صفحه اصلی | hiwad | مرکه | د حكومت د نوې اقتصادي تګلارې له مخې د عينكو د مسوكان د راسپړلو چارې پيلېږي

د حكومت د نوې اقتصادي تګلارې له مخې د عينكو د مسوكان د راسپړلو چارې پيلېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د حكومت د نوې اقتصادي تګلارې له مخې د عينكو د مسوكان د راسپړلو چارې پيلېږي

دعينكو د مسوكان دسيمې له سترو كانې زېرمو څخه ګڼل كېږي چې دراسپړلو دچارو تړون يې څو كاله وړاندې له يوې چينايي كمپنۍ سره لاسليك شوى او چارې په يې د افغان حكومت دنوې اقتصادي تګلارې له مخې پرمخ لاړې شي او دهېواد په اقتصادي ثبات كې به رغنده او ټاكونكى رول ولوبوى. چينايي كمپنۍ دعينكو دمسوكان په سيمه كې ډېرې ودانۍ جوړي كړي دي، خو له يوې خوا په دغې سيمه كې لرغونو آبداتو او آثاروته دزيانونو درسېدو دمخنيوي په موخه او له بلې خوا دداسې نورو ستونزو له امله ددغه كان دراسپړلو چارې تراوسه نه دي پيل شوي.دهېواد ورځپاڼې خبريال دمسو ددغه ستر كان دزيات اقتصادي اهميت او د راسپړلو دڅرنګوالي په اړه دكانونو او پټروليم وزارت له وياند ښاغلي عبدالقدير ((مطفي)) سره مركه كړې ، چې دا دى خپرېږي.

پوښتنه: دعينكو دمسو كان دراسپړلو چارې به څه مهال پيل شي؟

 ځواب: دكانونو او پټروليم وزارت دهېواد دسترو اقتصادي پروژو په توګه دلوګر دعينكو دمسو دستر كان په ګډون دطبيعي زېرمو د راسپړلو او په كار اچولو له پاره په يوه تعهد او اساس فكر كوي چې په اړه يې كار هم شوى دى اوپلي كولو ته به چمتو شي موږ په دې برخه كې دښه پرمختګ له پاره يوه تګلاره هم جوړه كړې ده چې هغه دهېواد له مدني ټولنې، نړيوالې ټولنې او دكانونو له كارپوهانو او متخصصينو سره هم شريكه شوې ده. له دغې تګلارې موخه داده چې موږ به په دغه سكټور كې منظم ريفورم ، اصلاحات اواساسي جوړونه منح ته راولو.

 داتګلاره په ټوله كې ۵ اساسي فكتورونه لري چې لومړى يې دكانونو او پټروليم وزارت له خوا ددغې ادارې منظمه جوړونه ده. دكانونو او پټروليم په وزارت كې دغه بهير ښه پرمخ درومي او جيولوژيكي مديريت، دتړونونو چارې، دښې حكومتوالۍ او دحساب كتاب او ځواب وركولو او همداسې دپانګې اچونې موضوعګانى په كې شاملې دي .

ده زياته كړه: موږ دوه ډوله تړونونه لرو چې هغه ستر تړونونه اوكوچني تړونونه دي . په سترو تړونونو كې دسيمې هېوادونه ګډون لري.لكه دچين هېواد چې دعينكو دمسو كان دراسپړلو له پاره يې پانګونه كړي ده اوهمداسې هنديانو دحاجيګك دوسپنې كان د راسپړلو له پاره پانګې اچونې ته خپله ملاتړلى ده اوهم كاناډايانو دآمو دريا په حوزه كې دنفتو، تيلو اوګازو دراسپړلو او په كاراچولو له پاره پانګې اچونې ته خپل پوره چمتووالى ښودلى دى او دا ټول هغه كارونه دي، چې موږ پر دوو كتګوريو ويشلي دي. يوازې  ددغه تړون ارزولونه بلكې دعينكو دمسو كان په سيمه كې دلرغونو آبداتو اوتاريخي آثارو شتون هم ددغه كان دراسپړلو چارې ځنډنۍ ، خنډنۍ او
 ټكنۍ كړي دي.

دكانونو او پټروليم وزارت يولړ تدابير ترلاس لاندې نيولي دي چې له مخې به يې ټول تړونونه وارزول شي. ددغه وزارت هرتړون  درې برخې لري چې اقتصادي، تخنيكي او حقوقي برخې دي ده وويل: په تېرو شپاړسو كلونو كې يوه ډېره بنسټيزه مسئله داوه چې په تړونونو كې له پوره دقت او پاملرنې څخه كارنه واخيستل شوى. دسارې په ډول موږ يو تړون كړى ، خوبيا وروسته پردې پوه شوي يو چې تړونونه نيمګړتياوې لري او له بيو او قېمتو سره يې انډول نه درلود او موږ ونه شواى كړاى چې دوخت اوزمان حالاتو ته په كتو دغه كار پرمخ بوزو. په همدې اساس دوزارت مشرتابه دغه تړونونه بيا كتنې او ارزونې ته وسپارل چې اوس ددغه ډول تړونونو له ډلې څخه دعينكو دمسو دكان پروژه او دهغې دراسپړلو په اړه تړون په نورمال ډول ترارزونې او بيا كتنې لاندې دى.چينايي لوري څو موارد موږ ته سپارلي دي چې هغوى په ۵۶ مواردوكې دتعديلاتو د راوستو غوښتنه كړې ده ، په دغې پروژې كې د ټكسونو موضوع هم شامله ده چې دغو غوښتنوته به دكانونو اوپټروليم وزارت ځواب ووايي او اوارولوته يې دانګي.

دملګرو ملتونو دكنوانسيونونو دسپارښتنو اومنشوونو اوهمدارنګه د يونسكو ټولنې دتعاملاتو پربنسټ دغه آثار اوآبدات بايد په دقيقه اومنظمه توګه راواېستل شي او يو خوندي ځاى ته دې ولېږدول شي او وروسته بايد دمسود دغه كان دراسپړلو پروګرامونه پيل شي.

 پوښتنه: اوس دكانونو او پټروليم وزارت په دې برخه كې څه بايد وكړئ؟

ځواب: اوس دكانونو اوپټروليم وزارت په ښه حالت كې دى پر ټولو پروسو ښه څارنه او نظارت لرو. په دې برخه كې دامنيت او د تړون په اړه كومه ستونزه نه شته ، اوس يوازې په دې سيمه كې دتاريخي او باستاني آثارو موجوديت مطرح دى.

داطلاعاتو او فرهنگ وزارت بايد دغه باستاني آثار راوباسى او له دې ځايه يې خوندى ځايونو او موزيمونو ته ولېږدوى اوهلته يې ځاى پرځاى كړي افغان حكومت په دغه تړون كې ملي گتې په پام كې نيولي دي او د پروژې ارزښت ته په كتو ددغې پروژې پرټولو برخو  څارنه اونظارت لرو. دعينكو دمسو كان يوازې يو تړون نه دى ،بلكې څو نورتړونونه هم شته چې افغان حكومت دهغو پلي كولو ته پوره ژمن دى.

 پوښتنه: كه څه هم دعينكو د مسو كان ګټې اخيستنې ته نه دى سپارل شوى، آيا چينايي كمپنۍ ددغې پروژې له پلوه څه ماليه او ټكس دكانونو اوپټروليم وزارت ته وركوي كه څنګه؟

 ځواب: په تړونو نو كې چيني كمپنۍ بايد ۵، ۱۹سلنه رويالتي د افغانستان لوري ته وركړي او چينايي كمپنۍ بايد ددې ترڅنګ مخكيني څوميليونه ډالره افغان لوري ته وركړي واى، داسې نور شرايط هم په تړون كې درج  دي، خو اوس ددغه تړون په اړه خبرې او ارزونې روانې دي په ياد تړون كې ۵۶ مواد شته چې چينايي كمپنۍ دافغانستان حكومت ته سپارلي دي چې ډېريي حقوقي موارد دي او په دې تړاو مو يو حقوقي بنسټ  هم جوړ كړى دى چې دغه موارد په منظم ډول سره ارزيابي ځواب كړى ددغه كار دسرته رسولو له پاره زموږ حقوقي بنسټ نورهم بايد پياوړې شي، نو ځكه دافغانستان د اقتصاد په عالي شورا كې هم پرې خبرې شوې دي، چې د كانونو اوپټروليم وزارت يو منظم حقوقى بنسټ بايد په كې شتون ولري چې زموږ پرټولو تړونونو اقتصادي اوحقوقي نظارت او څارنه وكړي اوس موږ په نورمال ډول پرمخ روان يو.

                             محبوب _ هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha