صفحه اصلی | hiwad | مرکه | مشتركه پاليسي د چين،پاكستان، افغانستان او سيمې په ګټه ده

مشتركه پاليسي د چين،پاكستان، افغانستان او سيمې په ګټه ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
مشتركه پاليسي د چين،پاكستان، افغانستان او سيمې په ګټه ده

دافغانستان، چين اوپاكستان دبهرنيو چارو د وزيرانو ترمنځ دسياسي اعتماد درامنځ ته كېدو،مصالحې ،پرمختيايي چارو،اتصال ،امنيتي همكارۍ او دغه راز ترڅنګ يې د ترهګرۍ پرضد دمبارزې په اړه غونډه دپاكستان، افغانستان ،چين او سيمې په ګټه ده . ددغې درې اړخيزې غونډې دپرېكړو او ژمنو پلي كول به د يادوهېوادونو ترمنځ د سولې، ثبات او پرمختيا په رامنځ ته كېدو كې مرسته وكړي. كه څه هم اوس دافغانستان اوپاكستان ترمنځ اړيكې ښې نه دي،خو بيا هم دايو نېك عمل دى. دهېواد ورځپاڼې خبريال په دې اړه دافغانستان دعلومو اكاډمۍ له غړي اوليكوال ښاغلي احمد اميد ( (افضلي)) سره مركه كړې چې دادى خپرېږي.

 پوښتنه : دافغانستان، چين اوپاكستان دبهرنيو چارو د وزيرانو ترمنځ خبرې څنګه ارزوئ؟

 ځواب: چين نه يوازې په سيمه كې ، بلكې دنړۍ په كچه يو لوى ځواك دى. چين كولاى شي له افغانستان اوپاكستان سره دخبرو له لارې په  افغانستان او سيمه كې دسولې د راوستو او دترورېزم دمخنيوي په تړاومهم رول ولوبوي. چين ددې وس لري چې پرپاكستان فشار زيات او دې ته يې اړ كړي چې په افغانستان كې دسولې اوثبات په راوستو كې مثبت اوښه نظر پيدا كړي . كه چېرې  موږ ځير شو ددې شاهد يو چې هند اوچين دوه غښتلي هېوادونه دي.، خوله بله پلوه هند په سيمه كې دپاكستان يو غښتلى سيال دى، نو چين يوازنى انتخاب دى چې كولاى شي دپاكستان دهغه منفي سياست مخنيوى وكړي چې د افغانستان په اړه يې دهند پروړاندې كاروي.چين ډېرې اقتصادي اوپوځي مرستې له پاكستان سره كوي، نو له دې امله دغه هېواد كولاى شي، پرپاكستان فشار راولي، له دې وړاندې هم چين دغه كار كړى اوپاكستان يې له افغانستان سره دسولې خبرو ته هڅولى دى .

دپاكستان له منځ ته راتلو راهيسې چين اوپاكستان ښې اړيكې لري. پاكستان هم د خپل سياست دپلي كولو لپاره دچين له غښتلتيا ګټه پورته كړې ده.

 ده زياته كړه: دچين سياست دهېوادونو په كورنيو چارو كې دنه مداخلې پراصل ولاړ دى. دا سياست دافغانستان لپاره هم يو ښه انتخاب دى چې له مخې يې له پاكستان سره دافغانستان دسولې په خبرو كې ښه ګټه ترې پورته شي.

دچين سياست دسولې راوستو لپاره په ښه نظر ارزوم او داهيله اوتمه لرم، چې چين به پرپاكستان فشار راولي چې په افغانستان كې دواقعي سولې د راوستو بهير پرمخ لاړ شي.

 پوښتنه : اوس هم د افغانستان ددولت مخالفين په پاكستان كې مركزونه لري، څنګه كېداى شي چې دغه مركزونه وتړل شي؟

 ځواب: دپاكستان له جوړېدو راهيسې دغه هېواد په دې لټه كې دى، چې څنګه په سيمه اوپه تېره بيا په افغانستان كې اغېزمن رول ولوبوى اوله دې لارې په افغانستان كې خپلې شومې موخې ترلاسه كړي. اوهمدارنګه دغه هېواد تل دا غوښتي چې دهند پرضد چې په سيمه كې دپاكستان سيال دى خپلې ناوړې پاليسۍ ته دعمل جامه ورواغوندي اوپاكستان دغې مسئلې ته لمن وهلې ده. دامريكا د نوي ولسمشر ډونالډ ترمپ په ستراتېژۍ كې لومړنى مثبت كارچې وليدل شو هغه پرپاكستان د فشار راوستل و. په دې مانا چې كه موږ څو تېرو كلونو ته نظر واچوو ولسمشران بوش اواوباما له پاكستان سره ډېر نږدې وو اوپه ميليونو ډالره پوځي اومالي مرستې يې ورسره كولى، كله چې له پاكستان سره دامريكا دپخوانيو ولسمشرانو دومره نږديوالى و، خو اوس ګورو چې امريكا پر پاكستان  بې باوره شوې ده. امريكا په زغرده دا اعلان وكړ، كومې استخباراتي مدرسې چې پاكستان په خپل هېواد كې جوړې كړي دي اوپه هغو كې ترورېستان روزى هغه دې وتړي. افغانستان هم تل دا هيله لرله چې په پاكستان كې دې د ترورېستانو ځالې وتړل شي ، زموږ مسئولينو تل داو يلي دي چې ترورېستان اوترهګر دافغانستان د پولو له ها خوا څخه زموږ هېواد ته رااوړى اوپه افغانستان كې ترهګريز بريدونه كوي.موږ تل داسې  اندېښنې درلودې او لرويې . كه څه هم چې دغه مسئله ډېره پيچلې ده، په سيمه اوپاكستان كې له دغې ناوړې او دوه مخې پاليسۍ ډډه نه ده شوې، نو دافغانستان دخلكو او دولت هيله داده چې دافغانستان پروړاندې دپاكستان ليد لورى بدل شي او له مخې يې دافغانستان په كورنيو چاروكې له بې شرمانه لاسوهنو لاس واخلي .موږ كولاى شو په سيمه كې ديو گډ سوله ييز ژوند شرايط منځ ته راولو ، نو په دې ۲۱مه  پېړۍ كې چې موږ ژوند كوو، كه چېرې پاكستان دافغانستان په اړه خپل اوسني سياست ته د پاى ټكى كېږدي، افغانستان ته دترهګرو رالېږل ودروي او دمشتركو ګټو سياست ته مخه وكړي ، په دغه كاركې دپاكستان ، افغانستان اود سيمې دټولو هېوادوالو  ګټې خوندى كېږي اومثبتې پايلې به راونغاړي.          محبوب _ هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha