صفحه اصلی | hiwad | مرکه | د فوايد عامې وزارت وياند: د ۲۴۰۰ كيلو متره سړكونو پرجوړولو ۴ ميليارده افغانۍ لګول شوي دي

د فوايد عامې وزارت وياند: د ۲۴۰۰ كيلو متره سړكونو پرجوړولو ۴ ميليارده افغانۍ لګول شوي دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د فوايد عامې وزارت وياند: د ۲۴۰۰ كيلو متره سړكونو پرجوړولو ۴ ميليارده افغانۍ لګول شوي دي

د ټولګټو چارو وزارت له ښارونو سره دولسواليو،كليو او لرې پرتو سيمو د نښلولو لپاره دحلقوي او نورو سړكونو دجوړولواو ترميمولو هلې ځلې ګړندۍ شوي دي چې داكار هېوادوالو ته ښې آسانتياوې برابرولى شي .

دټولگټو چارو وزارت وياند ښاغلي محمد مهدي (( روحاني)) دهېواد ورځپاڼې دخبريال ددې پوښتنې په ځواب كې چې دټولګټو چارو وزارت د دوو مياشتو په موده كې دسړك جوړولو په برخه كې څه فعاليتونه كړي دي؟ داسې وويل:دټولگټو چارو وزارت د دوه نيمو مياشتو په اوږدوكې د هېواد په مركزي سيمو كې د ۱۵ لويو اوحياتي پروژو چې زموږ دخلكو پخوانۍ هيله وه دپلي كولو تړون لاسليك كړ. اوس هم يوه پروژه دلغمان په ولايت كې لرو چې دهغې دكارچارې ترلاس لاندې نيول شوي اوهمداسې ۱۲ نورې دسړك جوړولو پروژې هم دهېواد په بېلابېلو ولايتونو كې دتړون لاسليكولو لپاره چمتو شوي دي. هغه پروژې چې په تېرو دوو مياشتو كې يې تړون لاسليك شوى ددوشي اوباميانو ترمنځ د ۱۵۴ كيلومترو په اوږدوالي سړك و، چې دولسمشر محمداشرف غني  په حضور كې يې تړون لاسليك شو . ددغه سړك دجوړولو لګښت دنړيوال بانك له خوا وركول كېږي. اودسالنګ تونل د لارې بديل  دى. ددوشي اوباميانو دسړك په جوړولو سره به دترافيكو ګڼه ګوڼه يادې شوې لارې ته ولېږدول شي.په دې كارسره دسالنگ تونل د ترافيكو پروړاندې بندېږي او دنوي تونل دجوړولو چارې به په اساسي ډول پيل كړاى شي. ددوشي اوباميانو سړك په ۶ برخو ويشل كېږي چې دلومړۍ برخې كار يې ددوشي له خوا او شپږمه برخه يې دباميانو له لوري د ۴، ۴۸ كيلومترو په اوږدوالي سره رسماً پيل شوى اونورې برخې يې لكه دويمه، درېيمه ، څلورمه او پنځمه په تداركاتي پړاو كې دي . دځينو برخو تداركاتي پړاو بشپړ شوى او دغه لاره به دشمال دلارې بديل شي. ده زياته كړه: هغه سړك چې ډېر ارزښت لري له قيصاره ترلامان پورې سړك دى، چې دافغانستان دحلقوي سړك بشپړوونكى او دامريكايي اوتركي كمپنيو ترمنځ يوه لويه او جنجالي پروژه ده، چې دټولگټو چارو وزارت پروړاندې شتون لرى. له يادو شويو شركتونو سره به موږ خپلې حقوقى دعوې  ته دوام وركړو او د دواړو لورو وكيلان يعنى دافغانستان اوقرارداديانو ترمنځ حقوقى دعوا دسنګاپور په نړيواله محكمه كې پرمخ وړى. ددغو سړكونو د لومړۍ اودويمې برخې تړون لاسليك شو او په راتلونكو نږدې ورځو كې به يې كار پيل شي . د پنځمې او شپږمې برخې سړك دسروې او ډيزاين پړاووهي، چې له تداركاتي پړاوه وروسته به يې كارپيل شي. همداسې دقيصار اولامان دسړك په بشپړېدو سره به زموږ دهېوادوالو ستونزې دترانسپورټ له پلوه حل شي  او دغه راز ماركيټونو ته لاسرسى ، پوهنې اوفرهنگ ته  به لاره اواره  كړي دهېواد په نورو ولايتونو كې نورسړكونه هم لرو، لكه دپنجشير ، دايكندي ،تخار، غور، سرپل اوهمداسې نورو ځايونو كې چې دجوړولو كاربه يې په راتلونكى كې پيل شي.

ده ددې پوښتنې به ځواب كې چې دكابل _ كندهار اوهرات سړك د ترميمولو چارې تركومه بريده پرمخ تللي دي ؟ داسې څرگنده كړه: له دې وړاندې دسړكونو دجوړولو لپاره ۴ ميليارده  افغانۍ د ( ۲۴۰۰) كيلومتره سړك په جوړولو لګول شوي دي .موږله هرڅه ډېر دې ته پاملرنه لرو، كوم سړكونه چې پخوا جوړ شوي دهغو ساتنه ، څارنه او مراقبت وكړو، نو پردې اساس په روان كال كې موږ ۴ ميليارده افغانۍ دسړكونو دساتلو اومراقبت لپاره پارلمان ته وړانديز كړى و ،چې يوازې يو ميليارد افغانۍ منظور شوي چې په دغو يو ميليارد افغانيو دسړكونو دساتنې اومراقبت چارې نه شي ترسره كېداى ، نو همدا لامل و، چې دټولگټو چارو وزارت له آسيايي پرمختيايي بانك سره په اړيكه كې شو، چې دغه بانك دجلال آباد ، كابل_ كندهار دسړكونو دترميمولو لپاره ۳ ميليارده افغانۍ بلاعوضه مرسته ومنله. دټولگټو چارو وزارت په لومړي پړاوكې دكابل جلال آباد سړك دترميمولو چارې تر لاس لاندې ونيولې او په دريېو برخو يې وويشلې ، چې دلومړې برخې كاركابو اتيا سلنه پرمخ تللى او همدا اوس هم كارپرې دوام لري. په دويمه اودريمه برخه كې دسړك جوړولو اوترميمولو شركتونه ترارزونې لاندې دي، چې په راتلونكې كې به يې كار پيل شي. دكابل _كندهار سړك دترميمولو لپاره زموږ دسروې ټيمونه پركار بوخت دي دنوموي سړك دوه برخې يې همدا اوس بايد سيالۍ ته وسپارلې شي، څو موږ وتوانيږو هغه په ښه توګه وساتو اومراقبت يې وكړو ددغه كارد ترسره كولو لپاره دټولگټو چارو وزارت دسروې دوه ټيمونه له كندهاره تر هراته پورې پركار بوخت دي چې له سروې وروسته به په راتلونكي كال كې دكندهار او هرات دسړك دساتنې اومراقبت چارې هم پيل شي. دې موخې ته درسېدو لپاره نړيوال آسيايي بانك چې زموږ مرستندوى بانك دى دغه كارته ټټر وهلى دى. زموږ ټولې هغه پروژې  چې دساتنې اومراقبت په حال كې دي ياد شوي بانك دهغو دتمويل لپار ه هم خپل چمتووالى ښودلى دى، نو زموږ دمرستندوى بانك همكاري دټولگټو چارو له وزارت سره دوام لري.

ښاغلي محمد مهدى (( روحانى)) زياته كړه: ددې لپاره موږ لومړى دكابل جلال آباد دلويې لارې دترميم چارې ترلاس لاندې ونيولې، چې تخريبات يې دكابل كندهار دلارې په پرتله لږوو اوهمدارنګه لګښت يې هم لږ دى .

محبوب هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha