صفحه اصلی | hiwad | مرکه | د امريكا مالي مرستې بايد پر بنسټيزو پروژو ولګول شي

د امريكا مالي مرستې بايد پر بنسټيزو پروژو ولګول شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د امريكا مالي مرستې  بايد پر بنسټيزو پروژو ولګول شي

په دې وروستيو كې دامريكا دكانګرس استازې ديوه هئيت پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلې وه او دافغانستان له جمهور رييس محمداشرف غني او اجرائيه رييس ډاكتر عبدالله عبدالله سره يې خبرې وكړې او د درېو كلونو په موده كې يې دملي وحدت دحكومت لاسته راوړنې او پرمختګونه وستايل امريكا له افغانستان سره د ستراتېژيك تړون له مخې خپلو مرستو ته دوام وركوي، تر څو په افغانستان كې سوله ، ثبات او پرمختګ راشي. دهېواد ورځپاڼې خبريال دافغانستان دعلومو اكادمۍ له غړي او ليكوال ښاغلي سلطاني منگل سره مركه كړې چې خپريږي.

پوښتنه : دامريكا دمرستې دوام له افغانستان سره دسولې، پرمختګ اوبيارغاونې لپاره څنګه ارزوئ؟

ځواب: افغانستان په يوه جنګي حالت كې قرارلري، يولورته يې كورنۍ ستونزې اوبل لورته يې دګاونډيو هېوادونو لاسوهنې زموږ په هېواد كې دوام لري، نو له افغانستان سره دامريكا د مرستو دوام او ددغه هېواد دكانګرس دغړو راتګ  افغانستان ته دسولې اوثبات په راوستو كې مثبت گام دى. ټول هېوادوال په دې پوهېږي چې له نږدې څلورو لسيزو راپه دې خوا زموږ په وطن كې جګړه دوام لري. پرافغانانو جګړه تپل شوې او دهېواد په ځينو سيمو كې ناامني اوبې ثباتي ليدل كېږي، نو له افغانستان څخه دامريكا ملاتړ افغانان ديوې ځلانده راتلونكې لپاره ډاډ منوي.

دافغانستان شتمني په جګړو كې ويجاړه شوې او له منځه تللې لكه: اقتصادي، فرهنگي اوهمدارنګه سياسي بنسټونه ، خو اوس هم زموږ هېوادوال په ډېر ناوړه حالت كې ژوند تېروي ، نو دامريكا مرستې ته ډېره اړتيا ليدل كېږي.موږ وينو چې بې گناه هېوادوال دوسله والو طالبانو او مخربو ډلو لكه ، دداعش له خوا په بې رحمۍ سره شهيدانېږي ، داسې ورځ نه شته چې دهېوادوالو دوژل كېدو خبرونه خپاره نه شي. سرتېري ، ملكي وګړي، ماشومان، سپين ږيري او نجونې دجګړې او ځان وژونكو بريدونو قربانيان دي. موږ له ډېرو لويو ستونزو سره مخ يو، كه څه هم دڅو تېروكلونو په پرتله دهېوادپه وضعيت كې ښه والى راغلى ، خو دا په دې مانا نه ده  چې دجګړې ټغر ټول شوى دى، دبهرنيو هېوادونو جګړه دوام لري. كه چېرې ددغو مخربو كړيو د فعاليت مخه له افغانستان څخه دباندې او دننه ونه نيول شي كېداى شي دغه استخباراتي كړۍ جګړه اوږده كړي، نوپه كار ده چې امريكا لكه څنګه چې په دې وروستيو كې يې خپل هراړخيزملاتړ دافغانستان له حكومت اوخلكو څرګند كړى ، مرسته شوې پيسې دې دبنسټيزو پروژو ، پرمختګ اوبيارغاونې پربهير ولګول شي.

 ده زياته كړه: افغانستان دامريكا اونورو سوله دوستو هېوادونو ملاتړ ته اړتيا لري.ددغو هېوادونو مرسته له افغانستان سره ډېره گټوره ده، دمرستو دوام افغانان پرپښو درولى شي، نوموږ دامريكا له خلكو ، حكومت اوجمهور رييس څخه دا هيله لرو ، چې له افغانستان سره دبنسټيزو پروژو په پلي كولو كې مرسته وكړي، ترڅو هېوادوالو ته دكار كولو زمينه برابره شي. دغيرپلاني اوبې بنسټه پروژو پلي كول ګټه نه لري، ځكه دغه راز پروژې چې بشپړېږي له لنډې مودې وروسته له منځه ځي او دهغوآثار او نښانې هم نه پاتې كېږي. له افغانانو سره په اساسي توګه كاركول په كار دي، اوس زموږ دهېواد ډېرې اوبه ګاونډيو هېوادونو ته بهېږي ، داوبو دبندونو په جوړولو كې د امريكا اونورو دوستو هېوادونو مرسته اړينه ده، څو دافغانستان كرنه وده وكړي. لكه دكونړ،هلمند، دآموسينداوهمداسې دپنجشېر دسيندونو اوبه سربېره پردې په بغلان كې  دې هم دسيند اوبو ته پاملرنه وشي.اوس په هېواد كې دوزګارتيا اوبيكارۍ ستونزه ډېره شوې ده، ددغې ستونزې دله منځه وړلو لپاره په كارده چې امريكا دافغانستان له حكومت سره مرسته وكړي، ترڅو دپخوا په څېر لويې پروژې پيل شي اوخلك په كې په كار بوخت شي.

دتېرو شپاړسو كلونو په موده كې ، بنسټيزكارونه لږ ترسره شوي دي ، له دې وروسته دې د بنسټيزو پروژو پلي كولو ته پاملرنه وشي. دبنسټيزو پروژو پلي كول جګړه كمزورې كوي اودسولې راوستو بهير ګړندى كوي لكه دټاپي پروژه چې دافغانستان له خاورې تېريږي. په دغو پروژو كې ځوانانو ته دكارزمينه برابرېږي او دوسله والو مخالفينو له ليكو راوځي.نور لويديځ هېوادونه هم دنده لري چې دافغانستان داقتصاد دپياوړي كولو او دبنسټيزو پروژو په پلي كولو كې ونډه واخلي ، ځانونه دې دبيارغاونې او پرمختګ له چارو لرې نه ساتې ، څوافغانستان سولې او پرمختګ ته لاره پرانيزي.

                          محبوب_ هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha