صفحه اصلی | hiwad | مرکه | راستنو شويو هېوادوالو ته دې لازمې آسانتياوې برابرې شي

راستنو شويو هېوادوالو ته دې لازمې آسانتياوې برابرې شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
راستنو شويو هېوادوالو ته دې لازمې آسانتياوې برابرې شي

د پاكستان حكومت پر افغان كډوالو خپلو فشارونو ته زور وركړى دى، چې دپاكستان له هېواده دې ووځي او خپل هېواد افغانستان ته دې ستانه شي، دپاكستان حكومت په خپل هېواد كې دافغان مهاجرو له شتون څخه دافغانستان د حكومت پر وړاندې د سياسي فشار او د يوې سترې وسلې په توګه كار اخيستى دى او په دې ناوړه عمل يې دافغانستان حكومت تل له خوږې ګوتې نيولې دى.

په داسې ستونزمنو حالاتو كې افغان مهاجر بايد په قانوني او آبرومندانه توګه خپل هېواد ته ستانه شي ، نه دا چې د كډوالو په اړه د نړيوالو قوانينو پر خلاف په جبر او زور سره له پاكستانه وشړل شي. دافغانستان د علومو اكاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو د مركز رييس رفيع الله((نيازي)) د هېواد ورځپاڼې د خبريال ددې پوښتنې په ځواب كې ،چې د پاكستان حكومت تر دوو مياشتو پورې د پاكستان له خاورې د ۲۱لكو افغان مهاجرو د وتلو ګوښښونه او فشارونه ډېر كړي دي ،تاسې دافغان كډوالو پرضد د پاكستان دغه دريځ څنګه ارزوئ؟داسې وويل: د مهاجرينو په اړه بايد داخبره جوته شي، چې د جهاد په وخت كې،چې كوموافغانانو پاكستان ته هجرت كړى، نو يوشمېر يې كله چې په افغانستان كې امن راغى خپل هېواد ته بېرته راستانه شول او په خپلو سيمو او كروندو كې په كار بوخت شول. له يوه پلوه بايد په پاكستان كې پاتې افغان كډوال له كوم فشار ،جبر او زور راوړلو پرته په خپله خوښه په آبرومندانه توګه خپل هېواد ته بېرته راستانه شي.ځكه چې افغانستان يې خپل وطن دى، پلرونو او نيكونو يې په دې خاوره كې خاپوړي كړي او دلته يې هديرې دي. اوس سړكونه په كې پاخه شوي دي او د درملنې كلينيكونه ، روغتونونه،ښوونځي او نور عامه تاسيسات په كې شتون لري او هغه كسان ، چې لږ پانګه په واك كې لري كولاى شي چې له خپلې دغې لږې پانګې څخه په ګټې اخيستنې ځانته بوختيا پيدا كړي. داسمه ده،چې دټولو خلكو لپاره د كار او بار پوره زمينه برابره نه ده، خو دافغانستان دا خاوره چې پخپله افغانان آباده نه كړي، نو آخر دا وطن بايد په چا آباد شي ؟

ده زياته كړه: دپاكستان د مغرضو كړيو له قوله افغان مهاجرين پر پاكستان بوج دي په دې كې هېڅ دشك ځاى نه شته چې څه دپاسه دوه ميليونه افغان مهاجرين په پاكستان كې پراته دي ، خو مهمه داده چې دپاكستان حكومت د امريكا د فشارونو له امله دې ته اړ شوى، چې په خپله خاوره كې له افغان كډوالو څخه د سياسي فشار د يوې آلې په توګه كار واخلي او په خپل دغه ناوړه بشري ضد عمل سره كه له يوې خوا پر افغان حكومت فشار راوړي،له بلې خوا ځان د امريكا د زياتو پوځي او اقتصادي فشارونو او خبر داريو له خطره ژغوري. دافغان كډوالو د يادوشويو ستونزو دحل له پاره دوه اړخيز مسوليتونه دادي ،چې موږ په خپل هېواد كې داسې پراخې او شاړې دښتې او ډاګونه لرو ،چې په هېچا پورې تړلي نه دي ،نو لږ تر لږه په افغان حكومت كې هم بايد دا اتوريته او وړتيا پيداشي چې د خپلو خداى راكړو بهاندو سيندونو پرمټ هغه خړوبې، ښېرازې او آبادي كړې، كروندې ،بڼونه، ښارګوټي ،فابرېكي او كارخانې دې په كې جوړې كړي دغه راز دې ښوونځي او روغتونونه په كې آباد كړي او افغان كډوالو ته دې داسې نورې آسانتياوې هم برابرې كړي ،موږ وليدل ،چې د كابل ښار او دهېواد د نورو ښارونو او بازارونو په  شاوخوا كې،چې كومې مځكي شتون لري د زورواكانو له خوا غصب شوې دي، خپلسرې ودانۍ په كې جوړې شوې او دغه شتمن خلك، زورواكان او غاصبان د خپلو مهاجرو ورونو په غم كې ځانونه شريك نه بولي او پرخپلو دغو افغان كډوالو د يوې نمرې مځكې د وركولو لورينه او پيرزوينه نه لري. په مهاجرينو كې ډېر داسې كسان شتون لري ،چې كورونه نه لري نو افغان حكومت ته په كار ده چې د هېواد په دغه ډول شاړو دښتو كې ددغه ډول بې كوره راستنو شويو افغان كډوالو لپاره  آسانتياوي برابري كړي.دا چې له پاكست

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha