صفحه اصلی | hiwad | مرکه | کابل ته د خاقان عباسي راتګ که د پاکستان د پټو شبکو په خوښه وي مثبتې پايلې به ولري

کابل ته د خاقان عباسي راتګ که د پاکستان د پټو شبکو په خوښه وي مثبتې پايلې به ولري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
کابل ته د خاقان عباسي راتګ که د پاکستان د پټو شبکو په خوښه وي مثبتې پايلې به ولري

ټاکل شوې د راتلونكې جمعې په ورځ د پاکستان صدراعظم خاقان (( عباسي)) د پاکستان اوافغانستان ترمنځ د روانو کشالو او لانجود حل او يوطرفه کولو په خاطرافغانستان ته سفروکړي، خوداچې دغه ماموريت به دا ځل کومه نتيجه ورکړي او که به د تېر په څېر د نړيوال ذهنيت د تېر اېستلو لپاره يوه پلمه وي په دې اړه مو د هېواد د تکړه سياستوال او د افغانستان د علومو اکادمۍ د سلاکار حبيب الله رفيع نظر وغوښت، ده دخپلو خبروپه پيل کې داسې وويل :

ترهګري د افغانستان او پاکستان دواړو لپاره په مادي ، معنوي، فرهنګي ،  اقتصادي او نظامي برخو کې زيانمنه ، خو په امنيتي او اقتصادي لحاظ يې ضرر له ټولو ډېردی، ځکه ومو ليدل چې دواړه هېوادونه تر اوسه ډېر ترې زيانمن شوي دي. ډېرځلې د نړيوالو په منځګړتوب د سولې او جوړجاړي په تمه خبرې کښته او پورته شوې، خود پاکستان د دوه مخو پاليسيو له امله يې کومه  نتيجه ورنه کړه ، داچې ولې اوس پاکستان  په خپله خوښه خبرو ته غاړه ايښې ده وجه يې داده ، چې د نړيوالو فشارونو د زياتېدو له امله اوس دغه هېواد اړ شوی، چې نور د ترهګرۍ په مهارولو کې چې خپله يې طراح دی او و ، برخه واخلي.

ده  د دې پو ښتنې په ځواب کې چې د ترهګرۍ په مخنيوي او په افغانستان کې د سولې د تامين په اړه پاکستان تل له نړيوالو اوافغانانو سره له دوه مخي سياسته کار اخيستى دی، تاسې دا ځل دغه ماموريت څنګه ارزوئ ؟

وويل: داسمه ده چې د پاکستان ملکي او انتخابي حکومتونه له هغه تصميمونو نه خبريږي چې د پاکستان د جاسوسۍ اونظامي ادارې له خوا نيول کېږي، نوکه خاقان عباسي د پاکستان له پټو شبکو سره مصلحت کړي وي او هغوی هم دې ته حاضر وي ، چې ترهګري له منځه لاړه شي، نو دا سفر به ګټوراو بريالى وي اومثبت نتايج به ولري. همدارنګه که پاکستان نيت کړى وي، چې په افغانستان کې له لاسوهنې لاس واخلي او په نړيواله کچه د ترهګرۍ سرپرستي پريږدي، نو په اقتصادي ډګر کې به هم ګټه وکړي او د افغانستان له لارې به يې سوداګريز توکي منځنۍ آسيا ته ولاړ شي او له اوسنۍ اقتصادي انزوا به را ووزي. د دې اقتصادي ښيګڼو تر څنګ به د ټاپي پروژه هم بريالۍ شي او پر دې سربيره به پاکستان وکړای شي، چې د منځنۍ آسيا له هېوادو څخه دبرېښنا د انرژۍ مزي اود غازو پايپ لاينونه را وغځوي اونور هغه امکانات به هم ترلاسه کړي چې تر اوسه يې نه درلودل.

 ښاغلى حبيب الله رفيع زياتوي: دا سمه ده چې پاکستان تل دوه مخى سياست کړى عامه او نړيوال ذهنيت او په ځانګړې توګه د امريکا حکومت يې تېراېستلى  او څه يې چې قول کړى هغه يې په عمل کې نه دي  پلي کړی ، چې د دوی د دې پاليسۍ له مخې نه يوازې افغانستان، بلکې امريکا هم زيانمنه شوې ده، خو اوس امريکا په بنسټيزډول پو هېد لې او د امريکا د ولسمشر ټرمپ پاليسي هم داده چې لومړی د امريکا ګټې او بيا د خپلومتحدينو ګټې ، خوندي وساتي او اوس دا ورته څرګنده شوې ، چې پاکستان په مستقيم ډول د هغوی د ګټو پر وړاندې ولاړدی، نو له دې کبله يې د خپلوګټو د خوندي ساتلو لپاره پر پاکستان فشار راوړ او نور به اجازه ورنه کړي چې د تېراېستونکي سياست پر بنا د امريکا د ګټو پر ضد ګام واخلي، نو له همدې امله پاکستان سروهلى او بر وهلى د نړۍ زياترو هېوادو ته مراجعه وکړه ، خو کومه نتيجه يې ورنه کړه ، ځکه هغه امکانات چې له امريکا به يې  تر لاسه کول له بل چا يې نه شي تر لاسه کولای، نو مجبور شو، چې اوس له سره د امريکا د ګټو په ساتلو کې خپلې ګټې ولټوي او په افغانستان کې له هغو اعمالو لاس واخلي چې امريکا پرې متضرره کېږي.

يعقوب امين

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha