صفحه اصلی | hiwad | مرکه | د ريل د پټليو غځول به افغانستان د سيمې او نړۍ پر ستر تجارتي او ترانزېټي پله بدل كړي

د ريل د پټليو غځول به افغانستان د سيمې او نړۍ پر ستر تجارتي او ترانزېټي پله بدل كړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ريل د پټليو غځول به افغانستان د سيمې او نړۍ  پر ستر تجارتي او ترانزېټي پله بدل كړي

د افغانستان د سوداګريزو او ترانزيتي چارو د پرمختګ له پاره د حكومت د زياتو رغنيزو هڅو په پايله كې دايران له خواف سيمې څخه تر هراته پورې د اورګاډي پټلۍ په غځولو او بشپړولو سره به زموږ سوداګر او نور هېوادوال وكړاى شي چې په ارزانه خوندي او لږلګښت خپل مالونه له هېواده بهر او دهېواد داخل ته را وارد او صادر كړي. اوس افغانستان ته د ازبكستان ،ايران او تركمنستان له هېوادونو څخه د اورګاډي پټلي د غځولو چارې روانې دي. دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ريل پټلۍ ددغې سترې پروژې په اړه د منځنۍ آسيا د هېوادونو له ولسمشرانو سره خبرې كړي دي، د هېواد ورځپاڼې خبريال په دې اړه د فوايد عامې وزارت له وياند محمد مهدي ((روحاني)) سره مركه كړې ،چې دادى خپرېږي .

پوښتنه: په هېواد كې ددغې ريل پټلۍ د غځولو چارې تر كومه بريده پرمخ تللي دي؟

ځواب: دافغانستان د فوايد عامې وزارت د اورګاډي پټلۍ رياست پلان لري ،چې تر۲۰۳۰ زيږديز كال پورې ۵۵۵۵كيلومتره د اورګاډي پټلۍ جوړه كړي. له دغې پټلۍ يوه پنځه ګونې او بله يې درې ګونې ده ،چې د جوړولو چارې يې په ښه توګه پرمخ درومي دايران د وړيا مرستې په لګښت د ايران د خواف او دافغانستان د هرات ترمنځ ۳۰كيلومتره ريل پټلۍ جوړه شوې او پر پاتې برخې يې كار روان دى. له خوافه د هرات تر هوايي ډګر پورې څلور لينه ريل پټلۍ د اېتاليا هېواد د اوږدمهال پور په لګښت  جوړيږي. موږ هم پلان لرو ،چې په دغې ريل پټلۍ سره د هېواد شمال له سهيل او همدارنګه د هېواد ختيځ له لويديځ سره ونښلول شي.

پوښتنه: له چين، ازبكستان اوتركمنسان څخه افغانستان ته د اورګاډۍ پټلۍ دغځولوچارې څنګه روانې دي؟

ځواب: له چين څخه دقزاقستان او ازبكستان له لارو افغانستان ته د اورګاډي په واسطه سوداګري يوځل ترسره شوه ، خو وروسته دځينو ستونزو له امله دغه لړۍ ودرېدله. دا دافغانستان دفوايد عامې وزارت  د اورګاډي پټلۍ دساتلو اومراقبت درياست دنده ده چې په دې برخه كې خپلې هلې ځلې جاري وساتي. موږ له چين څخه افغانستان ته د  اورګاډي پټلۍ دغځولو چارې پيل كړي دي چې له دې لارې به دمالونو دلېږد اورالېږد موده له پنځومياشتو څخه دوولسو ورځو ته راټېټه شي .له چين څخه افغانستان ته دمالونو په لېږد اورالېږد كې كومه ستونزه نه شته ، ستونزه دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت او
دسوداګرۍ وزارت په
چوكاټ كې ده.

 پوښتنه: دافغانستان او تركمنستان ترمنځ داورګاډي پټلۍ چارې څنګه دي؟

ځواب: دآقينې اواندخوى ترمنځ دوولس كيلومتره پټلۍ څه موده وړاندې دولسمشر محمد اشرف غني له خوا پرانيستل شوه چې ترشبرغانه پورې غځول كېږى.

 پوښتنه: دتاجكستان اوافغانستان ترمنځ د اورگاډي پټلۍ دجوړولو لپاره څه پلان لرئ؟

ځواب: دافغانستان
او تاجكستان ترمنځ به د اورګاډي پټلۍ د جوړولو په اړه  په راتلونكې درې اړخېزه غونډه كې خبرې وشي.پردې پوره باور دى چې له افغانستان سره به
ديادو هېوادونو دريل پټليو جوړول او بشپړول دافغانستان
 او دسيمې د هېوادونو داقتصادي او امنيتي ثبات په
برخه كې رغنده اوټاكونكى رول ولري او افغانستان به ددغې سيمې د هېوادونو پرستر تجارتي اوترانزيتي پله بدل كړي. 

                        محبوب _ هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha