صفحه اصلی | hiwad | مرکه | ترڅو چې ګاونډي هېوادونه د ترهګرۍ له ملاتړه لاس وانه خلي په افغانستان كې سوله ناشونې ده

ترڅو چې ګاونډي هېوادونه د ترهګرۍ له ملاتړه لاس وانه خلي په افغانستان كې سوله ناشونې ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ترڅو چې ګاونډي هېوادونه د ترهګرۍ له ملاتړه لاس وانه خلي په افغانستان كې سوله ناشونې ده

دسولې راوستو له پاره په كور دننه اوپه نړيواله سطحه غونډې جوړې شوي دي، چې يوه له دغو غونډو په ازبكستان كې جوړېږي. په دغې غونډه كې چې اصلى موخه يې دافغانستان دوامداره تپل شوې جګړه ده ،دسيمې او نړۍ بېلابېل سوله دوست هېوادونه برخه اخلي.

دهېواد ورځپاڼې خبريال دافغانستان دعلومو اكاډمۍ له غړي ښاغلي څېړنوال محمدحسن (( توحيدي)) سره په دې باب مركه كړې ،چې خپريږي.

 پوښتنه: په افغانستان كې دسولې راوستو لپاره دازبكستان په هېواد كې نړيواله غونډه جوړېږي ، ستاسو له انده دغه غونډه څومره گټوره ده ؟

ځواب:  په افغانستان كې دسولې راوستو لپاره مخكې هم ډېرې غونډې جوړې شوي دي اوله دې وروسته هم غونډې جوړېږي.  دغه غونډې په خپل ذات كې ډېرې گټورې دي . الله تعالى فرمايلي دي: سوله خير دى .خير هغه څه دى ،چې دنيوي ګټه لري ،خوپه جګړه كې تخريبات اووژني وي، نوله دې وجې
 الله (ج) جګړې ته خيرنه دى ويلى ، خوسولې ته يې لكه مخكې مې هم چې وويل خيرويلى دى. زما له انده سوله هغه مهال راتلاى شي چې دافغانستان ګاونډي هېوادونه او همدارنګه دسيمې غښتلي هېوادونه دسولې راوستو بهير د زړه له كومې وغواړي؟.

په افغانستان كې دسولې اوامنيت راوستل په حقيقت كې په سيمه كې امنيت خوندي كول دي اوداكار دبشري ټولنې په ګټه دى، كله چې سوله او امنيت په نړۍ كې راشي ، هېوادونه پرمختګ كوي،نو كومه غونډه چې په ازبكستان كې جوړېږي هغه نه يوازې دافغانستان په ګټه ده، بلكې دګډون كوونكو هېوادونو په ګټه هم ده. دا غونډه ښه پايله وركوي او دنورو راتلونكو غونډو دجوړولو لپاره ښه اغېزه لري. دا غونډه دتاجكستان، افغانستان، پاكستان ، چين ،ازبكستان ،تركمنستان ، هند اوآن دامريكا او روسيې لپاره هم ډېره گټوره ده .كوم مهال چې په افغانستان كې جګړه پاى ته ورسېږي ، پيسې د وسلو په پېرلو نه لګول كېږي ،بلكې پر ودانيزو او دپرمختګ او هوساينې پر چارو لګول كېږي.كه چېرې سوله خوندي نه شي او په لاره كې يې خنډونه راولاړ شي، دافغانستان اوضاع به له اوسني حالته لاپسې ترينګلې اوخرابه شي اوكېداى شي جګړه زموږ ګاونډيو هېوادونو ته ولېږدول شي اوهغوى هم د افغانستان په برخليك ا خته شي. دقرآنكريم په يوه برخه كې دسولې په اړه داسې راغلي دي: كله چې دښځې او مېړه په منځ كې شخړه راشي د دوى كورنى نظم ويجاړېږي، نو په داسې يوه حالت كې دښځې او مېړه له لوري څوكسان راغوښتل په كار دي، ترڅو دښځې اومېړه ترمنځ سوله راولي اوبېرته دهغوى په منځ كې نظم او يووالى راشي. د قرآن كريم په بله برخه كې ويل شوي چې كه د مېړه اوښځې له لوري چې كوم كسان ګومارل شوي دي د زړه له كومې وغواړي چې دښځې اومېړه په منځ كې سوله راشي ،نو دسولې راوستو امكان يې شته.

 ده زياته كړه: دافغانستان خلك په واقعيت كې سوله غواړي، داځكه چې له جګړو نورستومانه شوي دي.

كومه غونډه چې په ازبكستان كې جوړېږي كه چېرې دسولې راوستو په نيت وي، دابه شونې وي چې په افغانستان كې د سولې راوستو له بهير سره مرسته وكړاى شي.

پوښتنه : دازبكستان په غونډه كې د روسيې د استازو ګډون څنګه ارزوئ؟

ځواب: دازبكستان په غونډه كې روسيه مهم رول لري، دسولې راوستو په هغو غونډو كې چې دروسيې هېواد استازو په كې ګډون نه و كړى، په زړه پورې پايلې يې نه دي لرلي، نو داخپله ښيي چې روسيه هم يو اغېزناك هېواد دى، په تېره بياد افغانستان دسولې په برخه كې، نو دازبكستان په غونډه كې دروسيې د استازو ګډون شرط دى، داځكه چې روسيې په خپله اعتراف وكړ چې دطالبانو ملاتړ له ځان سره لرو او دداعش دځپلو لپاره وسلې وركوو.كه چېرې ددغه هېواد استازي په غونډو كې ګډون ونه لري، نو دغه غونډه به ښه پايله ونه لري. روسيه د افغانستان ګاونډى هېواد دى اودنړۍ له لويو قدرتونو شمېرل كېږي كه چين اوهند هم دسولې راوستو په غونډه كې ګډون وكړي دازبكستان دغونډې ارزښت را لوړېداى شي.

                        محبوب _ هېواد

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha