صفحه اصلی | hiwad | مرکه | د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د هوايي دهلېز پرانيستل كېدل د سوداګرۍ د پرمختګ نښه ده

د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د هوايي دهلېز پرانيستل كېدل د سوداګرۍ د پرمختګ نښه ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د هوايي دهلېز پرانيستل كېدل د سوداګرۍ د پرمختګ نښه ده

په دې وروستيو كې دافغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګريز هوايي دهلېز پرانيستل شو، په پيل كې كابو ۵ټنه افغاني كرنيز محصولات قزاقستان ته د هوا له لارې ولېږدول شول.

له دې وړاندې دافغانستان او هند ترمنځ هوايي دهلېز پرانيستل شو، چې دغه هېواد ته هم كابو څلوېښت زره ټنه افغاني كرنيز محصولات ولېږدول شول او همداسې نورو هېوادونو ته هم د هوايي دهلېز د پرانيستلو چارې روانې دي.

 دهېواد ورځپاڼې خبريال دافغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونې او تخنيكي پاليسۍ له مرستيال ښاغلي شفيق الله ((عطايي)) سره مركه كړې، چې خپرېږي.

پوښتنه: د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د هوايي دهليز پرانيستل څومره ګټور دي ؟

ځواب: د محصولاتو په صادرولو كې يوه آسانه لاره د هوايي دهليز پرانيسته ده چې ددغه شان دهلېزو په پرانيستلو سره نوموړو هېوادونو ته د افغاني محصولاتو په لېږلو لږ لګښت راځي او ارزانه تمامېږي. همدارنګه دسوداګريزو توكو په وېش او لېږدولو كې هم چټكتيا منځ ته راتلاى شي. افغاني محصولات كه له بېلابېلو لارو څخه ولېږدل شي ډېر د اهميت وړ دي. ددې ترڅنګ موږ وړاندې له قزاقستان سره  سوداګري درلوده،او په وروستي وخت كې افغاني محصولات په دغه هېواد كې پېژندل شوي دي. ددغه محصولاتو د پېژندلو ځانګړتيا داده،چې په بازار كې خلك ورسره له مخكې بلدتيا لري، له نېكه مرغه په قزاقستان كې د افغاني محصولاتو لپاره بلدتيا شته، قزاقستان ته د افغاني محصولاتو د ليږد لړۍ پيل شوې او د بېلابېلو هوايي دهلېزونو شتون كولى شي، د افغانستان د صادراتو كچه لوړه شي او هغې ته ښه بازارونه پيدا شي اوس دغه لړۍ د پراختيا په حال كې ده. داچې موږ هوايي دهلېزونه په پرله پسې توګه پرانيستلي وساتو، په دې برخه كې د حكومت پاملرنه ډېره ضروري ده.اوس حكومت د سوداګرۍ او هوايي د هليزونو پراختيا ته پاملرنه لري او په راتلونكي  كې كولى شي د افغانستان او د سيمې د هېوادونو د اړيكو په ټينګښت كې رول ولري .

پوښتنه: په لومړي پړاو كې څومره افغاني محصولات د هوا له لارې قزاقستان ته صادرل شول؟

ځواب: د هوايي دهلېز له لارې هغه رپوټ ،چې موږ ته را رسېدلى دى په پيل كې ۵ټنه كرنيز افغاني محصولات قزاقستان ته د هوا له لارې ولېږدول شول.

پوښتنه: د سوداګرۍ د كچې د لوړولو لپاره څه پلان لرئ؟

ځواب: دافغانستان او قزاقستان ترمنځ د هوايي دهلېز پرانيستل كولى شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ كچه لوړه كړي او  زموږ سوداګري له قزاقستان سره ښه پرمخ  لاړه شي .

پوښتنه: له قزاقستان څخه كوم توكي افغانستان ته را  واردېږي؟

ځواب: له قزاقستانه  تعميراتي مواد او كرنيز محصولات لكه غنم زموږ هېواد ته واردېږي ،چې د غنمو ، كيفيت يې لوړ دى اوس زموږ په بازار كې قزاقي اوړه دښه كيفيت له كبله په بازار كې ډېر پلورل كېږي.

پوښتنه: له دې وړاندې دافغانستان او هند ترمنځ هوايي دهلېز پرانيستل شو ستا له آنده دغه هوايي دهلېز څنګه دى؟

ځواب: د هند بازارونه دافغاني محصولاتو او توليد لپاره ګټور او په زړه پورې دي له نېكه مرغه ،چې په لسګونو هوايي پروازونه د افغاني محصولاتو  دلېږد لپاره پلي شوي دي. په دغه محصولاتو كې له (۲۰۰۰) ټنه ډېر محصولات هند ته صادر شوي دي. له شك پرته افغانستان له دوستو هېوادونو او له سيمې سره سوداګريزې اړيكي لري .

پوښتنه: د نړۍ له نورو هېوادونو سره د هوايي دهلېزونو د پرانيستلو لپاره څه پلان لرئ؟

ځواب: هوايي دهلېزونه د محصولاتو د لېږد په برخه كې يوه ښه لاره ده، نو د هوايي دهلېزونو پراختيا،چې زموږ د هېواد توليدات ددغو دهلېزونو له لارې بهرنيو هېوادونو ته ولېږدول شي او همدا شان ددغو هېوادونو  ښه كيفيت لرونكي توليدات زموږ هېواد ته را وارد شي په سوداګرۍ كې پرمختګ راتلاى شي. موږ د هوايي دهلېزو له لارې عربي اماراتو،جاكارتا او اندونيزيا هېوادونو ته دخپلو محصولاتو د لېږد په فكر كې يوو.

پوښتنه: اوس د افغانستان سوداګري په څه حال كې ده؟

ځواب: هغه شمېرې يا ارقام، چې موږ په واك كې لرو، ښيي چې بهرته دافغانستان د صادراتو په برخه كې لوړوالى او ښه والى راغلى دى او د تېرو كلونو په پرتله په كې لوړوالى څرګندېږي.

پوښتنه: افغانانو ته څه وينا او پيغام لرې؟

ځواب: دافغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه د خصوصي سكتور د يوې ادارې په توګه دنده لري، چې سوداګرو ته په ملي كچه پانګونه وكړي، دغه پانګونه بايد صادقانه وي سوداګر خپلې پانګې بايد د هېواد په دننه كې وساتي ،حكومت هم د هغوى د ځان او مال د ساتنې په برخه كې دنده لري او هغوى ته د نورو آسانتياوو په برابرولو كې هم
هڅه او هاند وكړي.        
نوري _ هېواد 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha