صفحه اصلی | hiwad | مرکه | د برېښنايي پروژو بشپړېدل او د سيمې پرخلكو يې اغېزې

د برېښنايي پروژو بشپړېدل او د سيمې پرخلكو يې اغېزې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د برېښنايي پروژو بشپړېدل او د سيمې پرخلكو يې اغېزې

دجوزجان ولايت په يتيم طاق ولسوالۍ كې د ۳۹ ميليونو ډالرو په ارزښت له ګازو د برېښنا دتوليد پروژه د ۴۰ ميگاواټو په ظرفيت جوړېږي ،په دغې پروژه كې به سلګونو هېوادوالو ته دكار زمينه برابره شى او په منځني ډول به دېرش زره كورنۍ او ۱۰۰ منځنۍ اوكوچنۍ توليدي فابريكې له برېښنا څخه برخمې شي. ددغې برېښنايي پروژې تړون دافغانستان دجمهور رييس محمداشرف غني په حضور كې دبيات پاور برېښنا دوېش دخدمتونو له كمپنۍ سره لاسليك شو ددغې پروژې بشپړېدل اوهمدارنګه دهوايي سوداګريزو دهليزونو پرانيستل دهېواد په اقتصادكې مثبت بدلون راوستلى شي او برېښنايي توليدي پروژې هم زموږ اقتصادي پرمختګ ګړندى كولاى شي.دهېواد ورځپاڼې خبريال دافغانستان دسوداګرۍ او صنايعو د خونې د پاليسۍ اوتخنيك له مرستيال ښاغلي عتيق الله (( عطايي)) سره مركه كړې ، چې خپرېږي.

 پوښتنه: دجوزجان په ولايت كې د ۴۰ ميگاواټو برېښنا په ظرفيت دفابريكې جوړول دخلكو په ژوند كې څومره بدلون راوستلى شي .

ځواب: دجوزجان په ولايت كې د برېښنا دتوليد د پروژې بشپړېدل دخلكو اقتصاد غښتلى كوي له شك پرته كومې ستونزې چې د صنعت په برخه كې  دپانګې دجذب اوله پانګې نه دملاتړ پروړاندې پرتې دي هغه دپرله پسې ډاډمنې دوامدارې برېښنا نه شتون دى چې له امنيتي ګواښ نه وروسته دويم ګواښ دخصوصي سكتور پروړاندې شمېرل كېږي، نودغې ستونزې ته په كتو سره كېداى شي د برېښنا دوېش سم، رښتينى او اغېزمن بهير منځ ته راشي ، چې فابريكو اوصنايعو ته داړتياوړ برېښنا ورسول شي.

 ده زياته كړه: دافغانستان دسوداګرۍ اوصنايعو د خونې هغه سروې چې تېركال يې ترسره كړې ښيي چې له امنيت وروسته هغه ګواښ چې دخصوصي سكتور پروړاندې پروت دى هغه د برېښنا نشتوالى دى، نو د افغانستان د سوداګرۍ اوصنايعو خونه دشبرغان د يتيم طاق په ولسوالۍ كې د ۴۰ ميگاواټه فابريكې له جوړولو ملاتړ كوي او ددغې  فابريكې منځ ته راتلل دهېواد په اقتصاد كې يو گټور خوځښت بولي. موږ هڅه كوو چې دخصوصي سكتور داړتيا وړ برېښنا په ارزانه بيه او منظم ډول له ځنډ پرته ددوى په واك كې وركړل شي. برېښنا بايد دهېواد په دننه كې توليد شي اوآن تردې چې بهرنيو هېوادونو ته هم صادره شي . په اوسنيو شرايطو كې لږ ترلږه صنايعو ته د برېښنا دستونزې يوه برخه لرې كېداى شي ، ترڅو فابريكې تريوه بريده فعالې وساتي . موږ اوس برېښنا ته ډېره اړتيا لرو ،بايد په ښه او ارزانه ډول دصنعتكارانو او صنايعو په واك كې وركړل شي .

ښاغلي عطايي ډاګيزه كړه: له بده مرغه چې دوامداره او ډاډمنه برېښنا له اساسي موضوعاتو شمېرل كېږي ،دغه بهير بايد په شفاف ډول دوام ومومي چې موږ وتوانېږو د لويو تړونونو د لاسليك كولو شاهدان واوسو.

 پوښتنه: اوسمهال دافغانستان سوداګري د منځنۍ آسيا له هېوادونو ،چين اوتركيې سره څنګه پرمخ درومي؟

 ځواب: په دې وروستيوكې د افغانستان دسوداګرۍ اوصنايعو خونې هم دسوداګرۍ په برخه كې اغېزمن رول لوبولى دى،هغه دبېلابېلو سوداګريزو تعاملونو لپاره ځاى ناستې او ګزينې دي. له يوې خوا افغانستان دبهرنيو توليداتو لپاره په تېره بيا دسيمې هغه هېوادونه  چې پراخ توليدات لري يو ښه بازار دى سربېره پردې ، غوره سوداګريز فرصتونه لري اوهمدارنګه د كرنيزو توليداتو اومحصولاتو په برخه كې په سيمه كې ښه ښه چانسونه لري چې د بېلابېلو هېوادونو په تېره بيا دمنځنۍ آسيا له هېوادونو سره سوداګرۍ ته پراختيا وركولى شو په ۱۳۹۶ لمريز كال كې د افغانستان جمهور رييس محمداشرف غني دازبكستان له حكومت سره سوداګريز تړونونه لاسليك كړل. په تېرو كلونو كې هم كوم تړونونه چې له بېلابېلو هېوادونو سره لاسليك شوي وو هغه ټول ددې واقعيتونو څرگندويي كوي ،چې دافغانستان سوداګري دپرمختګ په حال كې ده او دمنځنۍ آسيا له هېوادونو سره په سوداګرۍ كې لوړوالى راغلى دى.  څرنګه چې هېوادوال خبردي دلاجوردو د لارې تړون هم لاسليك شوى چې افغانستان به په سيستماتيك ډول له يادې لارې له تركيې اواروپا سره ونښلول شي.بيا هم زه تكراروم چې زموږ دهېواد سوداګري دپرمختګ په حال كې ده ، خو ځينې ستونزې هم دسوداګرو پروړاندې پرتې دي، دغو ستونزو او ګواښونو ته بايد دپاى ټكى كېښودل شي . له نېكه مرغه په دې لړ كې هلې ځلې شوي دي. داهلې ځلې بايد پراخې كړاى شي اوپه اساسي او بنسټيز ډول ګامونه اوچت شي، د ملي وحدت د حكومت دكړنو ستاينه كوو ، خو دامنيت په خوندي كولو كې اوهمداسې دخصوصي سكتور دځان اومال دامنيت په ساتلو كې بايد هرډول آسانتياوې برابرې شي او ددغو ستونزو لرې كولو ته بايد پاملرنه وشي ، چې زموږ دهېواد سوداګري او صنايع پرمختګ وكړي.

محبوب_ هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha