صفحه اصلی | hiwad | مرکه | په هرات كې د ټاپي پروژې چارې پيل شوي دي

په هرات كې د ټاپي پروژې چارې پيل شوي دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په هرات كې د ټاپي پروژې چارې پيل شوي دي

په هرات كې د ټاپي پروژې د كار د پيل له امله خلك خوښي. ښيي د ګازو د لېږد دغه پروژه د تركمنستان له لوري د افغانستان د هرات، فراه ،نيمروز او كندهار ولايتونو ته غځېږي اوله هغه ځايه پاكستان او بيا هند ته تيريږي.

 د ټاپي پروژې د نل ليكي په اوږدو كې د يادو شويو ولايتونو وزګارو خلكو ته د كار زمينه برابريږي او د هغوي په اقتصادي وضعيت كې مثبت بدلون راتلاى شي. د هرات ولايت د صنايعو او كانونو د خونې رييس ښاغلى حميدالله((خادم)) د ټاپي پروژې په اړه داسې وايي: د ټاپي  د ګازو د پروژې  كار د هرات په ولايت كې په چټكتيا سره دوام لري او بېلابېل كاري ګروپونه په دې برخه كې فعاليت كوي.  په نږدې وخت كې به د ټاپي پروژې د شريكو هېوادونو جمهور رييسان ددغې پروژې د پرانيستلو لپاره د هرات ولايت ته راشي ،كېداى شي دغه كار ترڅو راتلونكو اوونيو پورې تر سره شي.

ده زياته كړه: د ټاپي پروژي ارزښت د افغانستان لپاره خورا ډېر دى. افغانستان په اوسنيو شرايطو كې د انرژۍ له پلوه كمزورى دى او په ډېرو سختو حالاتو كې د ټانكرونو په واسطه بې كيفيته ګاز هېوادوته راوړل كېږي او بيا د خلكو په واك كې وركول كېږي، نو د ټاپي پروژې په پلي كېدو سره دافغانستان د خلكو لپاره د كارموندلو او د امنيت خوندي كولو زمينه برابرېږي او همدا راز له هغو سيمو څخه، چې د ټاپي پروژه تېريږي د ګازو د محصول له پلوه د خلكو په ژوند كې مثبت بدلون راوستل كېداى شي اوس ټول په دې پوهېږو، چې افغانستان د توليد په برخه كې يوه نوي پړاو ته داخل شوى دى او په افغانستان كې يي صنعت او توليد ځانګړې څېره غوره كړې ده. په دې وروستيو كې د ملي يووالي حكومت له صنايعو ملاتړ كړى او په تېره بيا د جمهور رييس پاملرنه په دې هكله ډېره شوې ده. د هرات په ولايت كې پر صنعتي كارونو سر بېره له ۳۲۰زياتې فابريكې په بېلابېلو برخو كې توليدي چارې  هم پرمخ بيايي، خو ډېرې دغه فابريكې انرژۍ ته اړتيا لري. هغه انرژي چې په دغو فابريكو كې كارول كيږي بيه يې ډېره لوړه ده. ددغو فابريكو توليدات د بهرنيو توليداتو پر وړاندې كمزوري دي، نو كه چېرې د ټاپي پروژه پلې كيږي او د هرات ولايت له لارې تيريږي زما له انده په لومړي ګام كې هغه سروې چې د كانونو او پټروليم وزارت تر سره كړې، لومړنى ګټه اخيستونكى به يي د هرات صنعتي پارك وي،اوپانګوال كولى شي دلږو تخنيكي امكاناتو په لرلو سره له ګازو كار واخلي، نو ويلى شم ، چې له اقتصادي پلوه د ټاپي پروژه ډېر ارزښت لري. دغه راز له كومو هېوادونو سره چې اړيكي لرو د هغوى لپاره هم ډېره ګټوره پروژه بلل كېږي. دغه پروژه له تركمنستان څخه دافغانستان له لارې پاكستان او وروسته هند ته رسېږي. ښاغلي خادم جوته كړه: د ټاپي پروژې د امنيت د خوندي ساتلو لپاره پاكستان كولاى شي ديو ګټه اخيستونكي هېواد په توګه همكاري وكړي،خو په افغانستان كې د صنعت او د بېلابېلو ټولګټو پروژو په وړاندې دوې اساسي ستونزې شتون لري چې تر اوسه بهرنيو پانګوالو د پانګونې لپاره لېوالتيا نه ده ښودلې، هغه دا چې يو د انرژۍ كمښت دي بل د سرتاسري امنيت نه شتون دى نو كه موږ د برېښنا او سون ډېره انرژي په واك كې ولرو، د بهرنۍ پانګې په جذب كې ډېره مرسته كولى شي. افغانستان د كانونو له پلوه يو بډاى هېواد دى . د كانونو د راسپړلو
 لپاره دې ته اړتيا ليدل كېږي ،چې د بهرنيو هېوادونو لوى پانګوال افغانستان ته را وبلل شي. حكومت دغو هېوادوالوته د فعاليت زمينه برابره كړې او نورې آسانتياوي دې هم د بهرنيو پانګوالو په واك كې وركړل شي. د انرژۍ او ګازو شتون كولاى شي د بهرنيو
هېوادونو د پانګې د جذب لپاره مرسته وكړي د ټاپي په پروژې كې  عربي هېوادونه د پانګونې لپاره ليوال شوي دي. دا يو واقعيت دى چې د ټاپي پروژې په جوړولو سره به د پانګونې د جذب يوه دروازه هم پرانيستل شي.

ښاغلي حميدالله خادم وويل: د ټاپي پروژې د نل ليكې په اوږدو كې د هرات، فراه، نيمروز او كندهار ولايتونو ډېر شمېر خلكو ته د كار زمينه برابريږي. اوس د ټاپي پروژې په اوږدو كې يو څه نا امني شته، خو د كار په پيلېدو سره به وضعيت ښه شي.احمد سمېر د هرات ولايت اوسېدونكى،چې د برېښنا په برخه كې يې زده كړې كړي او اوس وزګار دى، د ټاپي پروژې په اړه داسې وويل: ټاپي پروژه ،چې دافغانستان له لوري پاكستان او هند ته ګاز ليږدوي ، دافغانستان لپاره ډېر اقتصادي ارزښت لري همدا اوس د هرات، فراه ، نيمروز او كندهار په ولايتونو كې زموږ ډېر شمېر هېوادوال د وزګارتيا شپي او ورځې تېروي دوي اړتيا لري ، چې د خپل مسلك برابر ورته د كار زمينه برابره شي ، ترڅو د خپلو كورنيو لپاره يوه ګوله ډوډۍ تر لاسه كړي، نو د ټاپي پروژه د هر ات ولايت د وګړو لپاره ډېره ګټوره ده، نه يوازې دا، چې خلكو ته د كار زمينه برابروي ،بلكي له صحي او ارزانه ګاز نه به هم ګټه پورته كړاى شي.

ښاغلي احمد سمېر ډاګيزه كړه: موږ دې ته سترګې په لاره يو، چې د تركمنستان،افغانستان ،پاكستان او هند جمهور رييسان هرات ته تشريف را وړي او د ټاپي پروژې په پرانيستلو كې برخه واخلي له هغې ورځي، چې  د ټاپي پروژې چارې په هرات كې پيل شوي دي، په بازار كې د خلكو ترمنځ راكړه  وركړه ښه شوې ده. سربېره پر دې خلك ښې راتلونكې ته هيله من شوي دي.

ده وويل:  زه ديوه ښارې اوسېدونكي په توګه دافغان حكومت د مشرتابه د  اقتصادي تګلارې ملاتړ كوم. خداى دې وكړي هغه پروژې ،چې د دولت په پلان
 كې دي ژر تر ژره پيل شي.  
                              
محبوب     هېواد

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha