صفحه اصلی | hiwad | مرکه | لسو خصوصي كمپنيو د هېواد د ګازو او تېلو د تصفيه كولو په برخه كې پانګې اچولو ته لېوالتيا ښودلې

لسو خصوصي كمپنيو د هېواد د ګازو او تېلو د تصفيه كولو په برخه كې پانګې اچولو ته لېوالتيا ښودلې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
لسو خصوصي كمپنيو د هېواد د ګازو او تېلو د تصفيه كولو په برخه كې پانګې اچولو ته  لېوالتيا ښودلې

افغانستان د ګازو او تېلو د زيرمو له پلوه بډاى هېواد دى، خو د ګازو د تصفيې لپاره كومې فابريكې نه ليدل كېږي .اوس ګاز له ازبكستان،تركمنستان او ايران څخه افغانستان ته را واردېږي .

خصوصي سكتور اوس دافغانستان د ګازو او تېلو د فابريكو د جوړولو په موخه هلې ځلې كوي ،چې ګاز په هېواد كې دننه تصفيه او دخلكو په واك كې وركړل شي . دهېواد ورځپاڼې خبريال په دې اړه دافغانستان د صنايعو او كانونو د خونې د عامل هيئت له رييس ښاغلي رحيم الله ((سمندر))سره مركه كړې ،چې خپريږي .

پوښتنه: افغانستان د ګازو له پلوه يو بډاى هېواد دى، خو تر اوسه د ګازو د تصفيې لپاره فابريكې نه لري او خپل د اړتيا وړګاز له ګاونډيو هېوادونو څخه را واردوي ددغې ستونزې د اوارولو لپاره تاسې څه فعاليتونه تر سره كړي دي؟

ځواب: له نېكه مرغه په افغانستان كې د ګازو او تېلو لس كمپنۍ دې ته چمتو شوې ،چې د ګازو او تېلو په سكتور كې پانګونه وكړي. په هرات كې يوه سوداګر پانګونه پيل كړې او په دې برخه كې د بريتانيې هېواد له مشهورې كمپنۍ ((شل)) سره خبرې روانې دي او ډېر ژر به دغه كمپنۍ د هرات د تېلو د تصفيې او راسپړلو په برخه كې پانګونه وكړي ،چې دا به د تېلو لومړنۍ تصفيه خانه وي چې په افغانستان كې د نفتو ، ګازو اوكاني زېرمو د راسپړلو او تصفيه كولو په برخه كې پانګونه كوي او ددې ترڅنګ يادو خصوصي كمپنيو د هېواد په شمال كې د تېلو حوزې په برخه كې نوې څېړنه او ارزونه پيل كړې ده.

ده زياته كړه: له موږ سره يوه ټولنه نوې ثبت شوې ، چې دافغانستان د تېلو او ګازو د كمپنيو اړوندې چارې به پرمخ بوزي په دغې اتحاديه كې كابو ۱۵كمپنۍ غړيتوب لري .دوى غواړي چې په ډله ييزه توګه دافغانستان د صنايعو او كانونو د خونې غړيتوب تر لاسه كړي دغه ۱۵كمپنۍ غواړي په راتلونكي كې د آمو د تېلو په حوزه كې پانګونه پيل كړي او دا به په افغانستان كې د ګازو او تېلو د تصفيې په برخه كې لومړنى مثبت ګام وي، چې پورته كېږي ،موږ به په ۲۰۱۸زيږديز كال كې ددې شاهدان واوسو، چې په افغانستان كې به د ګازو او تېلو سترې تصفيه خانې جوړې شي او ډېره برخه به يې د هېواد د تېلو او نفتو په شمالي حوزه كې وي ،همدا راز د هېواد په شمال غرب، مزارشريف ،جوزجان او فارياب او بله برخه به يې د هرات په حوزه كې وي زموږ د هېواد دوې حوزې د تېلو او ګازو برخې دي، دغه راز د ګازو او تېلو ۳نورې كمپنۍ هم دې ته چمتو شوې ،چې د تركمنستان له هېواده دتيلو اومه مواد
و پيري او په هرات او مزار شريف كې يې تصفيه كاندي دا څرګنده ده، چې د ګازو او تېلو را سپړنه او تصفيه كول لويه پانګونه غواړي او دافغانستان اوسني قوانين ، طرزالعملونه او پاليسي تر اوسه دومره روښانه نه ده.دافغانستان  د كانونو قانون تركار لاندې دى د او پنځه كلنه  نخچه ورته جوړېږي د دغه پروګرام پړاو لاوروستى شوى نه دى او ولسمشر غني له دغه پروګرام د كابينې غونډې ته وړاندې كړى نه دى ، اوس دغه بهير د ارزونې پړاو وهي ،تر څو نظرونه وركړل شي د كانونو قوانين هم تعديل كېږي او تر څنګ يې دافغانستان حكومت د كانونو په برخه كې ټول تړونونه بند كړي دي او پر دغو قراردادونو له سره كتنه كېږي او طرزالعملونه جوړېږي ، تر هغې پورې په افغانستان كې د تېلو او ګازو د تصفيې په برخه كې يو شمېر پانګوالو پانګونه كړې، دغه كار په لومړي ګام كې له دې پيلېږي ،چې څنګه د تېلو اومه مواد له ګاونډيو هېوادونو په تېره بيا له تركمنستان څخه وپيري او د هېواد په فابريكو كې يې په پخو موادو بدل كړاى شي ددغه پروګرام له مخې به تېل او ګاز په هېواد كې دننه توليدشي په دويم پړاو كې په دې هم فكر شوى، چې دافغانستان حكومت به څنګه د آمو په حوزه كې افغاني كمپنيو ته برخه وركړي چې دوى د ګازو او تېلو په راسپړلو كې برخه واخلي. دغه كار ډېره پانګه غواړي او زه ډاډمن يم،چې په راتلونكو دوو يا درېو كلونو كې به زموږ زيات شمېر پانګوال د ګازو او تېلو په راسپړلو كې هم پانګونه وكړي.  
                  محبوب - هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha