګ)) مشر منظور پښتىن، له دوىچه وىله سره په مرکه د دغه غورځنګ د هدفونو، پر هغه باندې د افغانستان د ملاتړ لرلو د تورونو او له پښتونو سره د لسىزو بې عدالتي چې سىمې يې د جګړې په مىدان بدلې شوې، په اړه غږېدلى دى.

پوښتنه: د (( پښتون ژغورنې غورځنګ)) اهداف څه دي او د پښتنو د نورو ګوندونو له اهدافو څه توپىر لري؟

ځواب: زموږ اهداف روښانه دي. موږ غواړو چې ټول ورک شوي کسان دې آزاد شي. که هغوى کوم جرم کړى وي، نو په محکمه کې دې ورته سزا ورکړل شي. د پښتنو غىرقانوني وژنې دې نورې ختمې شي. ىو قضاىي کمېسىون دې رامنځ ته شي او دغه وژنې دې وڅېړي، ځکه موږ فکر کوو چې هغه له مخکې پلان شوې دي. نقىب الله محسود، چې د راو انور ( په کراچۍ کې د پولىسو چارواکي) له خوا ووژل شو، په ناسمه توګه د طالب په پلمه قتل شو.

موږ همداراز غواړو چې چارواکي په فاټا سىمه کې د پوځي عملىاتو پر مهال ځاى پر ځاى شوي ماىنونه پاک کړي، نىمه پوځي قواوې دې د تلاشۍ په پلمه د پښتونو کورنۍ ځورونه بنده کړي او په شمال او سوىلي سىمو کې دې خلک په امنىتي پوستو کې نه سپکىږي. دا زموږ غوښتنې دي. زه فکر کوم چې د پښتنو نورو ګوندونو پرې ټىنګار نه دى کړى.

پوښتنه: د نادرکه شوىو کسانو د آزادولو په اړه ستاسو غوښتنې ته د پاکستاني پوځ ځواب څه دى؟

ځواب : استخباراتي ادارو ما ته وىلي دي چې زه باىد له دې غوښتنې لاس واخلم، خو ما هغوى ته روښانه کړې ده چې که آن ټول نادرکه شوي کسان ىې وژلي هم وي، نو باىد دغه څه موږ ته وواىي. هغوى ما ته وىلي چې د نادرکه شويوکسانو د آزادۍ او د غىرې قانوني وژنو له درولو پرته به نور هر څه ومني.

پوښتنه: تاسو څه موده وړاندې په پېښور کې ىوې غونډې ته ووىل، چې د طالبانو د وىاند احسان الله احسان او د پخواني لومړي وزىر پروىز مشرف، د محکمې غوښتونکي ىاست. دا کار څوک کولى شي؟

ځواب : زه ىوازې د بشري حقونو د تر پښو لاندې کېدو په اړه خبرې کوم خو ځىنو کسانو د (( خائين)) او (( ترهګر)) ټاپه لګولې ده، خو احسان الله احسان تر ټولو لوى ترهګر دى او مشرف اصلي خائين دى چې د پاکستان دىموکراتىک جوړښت ىې خراب کړ او د بلوچستان د پخواني لومړي وزىر نواب اکبر بوګدي، د وژلو په ګډون ىې ډېر جرمونه ترسره کړل.مشرف او احسان دواړه د بېګناه کسانو د وژنو مسوول دي. احسان دا کار د خپل ترهګر سازمان له لارې وکړ او مشرف بىا د اساسي قانون خلاف عملىاتو له لارې عام وژنه ترسره کړه چې په پاىله کې ىې زموږ سىمې بربادې شوې.

پوښتنه: د نادرکه شوىو کسانو او غىر قانوني وژنو موضوع ىوازې په فاټا پورې محدوده نه ده. آىا پلان لرئ چې د پاکستان په نورو برخو کې له زىانمنو شوىو کورنىو سره کار وکړي چې مؤثرتىا مو ډېره شي؟

ځواب : زه به خوشحاله شم چې له نورو سره ىوځاى کار وکړم. دا ىوه ملي موضوع ده او موږ ىې باىد په نطفه کې له منځه ىوسو.

پوښتنه: تاسو وايئ  چې پاکستاني پوځ د پښتنو د ځورېدو لامل دى. ستاسو دغه ادعا پر څه ولاړه ده؟

ځواب : د پاکستان لوړپوړو پوځي چارواکو په وار وار وىلي ، چې هغوى مجاهدىن رامنځ ته کړل او له پښتنو څخه ىې د پخواني شوروي ځواکونو پر ضد په جګړه کې کار واخىست. له هغه وخت راهىسې فاټا د ىاغىانو له پاره د ىوه امن پټنځاى په توګه کارول    شوې ده او د ترهګرو د روزنې سىمه ده. پښتانه له دې کبله ډېر ځورىدلې دي.

پوښتنه: آىا ستاسو غورځنګ د پاکستان او افغانستان پښتانه سره ىو کولاى شي؟

ځواب : زموږ غورځونګ د پښتنو د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو ضد دى. دا د اساسي قانون پر اساس ىو غورځنګ دى، ځکه زموږ غوښتنه هم د اساسي قانون پر خلاف نه ده. که له پاکستان څخه د طالبانو پټنځاىونه پاک شي، په ځانګړې توګه له فاټا څخه او که د پاکستان حکومت د (( ښو او بدو طالبانو)) سىاست پرېږدي، نو د افغانستان پښتانه به هم د آرامۍ ساه وباسي.

پوښتنه: آىا د پښتون ژغورنې غورځنګ، د پاکستاني چارواکو له خوا ګواښل کېږي؟

ځواب : ىو شمېر امنىتي چارواکو راته وىلي ، چې که مې خپل فعالىتونه و نه درول نو ما به ((خائين اعلان)) کړي. هغوى همدا کار وکړ. هغوى اوس زما پر ضد د پروپاګند ىو کمپاىن پىل کړى چې ګواکې زه د هندوستان او افغانستان استخباراتي ادارو لپاره کار کوم. هغوى همداراز زه ګواښلى ىم چې د (( حکومت پر ضد فعالىتونو)) په تور به مې بندي کړي.حقىقت خو دا دى چې هغوى داسې کوم ثبوتونه په لاس کې نه لري، چې ثابته کړي چې افغانستان زما ملاتړ کوي. زه ىوازې د پښتنو د اساسي حقونو لپاره مبارزه کوم. زه وېره نه لرم، ځکه زه د خلکو ملاتړ له ځانه سره لرم. پښتانه له دې جګړې او ((مړ ىې کړه او سترګې پرې پټې کړه)) سىاسته ستړي شوي دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha