صفحه اصلی | hiwad | مرکه | د افغانستان او چين ترمنځ سوداګري د پراختيا په حال كې ده

د افغانستان او چين ترمنځ سوداګري د پراختيا په حال كې ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان او چين ترمنځ  سوداګري د پراختيا په حال كې ده

دافغانستان او چين ترمنځ دريم اقتصادي اوسوداگريز ګډكمېسيون په دې وروستيو كې دماليې د وزير اكليل حكيمي او دچين د سوداګرۍ

وزارت د نائبې آغلې كائو يان په گډه مشرۍ دچين په پلازمينې بيجينگ كې جوړ شو. په دغه كمېسيون كې د دوه اړخيزو اقتصادي اوترانزيتي همكاريو پر ودې او پياوړتيا او دآسيا پربنسټيزې پانګې اچونې خبرې وشوې.

 دهېواد ورځپاڼې خبريال دافغانستان د سوداګرۍ اوصنايعو خونې له وياند ښاغلي صيام الدين (( پسرلي)) سره مركه كړې چې دادى خپرېږي.

 پوښتنه: دافغانستان اوچين ترمنځ  د سوداګرۍ د پراختيا لپاره څو تړونونه لاسليك شول او هم دچين او افغانستان ترمنځ سوداګري څنګه ارزوئ؟

ځواب: د افغانستان اوچين ترمنځ سوداګريزې اړيكې ښې دي او دوخت په تېرېدو سره وده كوي. اوس ددواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري شاوخوا يوميليارډ ډالرو ته رسېږي. څومره چې ددواړو هېوادونو ترمنځ منظمې اومخامخ لارې پرانيستل كېږي هغومره دافغانستان لپاره ګټه رسوي ، نو دچين هېواد ته دافغانستان دماليې د وزير وروستى سفر ډېر مهم سفر و. موږ بايد د اورګاډي پټلۍ په واسطه له چين سره ونښلول شو او كومې ستونزې چې ددغو دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ كې شتون لري هغه بايد اوارې كړاى شي. همداسې موږ بايد دهوا له لارې له چين سره مخامخ او مستقيم پروازونه هم ولرو او ځينې توكي چې ورته اړتيا ليدل كېږي هغه دپاكستان په نوم دپاكستان له لارې صادرېږي دغه توكي بايد نيغ په نيغه له  افغانستانه چين ته صادر شي.

پوښتنه: دافغانستان په بازارونو كې دچين دهېواد زيات صنعتي توكي پلورل كېږي، دغه توكي له كومو لارو افغانستان ته وارديږي؟

ځواب: موږ دپاكستان دكراچۍ بندر له لارې دغه چينايي توكي افغانستان ته وارده و، څه موده وړاندې موږ دريل پټلۍ په واسطه چينايي مالونه هېواد ته را واردول، خو داورګاډي په واسطه سوداګري اوس درېدلې ده .زموږ هيله اوغوښتنه داده چې بايد چين ته په مستقيم ډول انتقالات ولرو.

پوښتنه: دسوداګرو دمالونو دلېږد پرمهال دكراچۍ بندر له لارې څه ستونزې پرتې دي؟

ځواب: دكراچۍ بندر له لارې دمالونو پرلېږد باندې ډېره كرايه اوماليه راځي او دسوداګرو پروړاندې نورې ستونزې هم پرتې دي.

اوسمهال له پاكستان سره زموږ اړيكې ښې نه دي، كله چې ددواړو هېوادونو ترمنځ سياسي اړيكې خرابيږي نو دافغانستان سوداګريزى اواقتصادي چارې دپاكستان دناوړه سياست ښكاركېږي او له دې لارې دپاكستان له خوا افغانستان ته ستونزې پيدا كېږي او دپاكستان له خوا دافغان سوداګرو پرموټرو ديمرج ، ماليه او نور لګښتونه راځي اوله دې پلوه افغان سوداګرزياتې اقتصادي ستونزې ګالي. كه چېرې ستونزې لرې كړاى شي موږ ته ګټه رسېږي . دوخت په تېرېدو سره چې موږ ګورو دافغانستان سوداګريز توكي په پاكستان كې د ډېر تم كېدو له امله خرابيږي او خوسا كېږي.

پوښتنه: دپاكستان له لارې سوداګري اوس څنګه روانه ده؟

 ځواب: اوس له پاكستان سره اړيكې يوڅه نورمال  حالت ته راگرځېدلي دي ، ځكه لارې دافغانانو پروړاندې نه دې تړل شوي.موږ كولاى شو دپاكستان له لارو انتقالات ولرو ، خو دافغان سوداګرو پر وړاندې كله ناكله ستونزې جوړيږي .

پوښتنه: اوس دپاكستان اوافغانستان ترمنځ سوداګري تركومې  كچې پورې ده ؟

ځواب: دافغانستان اوپاكستان ترمنځ سوداګري له يو ميليارډ ډالرو ټيته شوې ده اوله دې هم راټيتېداى شي.له دې وړاندې ددواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۳ميليارډ ډالرو ته رسېده او بيا ۵، ۲ ميليارډ ډالرو ته راولوېده.

پوښتنه: په دې برخه كې دافغانستان اوپاكستان دسوداګرۍ راتلونكې څنګه وينئ؟

 ځواب: كه د پاكستان او افغانستان ترمنځ سوداګري داوس مهال په څېرپرمخ لاړه شي او په دې برخه كې دستونزو لړۍ دوام وكړى، ددواړوهېوادونو  ترمنځ دښى راتلونكې اټكل نه شي كېداى ، د دواړو هېوادو ترمنځ سياسي كړ كېچونه ددغو دواړو هېوادونو له پاره اقتصادي زيانونه رانغاړي او ددواړو هېوادونو پرسوداګرۍ ناوړه اغېزه كوي كه چېرې ددواړو هېوادونو ترمنځ سياسي اړيكې تل ښې وى سوداګري هم په داسې يوه حالت كې ښه كېداى شي.    محبوب _ هېواد  

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha