صفحه اصلی | hiwad | مرکه | د ټاپي، رېل پټليو او نوري فايبر په څېر سترې اقتصادي پروژې د حكومت د نه ستړي كېدونكو هڅو د ثبوت څرګنده بېلګه ده

د ټاپي، رېل پټليو او نوري فايبر په څېر سترې اقتصادي پروژې د حكومت د نه ستړي كېدونكو هڅو د ثبوت څرګنده بېلګه ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ټاپي، رېل پټليو او نوري فايبر په څېر سترې اقتصادي پروژې د حكومت د نه ستړي كېدونكو هڅو د ثبوت څرګنده بېلګه ده

افغان حكومت د هېواد د پرمختګ لپاره ډېرې هلې ځلې كوي. د ټاپي دګازو نل ليكه پرانيستل شوه او همداسې دسلما د برېښنا بند ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. كاسا ۱۰۰۰ پروژه او له چين څخه افغانستان ته د اورګاډي پټلۍ د قزاقستان او ازبكستان له لارې را رسېدلې ده اوپه سلګونو نورې لويې او وړې پروژې تركار لاندې دي. د دولت دغه مثبتې كړنې بايد په مطبوعاتو كې د خلكو لپاره وځلول شي. دهېواد ورځپاڼې خبريال د افغانستان دعلومو اكاډمۍ دليكوال او غړي ښاغلي سلطاني ((منګل)) سره مركه كړې، چې خپريږي.

پوښتنه : دملي يووالي حكومت دهېواد د آبادۍ ، پرمختګ او سمسورتيا لپاره ښې ښې پروژې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې پلې كړې او ياد پلي كولو په حال كې دي ،خو څرنګه ،چې دغه مثبت فعاليتونه بايد وځلول شي هغسې نه كېږي. ستاسوله آنده دغه بهير څنګه دى؟

ځواب: په هره ټولنه كې اقتصاد دملاد تير حيثيت لري، څومره ،چې فابريكې اقتصادي بنسټونه او زيربناوې غښتلې كېږي، همدومره دخلكو په ژوند كې بدلون راتلاى شي اوبېكارو خلكو ته دكار زمينه برابرېږي، نو داچې دولت ښه ښه د پرمختګ او سمسورتيا پلانونه لري لكه د بندونو په جوړولو او دبرېښنا په راوستو كې او همداسې دلارو او سړكونو په جوړولو كې. داچارې دهېواد داقتصاد دودې لپاره مهمې دي،خو څرنګه ،چې ځينې خلك ورسره دومره لېوالتيا اوعلاقه نه لري او ياداچې د دولت پلانونه منفي ارزوي بېلا بېل علتونه لري. داپه دې مانا ، چې دولت لومړى داداري فساد په له منځه وړلو كې كومې ژمنې، كړي دهغو د عملي كولو لپاره بايد لاس په كارشي. موږ ګورو ،چې دولت ښه ښه پلانونه لري او د هغو د پلي كولو لپاره هلې ځلې كوي،خو يوشمېر خلك پردغو مثبتو كړنو سترګې پټوي. په دولت كې دقانون ماتوونكو له خوا د مثبتو كارونو په پرتله منفي كارونه ډېرليدل كېږي. ددغو علتونو له كبله ځينې خلك د دولت مثبتو كړنو ته له منفي اړخه ګوري.

ښاغلي منګل څرګنده كړه: زماله انده څومره ،چې بندونه، سړكونه او د برېښنا مركزونه جوړېږي دهغو ترڅنګ بايد د دولت كنترول هم شتون ولري. په دې بايد دولت پوه شي،چې دغه تاسيسات په كومو معيارونو جوړشوي دي. آيا معياري اوستندرد دي كه څنګه ؟ په كابو ۱۶ كلونو  كې ،چې زه كومې چارې له نږدي وينم د دولت كنترول د پروژو دپلي كولو په برخه كې كمزورى دى،قانون ماتوونكو او سرغړوونكو له يادوشويو پروژو ناوړې ګټې پورته كړي اوكوي يې. سمه ده ،چې زموږ اقتصادي تګلاره آزاد بازار دى اود خصوصي سكتور لپاره دپانګې اچونې ښه شرايط برابرشوي دي،خو دولت هم دنده لري ،چې دپيسو دبې ځايه ضايع كېدو مخنيوى وكړي. د اوبو بندونه بايد په ښه اوستندرد ډول جوړ شي او همداسې بايد ښه اود اړتيا وړ برېښنا توليد شي. موږ وينو، چې په دغو برخو كې هم د دولت كنترول كمزورى دى او د سرغړوونكو مخه يې په بشپړ ډول نه ده نيولې او داكار دخلكو دبې باورۍ لامل هم كېداى شي . موږ په ۱۷ كلونو كې ډېر داسې كارونه وليدل،كومې پروژې ،چې د دولت له خوا بشپړې شوي دي دهغو دپلي كولو لپاره د دويم ځل لپاره نوي تړونونه لاسليك كېږي.

ده زياته كړه : د دولت په كچه ،چې كوم پلان جوړېږي او دهغه دپلي كولو لپاره چې كوم تړون لاسليك كېږي ،بايد چې ډېر دقيق او هر اړخيز وي. له كوم كس سره ،چې لاسليك كېږي بايد ترې دضمانت په توګه ډېرې پيسې دپروژې تر معياري اوستندرد جوړولو پورې واخيستل شي ،چې په خپل كار كې معياري پرمخ لاړ شي . موږ ګورو ،چې قرار داد يان مخكې له قرار داده پيسې ورسره وړي وي. داټول هغه حقيقتونه دي،چې خلك د دولت پرښو كړنو هم بې باوره كوي.

پوښتنه: قانون ماتوونكي اوسرغړوونكي ،چې د دولت دښو پلانونو په عملي كېدو كې خنډونه جوړوي دهغو دمخنيوي لپاره څه بايد شي؟

ځواب: مامخكې هم د دولت ښو پلانونو او كړنو ته اشاره وكړه ،خو ګاونډي هېوادونه هم نه غواړي چې دافغانستان د دولت اقتصادي پلانونه پلي شي، ځكه ددغو مثبتو پلانونو په عملي كولو سره دګاونډيو ګټې هم له خطره سره مخ كېږي. دبېلګې په توګه كه موږ دهغو اوبو لپاره بندونه جوړ كړو چې له افغانستانه ايران ته بهيږي، نو داوبو دوچولو اوبندولو په خاطر ايران هم په بېلا بېلو شكلونو خپل مقاومت او
عكس العمل ښيي او خپلو پټو استازو ته دنده سپاري ،چې ددغسې ځايونو د جوړېدو مخه ونيسي. همداسې پاكستان ته ،چې كومې اوبه دافغانستان
له خاورې بهېږي، لكه دكونړ اوبه، نو نه غواړي چې افغانستان له دغو اوبو ګټه پورته كړي اوپه هغو دبرېښنا بندونه جوړكړي چې ګټه يې ټولو افغانانو ته وي، نو ګورو چې كورني اوبهرني عوامل دافغان دولت دمثبتو كړنو مخنيوى كوي. 

محبوب- هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha