صفحه اصلی | hiwad | مرکه | پرپاكستان د امريكا د نوې تګلارې اغېزې

پرپاكستان د امريكا د نوې تګلارې اغېزې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پرپاكستان د امريكا د نوې تګلارې اغېزې

په دې وروستيو كې دامريكا جمهوررييس ښاغلي ډونالډټرمپ ويلي ،چې د ترورېزم او ترهګرۍ دله منځه وړلو په موخه امريكا له پاكستان سره په لسګونه ميليارده ډالره مرسته كړې،خو ترلاسه شوې مرستې پاكستان دترورېزم او ترهګرۍ د غښتلي كولو لپاره لګولي دي ،ترڅو دافغانستان په خاوره كې دامريكا يي ځواكونو او افغانانو پرضد عمل وكړي. ښاغلي ټرمپ داهم ويلي،چې پاكستان له امريكا سره له درغلۍ كار اخيستى او نور دپاكستان درواغجنې خبرې او دوه مخې پاليسي امريكا ته دمنلو وړ نه ده.

د  هېواد ورځپاڼې خبريال دعلومو اكاډمۍ د مځكې مركز له رييس ښاغلي احمد اميد ((افضلي)) سره مركه كړې،چې خپرېږي.

پوښتنه : دامريكا جهوررييس ټرمپ دپاكستان واكدران له ترورېزم او ترهګرۍ سره په مبارزه كې درواغجن بللي او د امريكا دلسګونو ميلياردو ډالرو په بې ځايه لګولو يې  خپګان ښكاره كړى دى. دغه څرګندونې، چې دامريكا دپاليسۍ يوه برخه ده څومره پر پاكستان اغېزمنتيا لرلى شي؟

ځواب: د پاكستان پروړاندې دامريكا له اوسنۍ پاليسۍ څخه زه ديوښاري اوسېدونكي اوليكوال په توګه ملاتړ كوم، خو كه په دقيقه اوسمه توګه موضوع وڅېړو،ښه به دا وي ،چې ارزونه يې وشي، داچې پاكستان په سيمه كې دامريكا پخوانى ستراتېژيك دوست بلل كېده او دامريكا د پخواني ولسمشر اوباما دواكمنۍ پرمهال پاكستان دامريكا له ډېرو مرستو برخمن شواو په هماغه وخت كې  دامريكا د ستراتېژيك دوست په توګه ياد شو، اساسي موضوع داده ،چې امريكا اوس د پاكستان په دوه ګونې پاليسۍ ښه پوهېدلې ده. زما له آنده پاكستان هروخت په افغانستان كې دتروريزم اوترهګرۍ دله منځه وړلو لپاره دوه ګونې پاليسي پرمخ وړې ده. دوه ګونې پاليسي په دې مانا ده ،چې پاكستان دامريكا مرستې تر لاسه كړي او غوښتل يې چې په نامشروع توګه په سيمه كې خپل پايښت ته دوام وركړي، نو زه په دې حساس پړاوكې د منځنۍ اسيا لپاره دامريكا پاليسي اغېزمنه بولم. زما غوښتنه داده،چې دامريكا پاليسي ورو ورو دعمل په ډګر كې پلې شي او عملاً په هغو هېوادونو كې ،چې هلته دترورېزم ځالې شتون ولري بايد دغه ځالې له منځه يوړل شي.

پوښتنه: اوس چې پاكستا ن د دوه مخي هېواد په توګه وپېژندل شو، امريكا به څومره وتوانېږي چې دترورېزم ځالې په پاكستان كې له منځه يوسي؟

ځواب: دا بحث ډېر مهم دى، چې په اوسنيو شرايطو كې امريكا دافغانستان په همغږۍ او ملګرتيا سره هغو هېوادونو ته له سياسي پلوه قناعت وركړي ،چې په كې دترورېزم او ترهګرۍ ځالې شتون لري ،چې داسمه لاره نه ده او دغه راز افغانستان د ډيپلوماتيكو مراجعو له لارې بايد پاكستان ته قناعت وركړي ،چې موږ كولاى شو ديو محور پرسر د خپلو مشتركو ګټو دساتلو لپاره كار وكړو. دابه ښه وي،چې ستونزې په ښه اومشروع بڼه حل كړاى شي، خو اساسي بحث دادى ،چې امريكا كولاى شي له سياسي او مالي پلوه پرپاكستان فشارونه نور هم زيات كړي چې په ګډه دستونزو په اوارولو كې كار وكړي. پاكستان بايد خپله دوه ګونې پاليسي دترورېزم د له منځه وړلو په موخه بدله كړي، ترهغو چې پاكستان دافغانستان او سيمې په اړه له تهدابه  خپلې تګلارې ته بدلون ورنه كړي اويا دترهګرۍ پروړاندې له دوه مخې پاليسۍ نه لاس وانه خلي،نو دنړۍ هېوادونو ته به قناعت ورنه كړاى شي.په داسې حالت كې دسولې دخوندي كولو لپاره كومې نتيجې ته نه شو رسېدلى، نو دافغانستان امريكا اوپاكستان ترمنځ په خبرو كې اساسي بحث پاكستان دى ،ځكه امريكا اوس په دې باوري شوې،چې دپاكستان اساسي ستونزه دوه مخې پاليسي او درواغ دي چې په دغه شان يې  له امريكا اومتحدينو څخه ډېرې مرستې ترلاسه كړي اودوى ته يې داحمقانو په شان فريب وركاوه . دترورېزم او ترهګرۍ د  ختمولو لپاره يوازنۍ لاره د رښتينې اوغښتلې پاليسۍ پرمخ بېول دي، نه داچې له يوه اړخه دترورېزم ملاتړ وكړي اود هغوى د ځالو د نړولو په برخه كې همكاري ونه كړي اوله بله پلوه ددې توقع هم ولري،چې ډېرې مرستې دي ور سره وشي. بايد د دوه مخې پاليسۍ په له منځه وړلو كې پاكستان لاس په كارشي 

پوښتنه: داچې دپاكستان په وړاندې دامريكا په پاليسۍ كې بدلون راغلى دى ،نو موږ به په راتلونكې كې له امريكا دڅه په تمه واوسو؟

ځواب: كومې غوښتنې ،چې افغانانو له وړاندې له امريكا څخه لرلې اوس ګورو ،چې ورو ورو دامريكا په پاليسۍ كې داخلېږي. دپاكستان پروړاندې دامريكا له دريځه دافغانستان هروګړى ملاتړ كوي.زموږ له انده امريكا دسولې په برخه كې اوس اساسي ستونزه درك كړې ده. له شك پرته كه چېرې پرپاكستان فشارونه په تېره بيا په مالي برخه كې قطع شي. زه باور ي يم ،چې په راتلونكي كې به موږ په سيمه كې دسولې اوثبات دراوستلو شاهدان و اوسو.

                  محبوب- هېواد

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha