صفحه اصلی | hiwad | مرکه | د افغانستان زعفرانو په نړۍ كې لومړى مقام خپل كړى

د افغانستان زعفرانو په نړۍ كې لومړى مقام خپل كړى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان زعفرانو په نړۍ كې لومړى مقام خپل كړى

دزعفرانو كښت اوتوليد دتېروكلونو په پرتله دلوړېدو په حال كې دى. ديوه كال په موده كې لس ميليونه ډالره دزعفرانو دكښت اوپلور له لارې ترلاسه شوي دي. دزعفرانو پنځم ملي كمپاين هم ددغه نبات د ودې ، پروسس، توليد، كيفيت اوله خصوصي سكتور څخه دملاتړ په موخه د درېو ورځو لپاره په كابل كې جوړ شوى و، په دغه كنفرانس كې دنړيوالو ټولنو استازو، كارپوهانو، استاذانو او سوداګرو ګډون كړى و. ددغه كنفرانس په اړه دهېواد ورځپاڼې خبريال دزعفرانو دهري شركت له رييس ښٰاغلي ډاكتر موسى (( رحماني)) سره مركه كړې، چې خپرېږي.

پوښتنه: دزعفرانو شركت داستازو ګډون دزعفرانو په پنځم كنفرانس كې څنګه و؟

 ځواب: په دې وروستيو كې دزعفرانو پنځم ملي كنفرانس پرانيستل شو، چې دبهرنيو هېوادونو استازو هم په كې ګډون كړي و. دهند، ايران اوچين دلوړو پوهنتونونو استاذانو اوكارپوهانو كومې څېړنې اوتحقيقات چې دزعفرانو دكيفيت، توليد او حاصلاتو په اړه كړي دي، موږ دهغوى له تجربو په افغانستان كې ګټه پورته كوو، ډېرو نورو شركتونو اودهغوى استازو هم په دغه كنفرانس كې ګډون كړى و، دوى هم په دې برخه كې له يو لړ تجربو څخه برخمن شول. زما له آنده د زعفرانو پروګرام په كابل كې ډېر ښه و، موږ ارزښت وركوو او زموږ دكار په برخه كې به نوى بدلون دنويو تجربو په رڼا كې منځ ته راشي.

 پوښتنه: د زعفرانو هري شركت څه مهال پرانيستل شو اوتراوسه يې څه فعاليتونه ترسره كړي دي؟

ځواب: د زعفرانو هري شركت په ۱۳۸۸ لمريز كال كې منځ ته راغلى او تراوسه پورې يې كابو زر كروندګر ترخپل پوښښ لاندې راوستى دي اوهمدارنګه په سلګونو جريبه مځكه چې په كې د زعفرانو بوټى كرل كېږي هم ترخپل  پوښښ لاندې لري. سربېره پردې موږ د زعفرانو بېلابېلې ټولنې هم ترخپل پوښښ
لاندې راوستلې دي.

 ده زياته كړه: موږ په مزارمزارشريف او هرات كې نمايندگۍ لرو اوپه نږدې راتلونكې كې به په كابل كې هم خپله نمايندگي پرانيزو.

 پوښتنه : د زعفرانو دپروسس اوبسته بندۍ لپاره څه تجهيزات په واك كې لرئ ؟

 ځواب: همدا  اوس زموږ شركت ته دزعفرانو ګل راوړل كېږي اوهغه له كروندګرو پېرو او وروسته يې د پروسينټر چارې ترسره كوو دغه شركت په دوو شيفتونوكې كار كوي اوهرشيفت كابو ۱۲۰ تنه كاركوونكي لري چې په دوو شيفتونو كې ټولټال. ۲۴ كسان د زعفرانو چارې پرمخ بيايي .اوس زموږ په شركت كې د زعفرانو دګل دپاكولو او وچولو كار ښه په درز روان دى.

پوښتنه: دكارګرانو معاشونه څنګه دي؟

ځواب: د زعفرانو په هرې  شركت كې دوه ډوله كارګران لرو. يو هغه كارګران دي ،چې رسمي اودايمي دي اوپه رياست پورې تړاو لري اوپه هره مياشت كې معاش وركول كېږي. سربېره پردې هغه كارګران چې دورځې پرمهال راځي، دوى ته د زعفرانو دموسمي ګل اودګل دپاكولو پرمهال دهر كيلو ګلانو په اندازه پيسې وركول كېږي چې دهرې كيلو اجوره ۶۰ افغانۍ ټاكل شوې ده . دغه كسان د زعفرانو ګل پاكوي اوله پاكولو وروسته ګل موږ ته سپاري اوهغه بيا موږ وچوو.

 پوښتنه : د زعفرانو په سياليو كې دافغانستان زعفران څنګه تثبيت شوي؟

ځواب:  د درېو كلونو په اوږدوكې دهرات زعفران ښه تثبيت شوي اوپه دې توګه دافغانستان زعفرانوپه نړۍ كې لومړى مقام خپل كړى دى.موږ ددغه مقام په ترلاسه كولو سره وياړو.همدا اوس موږ د زعفرانو دكيفيت د ستندرد والى او دهغو په ښه ډول د را ټولولو اوبسته بندۍ لپاره هلې ځلې كوو.

 پوښتنه: تاسې د زعفرانو په برخه كې څومره پانګونه كړې او ددولت همكاري له تاسې سره څنګه ده؟

 ځواب: دولت له موږ سره تراوسه د زعفرانو دكښت او پانګونې په برخه كې كومه مرسته نه ده كړې.
خپله موږ پنځه سوه زره ډالر د زعفرانو د كښت اوتوليد په برخه كې پانګونه كړې ده.

 پوښتنه: د زعفرانو دكښت او توليد بهير د تېرو كلونو په پرتله څنګه دى؟

ځواب: د زعفرانو كښت اوتوليد دتېروكلونو په پرتله ښه پرمختګ كړى دى . (۱۸) كاله وړاندې په ټول افغانستان كې ۴كسانو د زعفرانو دكښت او توليد چارې پرمخ بېولې، چې يو يې د زعفرانو بابا، حاجي صاحب رازق دى، دى وايي: زه او نثار احمد  شل كاله وړاندې لاس په كار شوو او  زعفران مو د داكار موسسې په مرسته وكرل. لومړى يې موږ ته د زعفرانو پياز راكړل اوبيا  موږ وكرل. په هغو كلونو كې د زعفرانو پياز چې موږ يې كښت كاوه ډېر لږ وو، خواوس په زرګونو جريبه ځمكه كې زعفران كرل كېږي.

د زعفرانو دپياز وكراوكښت ډېره پراختيا موندلې ده .زما مځكه پخوا څوجريبه وه، خواوس سل جريبه ځمكې ته رسېدلې ده. اوس كابو زر جريبه د زعفرانو مځكه زموږ دشركت ترپوښښ لاندې راغلې ده.

 پوښتنه: ستاسو د زعفرانو دپلور بازارونه په كومو ځايونو كې دي؟

 ځواب: زموږ د زعفرانو دپلور بازارونه به هند او دوبى كې دي. په دوبى كې دايران د زعفرانو د شتون اوپلور له امله زموږ زعفران په يوڅه ارزانه بيه پلورل كېږي ، زموږ سوداګري ډېره له هند سره ده.او په نږدې  راتلونكي كې غواړو له چين سره هم د زعفرانو سوداګري پيل كړو په دې اړه يو سوداګريز تړون لاسليك  شوى دى دكرنې ، اوبولګولو اومالدارۍ وزير ويلي چې له چين سره د زعفرانو سوداګرۍ ته پراختيا وركوو، داكار به ددې لامل شي چې افغانستان چين ته د زعفرانوصادرات ولري.

پوښتنه : د زعفرانو دكښت اوتوليد د ودې لپاره څه وړانديز لرئ؟

ځواب: زموږ وړانديز ولسمشر ته دا دى چې د زعفرانو شركتونه دهېواد په اقتصاد كې ارزښتناك رول لري او له هرڅه  دمخه د زعفرانو لپاره بازار موندنه مهمه ده، چې وتوانېږو خپل زعفران په ښه ډول بهرته صادركړو، په دويم پړاوكې  دې دبانكونو له لارې له ګټې پرته د اوږدمهالو پورونو په وركولو سره د زعفرانو له شركتونو سره همكاري وشي. 

  نوري _ هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha