صفحه اصلی | hiwad | مرکه | د وارداتي برېښنا پرځاى دې پر كورنۍ برېښنا پانګونه وشي

د وارداتي برېښنا پرځاى دې پر كورنۍ برېښنا پانګونه وشي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د وارداتي برېښنا پرځاى دې پر كورنۍ برېښنا پانګونه وشي

امريكا له افغانستان سره د وارداتي برېښنا په برخه كې دمرستې هوډ ښودلى دى. په افغانستان كې دامريكايي دځواكونو مسئولينو ويلي:

سربېره پرپنځه سوه ميليونو ډالرو چې دملي اردو ځواكونو او قطعاتو ته د برېښنا درسولو په برخه كې لګول شوي دي، پنځه سوه ميليونه ډالره نور د برېښنا په برخه كې بېلابېلو ولايتونو ته هم ځانگړى شوي دي، چې له برېښنا برخمن شي.

دهېواد ورځپاڼې خبريال دافغانستان د علومو اكاډمۍ دملي اقتصاد د انستيتيوت له آمرشېرعلي ((تزري)) سره مركه كړې چې خپرېږي.

 پوښتنه: په افغانستان كې دامريكا دمېشتو ځواكونو مسئولينو له افغانستان سره د برېښنا انرژۍ په برخه كې دپنځه سوه ميليونو ډالرو مرستې تيارى ښودلى دى . دغه مرسته به د برېښنا دستونزې په لرې كولو كې څومره مرسته وكړي؟

 ځواب: اوس دساينس او تكنالوژۍ عصر دى چې له برېښنا پرته هېڅ ګام دپرمختګ پرلور نه شي پورته كېدلى.اوس په دولتي ادارو  او داستوګنې په ځايونو كې د برېښنا دكمښت او پرچاوۍ شاهدان يو، ډېرې چارې او فعاليتونه د برېښنا دنه شتون له امله درېدلي دي، نوهېڅ هېواد به د برېښنا په نه شتون كې وده ونه شي كړاى.  داځكه چې په اوسني عصر كې دورځنيو چارو دپرمخ بېولو لپاره برېښنا يو اساسي شرط بلل كېږي.

ده زياته كړه: د برېښنا په برخه كې د امريكا مرسته كه څه هم چې په پوځي قطعاتو كې وي خو بيا هم گټوره ده ، ځكه دغه قطعات هم حق لري چې د برېښنا له مرستو برخمن شي. كله چې دغو قطعاتو ته برېښنا رسول كېږي، نو دنورو وګړنيزو سيمو برېښنا غښتلې كېږي، يوټكى دبحث وړ دى هغه دا چې موږ هېڅكله د وارداتي برېښنا په واسطه نه شو كولى خپله د برېښنا اړتيا په سمه توګه لرې كړو ، ځكه چې وارداتي برېښنا ترهغه مهاله شتون لري چې د پلورونكي او پېرودونكو هېوادونو ترمنځ اړيكې ښې وي. واردوونكي هېوادونه كه تل په توليدوونكي هېواد تكيه ولري، د برېښنا له درېدو او ځنډ سره مخ كېداى شي.

 ښاغلى تزري  څرګنده كړه: زموږ واكداران بايد له امريكا دداسې مرستې غوښتنه وكړي چې دافغانستان په دننه كې د برېښنا دتوليد مركزونه ، تاسيسات او د برېښنا بندونه جوړ شي .داكار همېشنى اودتل لپاره پاتې كېدونكى دى . دوارداتي برېښنا په اړه يو ضرب المثل لرو هغه دا چې پردى كټ تر نيمې شپې پورې وې. نو وارداتي برېښنا لنډمهاله اوموقتي ده او زموږ ستونزې نه شي حل كولى.

پوښتنه : سره له دې چې مرسته شوې پيسې د وارداتي برېښنا په برخه كې لګول كېږي د برېښنا په زياتوالي كې څومره اغېزمنتيا لري؟

ځواب: دامريكا يو ميليارډ ډالره ډېره ستره مرسته ده  كه چېرې دغه ډالر د برېښنا دتوليد په بندونو كې ولګول شي كه څه هم چې وخت نيسي، خو زموږ دخلكو برېښنايي ستونزې پر اوږدمهال په اساسي ډول لرې كولى شي.

 ده زياته كړه: د وارداتي برېښنا په رسولو سره زموږ ستونزې ځكه لرې كېداى شي چې برېښنا ته ډېره اړتيا لرو ، خو دا برېښنا په اساسي ډول زموږ ستونزه نه شي لرې كولى. سره له دې چې دملي اردو دځواكونو ستونزې د برېښنا له پلوه لرې كېږي ،واضح ده چې مثبت ګام دى.خلك هم كولى شي د ملي اردو اوملي پوليسو له برېښنا ګټه پورته كړي.

پوښتنه: دلمريزې برېښنا پروژې چې په ماهيپر اوكندهار كې دجوړولو په حال كې دي، څومره اغېزمنتيا لري؟

 ځواب: د اوبو د برېښنا ترڅنګ  دلمريزې برېښنا مركزونو جوړول ډېره گټه لري. په هېواد كې داسې ځايونه شتون لري چې هلته د برېښنابندونه نه شته په داسې سيمو كې دلمريزې برېښنا د مركزونو جوړول ډېر مهم دي، خو په داسې ځايونو كې چې د برېښنا بندونه جوړ شوي وي هلته د اوبو له بندونو څخه بايد ګټه پورته شي ، چې  دتل لپاره وكولاى شي خلكو ته برېښنا ورسوي .

محبوب _ هېواد 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha