صفحه اصلی | hiwad | مرکه | كورنۍ ،علمي مركزونه او ادبي شخصىتونه د ماشومانو د ادبىاتو په بډاىنه كې اساسي ونډه لري

كورنۍ ،علمي مركزونه او ادبي شخصىتونه د ماشومانو د ادبىاتو په بډاىنه كې اساسي ونډه لري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
كورنۍ ،علمي مركزونه او ادبي شخصىتونه د ماشومانو د ادبىاتو په بډاىنه كې اساسي ونډه لري

داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت له خوا دماشوم دادبىاتو دغوړېدو او پرمختګ لپاره په وروستۍ جوړ ه شوې غونډه كې دعدلىې وزارت دقوانىنو درىاست له لارې دماشوم دادبىاتو دانكشاف او پرمختىا دملى ټولنې دمقررې دپړاوونو دبهىر دګړندى كولو دچارو دپروگرام دمالي مدرك دترلاسه كولو په موخه دهغو كمپنىو دجوړولو، بنسټونو او اشخاصو په اړوند دمعلوماتو دوړاندې كولو په اړه خبرې وشوې ، چې دماشوم دادبىاتو په لاره كې كاركوى.

دهېواد ورځپاڼې خبرىال په دې اړه دافغانستان دعلومو اكاډمۍ له غړى اولىكوال احمد امىد ((افضلي)) سره مركه كړې چې دادى خپرېږي.

پوښتنه: دماشوم دادبىاتو دغوړېدو اوپراختىا لپاره څه باىد وشى؟

 ځواب : كورنۍ او ادبي مركز دماشوم دادبىاتو په بډاىنه كې اساسي ونډه لري، زموږ په ټولنه كې دماشومانو د ادبىاتو بحث مطرح شوى دى، چې موږ په كوم پړاوكې شتون لرو اوكوم لوري ته درومو، داىوه لوىه ستونزه ده ، چې زموږ دهېواد په اكادمىكه سطحه كې پرته ده.

اوس راگرځو دماشوم دادبىاتو ودې ته چې تراوسه پورې په دې برخه كې پخوانى كارونه وارزوو، نو ىو لړ كارونه شوي او باىد وشي .په دې برخه كې ىوڅه چارې ترسره شوي دي كه لږ هم وې خو ىوڅه مثبت بدلون په كې دكمكىانو انىس و كه چېرې موږ دغه جرىدې پىداكړ و اوهغه وارزوو،نو په هغې زمانه كې هم دماشومانو دادبىاتو اونورو چارو په اړه په ډېر دقت لىكنې خپرى شوى او چاپ شوي دي،  په دغو كلونو كې د اروا پىژندنې له پلوه دماشومانو كړه وړه مطالعه كېدل او پرمټ ىې هغوى ته دپاملرنې وړ مضامىنو خپرولو اوچاپولو ته ډېره توجه كىده، چې له امله ىې دماشوم ادبىات وده وكړي اودماشومانو ذهنىتونه روښانه كړي په ډېر ې خواشىنۍ سره باىد وواىم چې دتېرو جګړو له امله چې منځ ته راغلې اوڅه دپاسه څلورلسىزې وخت ىې ونىوه، هېچا دماشوم د ادبىاتو پراختىا ته پاملرنه ونه كړه. داپه داسې حال كې ده چې په راتلونكي كې دهېواد دىو ستر بشري ځواك په توګه دماشومانو موضوع دهېواد دخلكو ىوه بنسټىزه غوښتنه ده . دا چې موږ څنګه دماشومانو دښې روزنې او دهغوى دذهنىتونو دروښانه كولو او ودې له پاره ادبىات باىد وكاروو، چې دماشومانو خوښ شى، په دې برخه كې كوم پرمختګ نه ترسترګو كېږى. هغه لاس ته راوړنې چې دهېواد دماشومانو په تړاو له پخوا موږ ته راپاتې دى، له ډېره بده مرغه دله منځه تلو په درشل كې دي.

پرافغانستان دتېرو نږدې څلوېښت كلنو تپل شوىو جګړو په اوږدوكې دماشومانو د ادبىاتو دپرمختګ په اړه هېڅ كار نه دى شوى .موږ هم دماشومانو دترمىنالوژى ادبىاتو اوهم د سبك له پلوه وروسته پاتى ىو. موږ په دغو دواړو برخوكې ستونزه لرو، نو هىله من ىم چې دغه ستونزه دكنفرانسونو ، پلانونو ، طرحو او سىمىنارونو له لارې اواره شى. همداراز په هغو آثاروكې چې څېړونكى ىې دماشومانو دادبىاتو په اړه لىكى ، باىد پوره دقت وشى.

 داىو لوى بحث دى ، موږ باىد ماشومان له وړكتونه له هغو ادبىاتو سره چې دوى ورته اړتىا لرى وروزو او ذهنىتونه
 ىې روښانه كړو.

 ده زىاته كړه: اوس زما ارزونه داده چې په وروستىو نږدې څلوېښتو كلونو كې د ماشومانو دادبىاتو دپرمختګ ستر او لوړ هدف هېر شوى او په اړه ىې هېڅ نه دى ترسره شوى او كوم كار چې په دې برخه كې ترسره شوى ډېر لږ او ناڅىز دى. دغه كارته څوك نه دى ځىر شوى او په دې برخه كې ډېر خواره واره كارونه ترسترګو كېږى.

پوښتنه: دماشوما دادبىاتو بډاىنه په كورنىو كې څنګه ده؟

ځواب: هغه بنسټىز عناصر چې دهېواد د ماشومانو د ادبىاتو د ودې او پرمختګ لپاره شتون لرى،ىو عنصرىې كورنۍ ده. ماشوم دكورنۍ په غېږه كې رالوىېږى او روزل كېږى اوپه پاىله كې دخپلې ټولنې خدمت ته وړاندې كېږى زما له انده له دې وړاندې كورنۍ باىد دىو ډېرمهم عنصر په توګه دخپلوماشومانو دروزنې په برخه كې فعاله او بنسټىزه ونډه واخلي.موږ هغه مهال دماشوم ادبىاتو ته وده وركولى شو چې د ماشومانو دښې روزنې له پاره داسې ادبي آثار تولىد كړو چې دهغو په رڼا كې خپلو ماشومانو ته ښه روزنه وركړاى شو چې په راتلونكي كې د خپلې ټولنې لپاره دغوره خدمتونو دسرته رسولو جوګه شي. په دې ىووىشتمې پرمخ تللې پىړۍ كې  د تلوىزىونونو ، راډىوګانو او ورځپاڼو په ګډون راز راز چاپى، غږىزې، معلوماتي او  تكنالوژىكي رسنۍ فعالې شوې دي، خوله ډېره بده مرغه دماشوم د ادبىاتو دغوړېدنې اوپرمختګ په اړه ىې څركونه نه ترسترګو كېږى، نو بىاهم زه تكراروم چې دماشوم د ادبىاتو په وده كې دكورنۍ ونډه برخلىك ټاكونكى ده.

لږ كورنۍ شتون لري، چې د ماشوم د ادبىاتو غوړېدنې ته پاملرنه كوي كه چېرې دافغانستان دولت دماشوم د ادبىاتو د بډاىنې لپاره كوم پروگرام ولري، نو دهېواد له علمى ارګانونو سره دپوره همغږۍ له مخې دې دهغو پلې كولو ته ودانګي اوله دې لارې دې دماشومانو كورنىو ته اوومه مواد ، تولىد كړى چې پرمټ ىې كورنۍ وتوانېږي، خپل ماشومان دغه
كارته تشوىق كړي.

ده زىاته كړه: له بده مرغه زموږ دهېواد دماشومانو په اړه ادبىات دسىمې دهېوادونو دماشومانو په اړه له تولىد شوىو ادبىاتو اغېزمن شوي دي او په دې اړه دادبىاتو له پاره كورنۍ، علمي ارګانونه اوكادرونه نه دي هڅول شوي اوس له بده مرغه زموږ دماشومانو ادبىات دسقوط اوماتې په حال كې دي اوپه ىوه اندېښمن حالت كې پرمخ درومى. ددغې ستونزې دمخنىوي لپاره باىد بېلا بېل دولتى اوخصوصي ادبي اوعلمي ارګانونه لاس په كارشي  چې ىو ډېر مهم عنصر ىې باىد وهڅول شي او دماشومانو دروزنې لپاره باىد كورنىو ته زىات امكانات په واك كې وركړل شي.اونورعناصر ىې لكه دولت ، علمي مركزونه، علمي او ادبي شخصىتونه  اورسنۍ دى چې باىد دماشومانو دادبىاتو پراختىا ته دخپلو كاري لومړىتوبونو په سركې ځاى وركړى
 او دماشومانو دادبىاتو پرمختګ ته باىد ځانګړې پاملرنه وكړي.

محبوب _هېواد 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha