صفحه اصلی | hiwad | مرکه | د سولې په راوستو سره به د فابريکو د جوړولو بهير نور هم پرمختګ وکړي

د سولې په راوستو سره به د فابريکو د جوړولو بهير نور هم پرمختګ وکړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د سولې په راوستو سره به د فابريکو د جوړولو بهير نور هم پرمختګ وکړي

د تېرې يوې نيمې لسيزې په موده کې خصوصي سکتور په هېواد کې ډېرې فابريکې جوړې کړي او د اړتيا وړ توکي په کې توليدېږي. اوس ډېر کورني صنعتي توکي د هېواد په بازارونو کې پيداکېږي او د بهرنيو هېوادونو دتوليداتو ځاى يې نيولی دی.

که څه هم امنيتي ستونزې شتون لري،خو له دغو ستونزو سره سره بيا هم د خصوصي سکتور له خوا دفابريکو دجوړولو لړۍ روانه ده . د هېواد ورځپاڼې خبريال دافغانستان دصنايعو او کانونو د خونې عامل هيئت له رييس رحيم الله ((سمندر)) سره مرکه کړې ده ،چې خپرېږي.

پوښتنه: په هېواد کې دنويو فابريکو د جوړولو بهير څنګه دی؟

ځواب: دفابريکو دجوړولو بهيربرمختګ کړی دی. پخوا د نويو فابريکو د جوړولو اجازه ليکونه د (آيسا) ادارې له خوا ورکول کېدل، اوس دسوداګرۍ وزارت ترمشرۍ لاندې يو رياست د جوازونو په نوم جوړ شوی او اوس مهال زموږ په ګاونډ کې فعاليت لري. دغه رياست دهغو خصوصي متشبثينو په تړاو چې غواړي پانګونه وکړي دنده لري چې جواز ليکونه ورکړي. دصنايعو په برخه کې بايد ووايم ،چې صنعت په هېواد کې دپرمختګ په حال کې دی.

ده زياته کړه: هېوادوالو ته اوسنی امنيتي وضعيت مالوم دی. دغه امنيتي ګواښونه دپانګوالو پر وړاندې لويې ستونزې جوړوي. په هېواد كې د هرې سيمې دپېښو خبرونه اورو او وينو يې ، خو بيا هم زموږ پانګوال دخپل هېواد د آبادۍ  لپاره پانګونه کوي. زموږ يوشمېر جلا وطني هېوادوال هېواد ته راغلي او زړونه يې دې ته ښه کړي،چې په هېواد کې به سوله اوثبات راځي ، خو له بده مرغه زموږ دغه اکثريت هېوادوال دې ته حاضر شوي دي، ترڅو هېواد بېرته خوشي کړي او بهرنيو هېوادونو ته لاړشي اوخپلې پانګې هم ورسره يوسي. په دغسې حالت کې زموږ پانګوال اوهغه کسان ،چې پانګه په واک کې لري د صنعت په برخه کې پانګونه کوي.موږ ددې شاهدان يوو،چې نوې فابريکې په نږدې موده کې موږ ته را پېژندل کېږي. موږ ددغو فابريکو کارونه ارزوو او داکار ددې زيری ورکوي ،چې په افغانستان کې دصنعت په برخه کې پانګونه مخ پر ودې ده او علاقمندي هم زياته شوې ده . ددغه کار دليل دا دی،چې ښاغلى ولسمشر او افغان دولت د فابريکو د جوړولو په برخه کې ډېره پاملرنه لري.په دې وروستيو کې له کومې ورځې، چې د صنايعو او کانونو خونه جوړه شوې، له همغې ورځې راهيسې سوداګرو او پانګوالو ته يو لړ آسانتياوې برابر وي. دولسمشر محمد اشرف غني د وروستي حکم له مخې هغه کسان چې دصعنت په برخه کې پانګونه کوي د درېوکلونو لپاره له مالياتو معاف دي. همدا راز هرڅوک ،چې افغانستان ته ماشينري راوړي له مالياتو معافېږي. ددې ترڅنګ له افغانستانه ،چې کوم خام مواد بهرته لېږدول کېدل دموادو له بيې څخه ماليه لوړه وه. اوس ولسمشر ددغې ستونزې دحل کولو لپاره ډېره پاملرنه کړې ده. اوس دخامو موادو د واردولو ماليه يوه سلنه ده او هره ورځ موږ ته دا وعده راکول کېږي ،چې کوم اقلام د هېواد په دننه کې توليدېږي د هغو دې ملاتړ وشي اود بهرنيو هېوادونو پر وارداتو باندې دې ماليه لوړه کړای شي، ترڅو زموږ کورني توليدات دبهرنيو توليداتو پر وړاندې سيالي وکړای شي . څو اوونۍ وړاندې موږ يو لېست مديره هيئت ته وسپاره ،ترڅو ځانګړې کمېټې ته يې وړاندې کړي او په هغه کې له نېکه مرغه ،چې له ۳۰ تر ۳۵ اقلامو پورې مواد په هېواد کې توليدېږي او هېڅ اړتيا نه شته ،چې له ګاونډيو هېوادونو لکه له چين يا نورو هېوادونو څخه افغانستان ته وارد شي. په کورنيو توليد شويو مالونو کې دپيپ، پي وي سي ،کاغذي دستمالونو ،دتشناب کاغذونو، درومي بانجانو رب ،خوراکي مواد، ترېشل شوي اوړه، د غنمو ترېشل ، دوريجو ترېشل او همداسې د جوارو ترېشل ددغو ټولو موادو اړوند شيان د بساينې او خود کفايۍ ترحده پورې جوړېږي. د پلاستيک په برخه کې افغانستان بساينې ته رسېدلی دی او د بهرنيو هېوادونو توليداتو ته هېڅ اړتيا نه شته. همدا شان د موبل او فرنيچر په برخه کې دخود کفايۍ مرحلې ته رسيدلي يوو.همدارنګه د حبوباتو په برخه کې خود کفايۍ ته رسېدلي يوو اوددالو فابريکه هم جوړه شوې چې د افغانستان دخلکو له اړتيا زيات مواد په کې توليدېږي آن تردې ،چې ګاونډيو هېوادونو ته لېږدول کېدای شي.

ښاغلي ((سمندر)) جوته کړه : افغانستان د پروفيل په برخه کې پرمختګ کړی او دخپلى بساينې او خود کفايۍ حدته رسېدلي يوو موږ د نورو هېوادونو پروفيلو ته هېڅ اړتيا نلرو. همدا اوس په هرات کې پخته پروسس کېږي او دغه راز تار توليدېږي چې د هېواد له اړتيا څخه هم ډېر دي. نور توکي هم لرو ،چې په هېواد کې توليدېږي اود بهرنيو هېوادونو توليداتو ته هېڅ اړتيا نه ليدل کېږي. موږ هلې ځلې کوو،چې خصوصي سکتورد اړتيا وړ نورو اقلامو توليد ته وهڅوو تر څو زموږ اړتيا د هېواد په د ننه کې پوره شي.   محبوب-هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha