صفحه اصلی | hiwad | مرکه | د پوهنتونونو او لوړو زده کړو دکانکور په آزموينه کې عادلانه بدلون رامنځ شوی

د پوهنتونونو او لوړو زده کړو دکانکور په آزموينه کې عادلانه بدلون رامنځ شوی

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د پوهنتونونو او لوړو زده کړو دکانکور په آزموينه کې عادلانه بدلون رامنځ شوی

موږ نه پوهېږو چې د لوړو زده كړو وزارت ددې ښيګڼې لپاره کوم هڅوونکي الفاظ استعمال کړو ، چې ايله يې دنورو کلونو په پرتله سږ کال په ټول هېواد کې عام ولس د پوهنتونونو او لوړو زده کړو د کانکور د پروسې دشفافيت په اړه باوري کړ ، ځکه په تېرو کلونو کې به کله د کانکور د آزموينې کلۍ د لوړو پيسو په مقابل کې له وزارت څخه اېستل شوې وې ، چې په نتيجه کې به هغو فارغانو پوهنتونونوته لاره موندله چې الف ته به يې ډانګ او ب ته به يې تبرزين ويل ٬ يانې په هېڅ به نه وو خبر٬

داخو بيخي ډېر پېښېدل چې په ولايت کې به يوازې د يوې ليسې فارغان انجنيرۍ اويا معالجوي طب ته بريالي شوي وو او يا به د کابل د آزموينې په کومه حوزه کې په يوه ضربه ټول لايق او نالايق  ګډون کوونكي لوړو پوهنځيو ته بريالي شوي وو ٬ دا خو معمول وه چې په ولايتونو کې به په زور او ناروا د ولايتي شورا وکيلانود کانکور د آزموينې په صحنه کې  مدا خله كوله او دراتلونکي ټاکنيز کمپاين لپاره به يې خپلو د مطلب کسانوته د نقل زمينه برابروله ٬ ددغو کړنو په لړ کې به داسې هم پېښېدل ، چې يو تن د بل په ځای د کانکور په ازموينه کې ګډون وكړي اونالايق کس پوهنتون ته لاره ومومي او يا به داسې هم پېښېدل چې بې مسووليته او ناپېژاندي کسان د آزموينې په صحنه کې را پيدا او پرته له دې چې څوک تر ې و پوښتي څوک يې ؟ د نقل ورکولو سبب به کېدل. ددې ټولو بدبختيو تر څنګ په ځينو ولايتونو کې يوشمېرملي خاينينو د کانکوراخيستلواستادان هم وډبول او بې عزته يې کړل، چې د غزني پېښه يې ښه مثال دى او يو ځل د لوګر ولايت د کانکور ټول کاغذونه د ډېرو مداخلو نقل ورکولواو دکلۍ د استعمال له وجې ديوه عادل اتل استاد له خوا په سيند لاهو شول ٬ دا ټولې هغه ستونزې وې، چې هرکال به د کانکورد آزموينې په بهير كې او له هغه وروسته اوريدل کېدې او ليدل کېدې ٬ چې له امله به يې د کانکور ګډونوال د هغوی والدين اوعامه ذهنيت مايوسه او داسې پوښتنې به يې په ذهن کې ګرځېدې چې ځواب به يې نه درلود، خوسږ کال د پوهنتونونو او لوړو زده کړو دکانکور په آزموينه کې بې ساری عادلانه بدلون رامنځ ته شوی.

 د لوړو زده کړو د کانکور د ازموينې رييس ښاغلي عبد القدير((خموش)) د هېواد ورځپاڼې له قلمي همکارسره د يوې مرکې په ترڅ کې وويل : شپږ مياشتې کېږي چې د کانکور د آزموينو دکمېټې تشکيل له آمريت څخه په رياست بدل شوى دی، چې کارونه او مسووليتونه يې هم زيات او درانه شوي دي. موږ هڅه وکړه چې د هېواد د کانکور د آزموينو لپاره يوه داسې پروسه را منځته کړو چې ټولو هېوادوالو ته د منلو وړ وي.دغه فورمول وخت او محنت غو ښته، پوهې او ځېرکۍ ته يې اړتيا درلوده، خو موږ شپه او ورځ پر ځان يوه کړه،  ترڅو وتوانېدو چې د کانکور په ازموينه کې ټولې هغه لارې او چلونه چې له خيانت او جنايت سره تړلي وو  مهار کړو. اوس زه ټولو هېوادوالو ته پوره ډاډ او اطمينا ن ورکوم چې د دوی د اولادونو زيار او زحمت به بېځايه نه وي تللى او د دوی د اولادونو دپوهې او لياقت حق به د مافيايي بې رحمه کړيو له خوا د فساد قرباني شوى نه وي .

د ده په وينا : موږ اوس د کانکور د هر متقاضي لپاره د سوالونوځانګړې کتابچې جوړې کړې او يوازې د ده د آزموينې د کتابچې لپاره ځانګړې کلۍ جوړه ده او بس  دکانکور آزموينې د اخيستلو په يوه سالون کې چې هر څومره کسان وي سوالونه او کلۍ يې له يو بل سره شباهت نه لري او همدارنګه د آزموينو حوزو ته چې د وزارت د سوالونو له بانك څخه کوم سوالونه ورځي  هغه هېچا ته معلوم نه وي ، نو اوس به څنګه دا پروسه د خيانت او جنايت قرباني شي .

ښاغلي خموش د دې پو ښتنې په ځواب کې چې پخوا به يو کس د بل کس په ځای په آزموينه کې ګډون کاوه. ددغه کار د مخنيوي لپاره کوم لازم تدابير تر لاس لاندې نيول شوي که نه ؟ وويل : له هر څه لومړی مو ددغه کار د مخنيوي لپاره د بای متريک سيستم را منځ ته کړ. د کانکور ګډونوال د کانکور د سالون بيرون او دننه د عکس ٬ ګوتې او بای متريک د سيستم له فلتر څخه درې ځلې تېريږي ، نو څنګه به يو کس د بل په ځای په کانکور کې ګډون وکړي په ساده او کليوالي ژبه به يې ووايم ، اوس هغه شپې او ورځې ولاړې چې د مافيايي کړيو غوړه ډوډی به په کې وېشل کېدله اوس به يوازې هغه فارغين  پو هنتونونو او د لوړو زده کړو موسساتو ته لاره مومي چې لياقت او کفايت ولري او بس .      

            حيات الله حليم

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha