صفحه اصلی | hiwad | مرکه | د افغانستان اوهند ترمنځ سوداګرۍ پرمختګ كړى

د افغانستان اوهند ترمنځ سوداګرۍ پرمختګ كړى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان اوهند ترمنځ سوداګرۍ پرمختګ كړى

په اوسني وخت كې دهند اوافغانستان ترمنځ دمځكې اوهواله لارې سوداګرۍ پرمختګ كړى او چهابهار بندر ته دهند د غنمو رسېدل اوله هغه ځايه افغانستان ته دغنمو واردېدل ددغې سوداګرۍ ښه بېلكه ده. اوسمهال د افغانستان تازه ميوې اوسبزيجات دهوا له لارې بهر ته لېږدول كېږي او دافغان توكو سوداګرۍ ډېرپرمختګ كړى دى .دهېواد ورځپاڼې خبريال دافغانستان دسوداګرۍ اوصنايعو دخونې دپاليسۍ اوتخنيك له مرستيال ښاغلي شفيق الله (( عطايي)) سره مركه كړې ، چې خپرېږي.

 پوښتنه: دافغانستان اوهند ترمنځ د مځكې او هوا له لارې سوداګري څنګه پرمخ درومي؟

 ځواب: دهوا له لارې له زرو ټنو ډېر سوداګريز توكي هند ته لېږدول شوي او همداسې دمځكې له لارې هم  په منظم اوغيرمنظم ډول سوداګريز توكي لېږل كېږي، خواوس دافغانستان ډېره سوداګري دهوا له لارې تر سره كېږي، دا چې دهوايي دهليز له لارې دافغانستان اوهند ترمنځ سوداګرۍ پرمختګ كړى دى ، لامل يې د هوايي دهليزونو پرانيستل ، ارزانوالى او خونديتوب دى ، چې سوداګروته ځانګړى ارزښت لري.

 په داسې حال كې چې دافغانستان حكومت دهوايي دهليزونو په پرانيستلو كې پوره ملاتړ څرګند كړى او خصوصي سكتور هم ددولت ملاتړاوهمكارۍ ته ډېره اړتيا لري. هوايي دهليزونه دتوكو او اموالو په ژر لېږد كې فعاله ونډه لري په دې لاره كې ځينې ستونزې تريوه بريده پاتې دي، چې دهغو دلرې كولو لپاره هلې ځلې روانې دي چې دا ستونزې وړې او د خفګان وړ نه دي.

 پوښتنه: اوس دافغانستان اوپاكستان ترمنځ سوداګري څنګه روانه ده؟

 ځواب: دسوداګرۍ په برخه كې خصوصي سكتور دنړۍ له ټولو هېوادونو سره داړيكو دټينګولو غوښتونكى دى ،خوپه دې شرط چې سوداګرو او خصوصي سكتور ته څوك خنډ نه شي او دبهرنيو هېوادونو سوداګرو ته هم ستونزې پيدانه كړاى شي . دسوداګرۍ اوصنايعو دخونې له نظره دنړۍ له ټولو هېوادونو سره سوداګريزې اړيكې يوه ضروري اړتيا ده. هغومره چې موږ له هند سره دسوداګرۍ دپراختيا غوښتونكي يو له پاكستان سره هم ددغسې سوداګرۍ دپرمختګ او پراختيا پلويان يوو. يو لړ قوانين چې دسوداګرۍ په تړاو بايد په پام كې ونيول شي هغه دښه نيت درلودل، يودبل درناوى كول اوهمدارنګه له لاسليك شويو تړونونو پيروي كول دي. هغه اصول چې په دې برخه كې مطرح شوي بايد له هغو ټول اطاعت وكړي. له بده مرغه چې له پاكستان سره دافغانستان په سوداګرۍ كې كموالى راغلى دى.

 زموږ سوداګري اوس له پاكستان سره په خواره واره ډول ترسره كېږي. موږ بيا هم په زغرده وايو، چې له پاكستان سره دسوداګرۍ پرمختګ يوه اړتيا ده ، خو په دې شرط چې يوبل ته درناوى وشي. د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري اوهمداسې په نوروكړنو اومعاملو بايد له سره كتنې اوخبرې وشي ، كه څه هم چې تېر كال پاكستان دتعرفو په لوړولو كې په ځينو كړنو لاس پورې كړ ، چې زموږ دخصوصي سكتور انديښنې يې راوپارولي اوهمداشان دتورخم بندر څو ځله دسوداګرو دمالونو دلېږد پرمخ وتړل شو. دا هغه بحثونه دي چې كولى شي ددواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ترينګلې او ورته تاوان پېښ كړي. زه بيا هم وايم چې له پاكستان سره دښو سوداګريزو اړيكو پلويان يو  چې دا اړيكې په منظم ، ښه ، معقول اويوبل ته ددرناوي پراصولو ولاړې وي. دا ډول سوداګري ددواړو هېوادونو په ګټه ده، نو دښو اړيكو دټينګولو لپاره بايد هلې ځلې وشي. 

 نوري

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha