صفحه اصلی | hiwad | مرکه | هيله ده چې په ۱۳۹۷ لمريز كال كې د سولې مينې او سمسورتيا شاهدان واوسو

هيله ده چې په ۱۳۹۷ لمريز كال كې د سولې مينې او سمسورتيا شاهدان واوسو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
هيله ده چې په ۱۳۹۷ لمريز كال كې د سولې مينې او سمسورتيا شاهدان واوسو

دافغانستان دكارګرانو ملي ټولنې د نوي كال لپاره دكارموندنې ، نيالګيو اېښودلو اودپاك چاپېريال دساتنې لپاره بېلابېل پروګرامونه په پام كې نيولي وو ،ترڅو ځوانان اونور هېوادوال وكولاى شي خپل ژوند په ښه توګه پرمخ بوزي او په ورځنيو چاروكې بوخت شي.كه څه هم دولت دامكان تربريده دخلكو دبوختياو لپاره ډېرې لويې اقتصادي پروژې پلي كړي اويا دپلي كېدو په حال كې دي لكه: دسلمابند پروژه ، دټاپي پروژه ، دكاسازرپروژه ، دكجكي بند پروژه اوهمداسې نورې پروژې .داچې دافغانستان دكارګرانو ملي ټولنې په نوي كال كې دكار په برخه كې كوم پروګرامونه درلودل ، دهېواد ورځپاڼې خبريال دكارګرانو د ملي ټولنې له مرستيال ښاغلي غلام علي ((بريال)) سره مركه كړې ، چې خپرېږي.

پوښتنه: دكارموندنې ملي كنفرانس چې په نوي كال كې پرانيستل كېږي ،له دغه كنفراس څخه ستاسو موخه څه ده؟

 ځواب: دافغانستان دكارګرانو ملي ټولنه ، دولت اوپانګه اچوونكي دكار دنړيوال سازمان په همكارۍ په افغانستان كې دغوره كارونو دپيدا كولو  چې دنوي كال له پيلېدو سره سم پيلېږي دخلكو لپاره دكارموندنې دښو زمينو دپيدا كولو لپاره دافغانستان په سطحه يو پراخ ، غښتلى اوپرتمين ملي كنفرانس جوړوي اوپه دغه كنفرانس كې به هغه ظرفيتونه او وړتياوې وارزول شي چې د هېواد په كچه خصوصي سكتورونه ، وزارتونه اوبېلابېلې ټولنې كومې آسانتياوې اوامكانات په واك كې لري له هغو نه په ګټې اخيستو يوه هر اړخيزه ستراتېژي جوړه كړي او دغه ستراتيژي به درې ټولنيز شريكان او ګډون كوونكي لكه: پانګه اچوونكي ، دولت او دافغانستان دكارګرانو ملي ټولنه لاسليك كوي ، ترلاسليكولو وروسته به هڅه اوهاند كېږي چې څنګه وكولاى شو په افغانستان كې دكارموندنې پروګرام منځ ته راشي او په يادو شويو پروژوكې څنګه خلكو ته دكارزمينه برابره كړو.

پوښتنه: په نوي كال كې دنيالګيو اېښودلو اودچاپېريال دپاك ساتلو پروګرام څنګه دى؟.

ځواب: دافغانستان دكارګرانو ملي ټولنه ټولو  افغانانو ته بلنه وركوي او ترې هيله كوي چې د هېواد په سرسبزۍ ، سمسورتيا ، پاكۍ اونيالګيو اېښودلو كې برخه واخلي او دامكان تربريده كاروكړي ترڅوهېواد مونورهم لا رنګينه شي .دغه راز دنيالګيو دساتلو او هغو ته داوبو رسولو لپاره بايد ډېر زيار وباسي.زموږ هيله داده چې هرافغان لږ ترلږه يويو نيالګى كېږدي او دخپلې خوښې او داوطلبۍ دغه كارته ادامه وركړي.

د افغانستان دكارګرانو ملي ټولنه چې شمېر يې ۱۳۱۷۳۰ كسانو ته رسېدلى د هېواد په ۳۷ ولايتونوكې رسمي دفترونه لري تيارى نيولى ، چې له حكومت ،شارواليو او ټولنو سره يوځاى دهېواد په پاكولو او سمسورتيا كې خپله فعاله ونډه واخلي. دا زموږ هيله ده او په خپل ټول توان سره دې موخې ته درسېدو لپاره كاركوو.

 پوښتنه : دبزګر دجشن لپاره تاسې څه تيارى نيولى اوله اړوندو ارګانونو سره دتاسې همغږۍڅنګه ده.

ځواب: موږ په نوي كال كې دبزګردجشن لپاره په ټول هېواد كې تيارى نيولى دى، جشنونه او دخوښۍ پروګرامونه په لاره اچوو او همداسې هغه بزګرانو چې ښه كارونه ترسره كړي دي اوښې لاسته راوړنې لري په ستاينليكونو نازوو. په دې مانا چې ښې مځكې يې كرلې څاروي يې  ښه روزلي اوښه حاصلات يې ترلاسه كړي دي ، له هغوى سره يوځاى دبزګرجشن دښو مراسمو په لمانځلوكې برخه اخلو اوهمدارنګه دكرنې ،مالدارۍ او اوبولګولو وزارت سره هم په دې كار كې پراخه برخه اخلو . ددې كار لپاره موږ خپل ټول تيارى نيولى دى. ټول هېوادوالو ته دنوي كال مباركي وايم ،هيه لرو، چې نوى كال دسولې راوستو دبدمرغيو ،ناخوالو ،بېوزلۍ دپاى ته رسولو كال وي.

                              محبوب _هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha