صفحه اصلی | hiwad | مرکه | نړىواله ټولنه لېواله ده چې په افغانستان کې ټاکنې په خپل وخت وشي

نړىواله ټولنه لېواله ده چې په افغانستان کې ټاکنې په خپل وخت وشي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
نړىواله ټولنه لېواله ده چې په افغانستان کې ټاکنې په خپل وخت وشي

کورنىلوس زىمرمن چې له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۵ ميلادي کلونو پورې د مزارشرىف په ښارکې د جرمني جنرال کونسل و او اوس په افغانستان کې د ناټو ځانګړى ملکى استازى دى. سلام وطندار له دغه لوړپوړي چاروکي سره ځانګړې مرکه کړې‌ او په مرکه کې ىې د افغانستان د سولې، د امرىکا د تازه ستراتېژۍ، دافغان امنىتي ځواکونو د تجهىز او له ترهګرو سره د روغې جوړې په اړه خبرې کړې‌دي.

پوښتنه: تاسو د جنوبي آسىا په اړه د امرىکا د نوې ستراتېژۍ په اړه څه نظر لرئ؟

ځواب: موږ د امرىکا له نوې ستراتېژۍ د افغانستان شراىطو ته په کتو د دې کړنلارې ستاىنه کوو. دا د ناټو د تلپاتې ژمنې په توګه د افغانستان د امنىتي وضيعت د ښه والې لپاره خورا ګټوره ده .دا ګډ مامورىت په تېره مىاشت کې د امرىکا د دفاع وزىر متيس او د ناټو د عمومي منشي له راتګه هم ثابت شو . موږ په‌دې هېواد کې څه کوو؟ موږ به دا لړی همداسې روانه وساتو، موږ هڅه کوو او افغانانو ته هم ډاډ درکوو. موږ نه غواړو، چې د اىساف تېر جنګي نقش ىوځل بىا ولوبوو؛ خو موږ نهايي کوښښ کوو، چې افغان پوځ وروزو او پىاوړى ىې کړو، چې په موثره توګه د دښمن په مقابل کې وجنګېږي.

پوښتنه: د پاکستان د اړىکو او سولې په اړه څه واىئ؟

 ځواب: که چېرې ناټو په افغانستان کې نه واى، موږ به دا باور هم نه‌ درلوده، چې سوله دې په‌دې هېواد کې چانس ولري. موږ په سىمه کې د ىو باثباته افغانستان د بهبود هڅه کوو. افغانستان ىو مصرفوونکى هېواد دی، نو ځکه د ګاونډىو هېوادونو صادقاً نه مرستې دې ته  زمىنه برابروي، چې په افغانستان کې ښه پانګونه وکړي.زه فکر کوم، چې موږ باىد په چټکىتا سره هڅه وکړو، چې له ىو ماتېدونکي حالت نه، له ټولو وروستىو ترهګرىزو پېښو سره ـ سره ګټونکي حالت ته ووځو.

پوښتنه: د پولىسو رول څنګه ارزوئ؟

ځواب:لومړى خو باىد دا معلومه کړو، چې موږ څومره ژورې د امنىتي ځواکونو هڅې پېژندلي او ستاىلې دي. زه ىوازې د ملي اردو په اړه خبرې نه کوم، بلکې د پولىسو په اړه هم چې د تاوترىخوالي په لىکه کې پراته دي غږېږم. موږ د پوځي تمرىناتو، مشورو او رسنىزې مرستې له لارې هڅه کوو، چې له افغان همکارانو سره مرسته وکړو، چې د هغوى کړنلارې پلې شي. په‌دې هېواد کې ملي اردو او پولىس د ولسمشر او اجرائىوي رىىس په همکارۍ او پلان سره کار کوى.په اوږدو کې هدف روښانه دى، چې پولىسو ته د دندې د تګ پر وخت ښه فضا او زمىنه برابره شي.دا فضا او وضعىت به وخت ونىسي؛ خو ډېر خوشحاله ىم، چې دا موخه د افغان دولت په مرسته شونې ده.

پوښتنه: د افغانستان د ټاکنو د ترسره کولو او ټاکلی وخت په اړه ستاسو ارزونه څه ده؟

ځواب:  ټاکنې په خپل هېواد کې ىو چا ته د دې حق ورکول دي، چې چا ته راىه ورکړي. نړىواله ټولنه په ټينګه سره د دې لېواله ده، چې په افغانستان كې رڼې عادلانه ټاکنې په خپل وخت ترسره شي، خو دا د ټاکنو په خپلواک کمېسىون پورې اړه لري، چې د ټاکنو لپاره لومړى مسوولىت، هم د دوی په غاړه دی.

پوښتنه: د سىاسي ګوندونو او د ټاکنو دخپلواک کمېسىون په تړاو څه څرګندونې لرئ؟

ځواب: موږ چې کله د ټاکنو په اړه غږېږو لومړى باىد مهم فکتور په ګوته کړو. دا د ټاکنو د تېرې دورې د باور اعاده ده.

زه په ۲۰۱۴ م کال کې په مزار شريف ښار کې د جرمني جنرل کونسل وم. هغه وخت د ټاکنو په لومړۍ دوره کې د نړىوالې ټولنې په استازيتوب د ټاکنو بهىر ته ورغلم، هغه څه چې ما ولىدل، حىرانوونکي وو، د خلکو صبر، د رايې‌ورکونې مرکزونو کې د خلکو منظمول او صنف‌بندي. ىو جشن؛ خو جدى جشن.زه فکر کوم، چې سىاسي طبقه، د دې هېواد ټول لوبغاړي، دولت، د ټاکنو خپلواک کمېسىون، ګوندونه او مدني ټولنې د دې مسوولىت لري چې افغانانو ته د ټاکنو هغه تېر باور اعاده کړي.ډىموکراسي په خبرو ـ اترو ولاړه ده. زه له ټولو خواوو غواړم، چې د سالمو ټاکنو او د تېرې ټاکنىزې دورې د اعتماد د اعادې لپاره سره خبرې ـ اترې وکړي.موږ د ټاکنو ملي ټولنه لرواو د ىوې مناسبې حل‌لارې په پيدا کولو کې په‌دې هېواد کې د باثباته ټاکنو په اړه فکر وکړو.

پوښتنه: د داعش په شان له نورو وسله‌والو ډلو سره د خبرو اترو په اړه کوم وړاندىز ىا نظر لرئ؟

ځواب: زه فکر کوم چې په افغانستان کې پوځي هڅې مهمې دي؛ خو کافي نه‌دي. دا باىد په ىو سىاسي بهىر سره بشپړې شي.

د دې خبرو موخه مې دا ده،چې دا  ىوه وسىله ده د وسله والو طالبانو په شان د نورو ترهګرو ډلو لپاره، چې لا تر اوسه يې له  تاوترىخوالي لاس نه دى اخىستی او سولې ته ماىلي دي، له نورو ترهګرىزو ډلو او خواوو سره خپلې اړىکې دروي او هغه ډلې چې اساسي قانون مني، بشري حقونو ته درناوى کوي او د ښځو حقوقو ته قاىل وي.زه فکر کوم، موږ باىد دې متقاعدو عناصرو ته د رسېدو لپاره هېڅ ډول هڅه عادي ونه‌ګڼو.

پوښتنه: د سىمې په کچه څنګه ىوه ملي اجماع رامنځته کولى شو، چې د ىو ښه حالت په اړه په برىاليتوب سره حرکت وکړو؟

ځواب: ناټو له نړىوالې ټولنې سره ىوځاى د ولسمشرمحمد اشرف غني له لوري د روان ميلادي کال د (جون) په مىاشت کې (( د کابل د پروسې)) يا بهىر هرکلى وکړ. دې غونډې ټول مهم لوبغاړي د سىمې د سولې په اړه خبرو ته حاضر کړل.  زه فکر کوم دا د افغانانو په رهبرۍ ىوه ښه پروسه وه.البته کوچنىو جوړښتونو او فارمټونو ته ىې اړتىا ده. اوس مهال خبرې پاى ته رسېدلې دي او لا وخت شته چې د برىالىتوب په اړه ىې خبرې وشي،خو واقعىت دا دى چې ټول ګوندونه موافق نه‌دي ، په‌داسې حال کې چې له ىو بل سره نږدې دي، باىد تر ټولو مهم لومړىتوب (سولې) ته د رسېدو له‌پاره هلې ـ ځلې وکړي.

په‌دې هېواد کې باىد ډېر کار وشي چې د سولې له‌پاره زمىنه برابره شي. موږ افغان مخالفې ډلې هڅوو چې د سولې په خبرو ـ اترو کې ګډون وکړي. زه دې بهىر ته له څو اړخونو فکر کوم، موږ پوځي او ډىپلوماتىک عناصر لرو. موږ عمومي خبرې کوو او ترهګرو ته د سولې په اړه ډاډه وړاندىزونه لرو، موږ دتلپاتې افغان سولې په برخه کې ښه پرمختګ کولى شو.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha