صفحه اصلی | hiwad | مرکه | د لاجوردو لارې د تړون په پلي كېدو سره به زموږ د هېواد اقتصاد غښتلى شي

د لاجوردو لارې د تړون په پلي كېدو سره به زموږ د هېواد اقتصاد غښتلى شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د لاجوردو لارې د تړون په پلي كېدو سره به زموږ د هېواد اقتصاد غښتلى شي

دلاجوردو لارې هغه اقتصادي اهميت ته په كتو سره چې دتركمنستان په مركز عشق آباد كې د (ريكا) دسيمه ييزو اقتصادي همكاريو دسازمان په اوومه غونډه كې دافغانستان ،تركيې تركمنستان،آذربايجان او ګرجستان ترمنځ لاسليك شو. د لاجوردو لاره دافغانستان له هېواده د تركمنستان ، آذربايجان او ګرجستان له لارې تورسمندرګي ته رسېږي.

دافغانستان دعلومو اكاډيمۍ غړي بخت محمد ((بختيار)) دهېواد ورځپاڼې د خبريال دې پوښتنې په ځواب كې د يادوټكو د څرګندولو په ترڅ كې داسې وويل: په ټوله كې بايد ووايم ،چې دبن له غونډې وروسته له افغانستان سره دمرستې كولو ډېرې غونډې جوړې شوې ،چې ځينويې نړيوال خصوصيت هم درلود چې نه يوازې دسيمې له هېوادونو پرته، بلكې د نړۍ نورو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو هم په كې برخه درلوده ،خو ځينې يې داسې غونډې وي ،چې دسيمې په كچه وشوې، نو دافغانستان د اقتصادي او امنيتي چارو دښه والي لپاره ددغسې غونډو اوكنفرانسونوجوړولو ته ځكه زياته اړتيا ليدل كيږي چې د افغانستان ستونزې زياتې دي اودهغو له منځه وړل او حلول يوازې دافغانستان اوڅو هېوادونو په وس پوره نه دي ،نوله دې امله ددغو ستونزو په حل كې نه يوازې سيمه ييزې بلكې د نړيوالې ټولنې هلې ځلې هم خورا مهمې دي. د ريكا په څېر له دغو غونډو او داسې فرصتونو څخه بايد په ښه توګه ګټه پورته شي په بل عبار ت افغان لورى بايد په داسې غونډو كې له فعالې ديپلوماسۍ كار واخلي په دې لړ كې د (ريكا) وروستۍ غونډه  هم هغه مهمه غونډه ده چې دسيمې په هېوادونو كې جوړېږي او وورستۍ غونډه يې د تركمنستان په پلازمينې عشق آباد كې جوړه شوه په دې غونډه كې د افغانستان له لوري دولسمشر محمد اشرف غني دويم مرستيال سرور دانش او همدراز دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني برخه اخيستي وه. ده زياته كړه: دريكا په دې سيمه ييزه غونډه كې دافغانستان په اړه دسيمې د هېوادونو رول اودغه رازپه سيمه كې د ځينو ستونزو په هكله خبرې اترې وشوې په ياده غونډه كې دافغانستان لپاره يوه ستره لاسته راوړنه دا وه چې په دغې غونډه كې دلارجوردو دتاريخي لارې په اړه تړون دافغانستان ،تركمنستان ، آذربايجان او تركيې ترمنځ لاسليك شو،چې د ترانزيت او سوداګرۍ په پراختيا كې خورا مهم رول لوبولى شي. ددغه تړون بله ګټه داده چې افغانستان په وچه پورې له تړلو هېوادونو څخه دى او سمندرته مستقيمه لاره نه لري چې دلاجوردو دلارې درغولو په پايله كې به د سيمې هېوادنه دسوداګرۍ له انحصاره خوندي شي لكه چې د پاكستان  د افغانستان پرضد له سوداګرۍ نه ديوه ابزار په توګه كار اخيسته . اوس افغانستان له دغسې حالت نه راوتلى اود اكار د اوسني حكومت وړتياوو او مهمو لاسته راوړنو څخه شمېرل كېږي. ده ددې پوښتنې په ځواب كې ،چې تركمنستان له افغان لوري سره د ۵۰۰  ميګاواټه برېښنا تړون هم دريكا په غونډه كې لاسليك كړ.ددغه تړون ارزښت څنګه ارزوئ؟ داسې څرګنده كړه:  هغه برېښنا ،چې اوس يې افغانستان په واك لري هغه هم زياتره له تاجكستان،تركمنستان او ازبكستانه افغانستان ته وارديږي.كه څه هم افغانستان دطبيعي زېرمو له نظره ددې وړتيا لري،چې له خپلو دغو منابعو زياته برېښنا توليد كړي، خو داپه اوږده مهال كې شونې ده په اوس مهال كې افغانستان له نورو ستونزو سره مخ دى. موږ هيله لرو چې په راتلونكې كې دبرېښنا دا ستونزه اواره شي. د ۵۰۰ ميګاواټه برېښنا اهميت په دې كې دى،چې افغانستان دلوېديځو ولايتونو دخلكو ستونزې تريوې اندازې پورې حل كړي. ښاغلي بختيار ددې پوښتنې په ځواب كې ،چې تركمنستان د انرژۍ اوسوداګرۍ له پلوه په سيمه كې دښه ظرفيت لرونكى هېواد دى او هره ورځ دافغانستان او تركمنستان اړيكې پراخيږي دغه اړيكې زموږ د هېواد پر اقتصادي پرمختګ څومره ګټورې تمامېداى شي؟ داسې جوته كړه: دا اړيكې زموږ دهېواد په اقتصادي وده كې مهم رول لوبولي شي افغانستان له هرڅه د مخه بايد له خپلو ګاونډيو سره دښو اړيكو دغښتلي كولو لپاره هلې ځلې وكړي،ځكه له هرڅه نه د مخه زموږ دهېواد ستونزې نورو هېوادونو هم اغيزه كولاى شي، نوله دې امله بايد ګاونډي هېوادونه په خپلو كې دهمغږۍ له مخې ددغه ډول ستونزو مخه ونيسي او همدارنګه د ټاپي پروژه ،چې دافغانستان له لارې به پاكستان او هند ته ګازولېږدوي ددغو هېوادونو ترمنځ به پر اړيكو ښې اغيزې وشيندي. موږ هيله لرو ،چې په راتلونكي كې به دا اړيكې نورې هم پياوړې شي. ددغو اړيكو دپراختيا لپاره د تركمنستان هېواد هم ليوال دى اوله بهرنيو منابعو دعوايدو ترلاسه كولو ته اړتيا لري. دريكا تړون په پلي كېدو اوبشپړېدو سره به دافغانستان اقتصاد غښتلى شي او دافغانستان روانو اقتصادي ستونزو ته به دپاى ټكى كېږدي. 

محبوب- هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha